ټاکل شوې ده چې نن په کابل کې د ځانګړیو مراسمو پر مهال د امریکا متحد ایالتونه څلور A-29 جنګي الوتکې افغانستان ته وسپاري.د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته وویل چې له دې الوتکو سره به د افغان ځواکونو هوایي توان زیات شي. تر دې مخکې هند څلور جنګي هلکوپتر افغان ځواکونو ته ورکړي وو. تمه ده چې امریکا به یو شمیر نورې الوتکې هم افغان ځواکونو ته روان کال وسپاري.