پاکستان له افغان حکومت څخه په جلال اباد کې پر خپلې قونسلګرۍ د شوي برید په اړه معلومات غوښتي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان حکومت دې پر قونسلګرۍ د برید په اړه جزیات له دوی سره شریک کړي. په خبرپاڼه کې دغه راز په افغانستان کې د پاکستاني دیپلوماتو د خوندیتوب په اړه د ډاډ غوښتنه هم شوې ده.