پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د یوه ترجیحي تړون د لاسلیک غوښتنه کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65873
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-14

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر ویلي چې د دغه تړون مسوده یې د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې افغان حکومت ته سپارلې ده. ده ویلي چې افغان حکومت به روانه میاشت په دې اړه خپل غبرګون له دوی سره شریک کړي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې پیل کړې دي.