چارواکي وايي د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې د خراسان لپاره د داعش ډلې مشر حافظ سعيد او د هغه لس نور ملګري وژل شوي دي.
د اچين ولسوال غالب مجاهد وايي، پرون مازدیګر شاوخوا درې بجې د دې ولسوالۍ د عدالخېلو او باندر ترمنځ وچه ژوره نومې سيمه کې د داعش ډلې خپلمنځۍ غونډه روانه وه، چې بې پيلوټه الوتکې پرې بريد کړى دى.
ده زياته کړه،دغه راز په همدې سيمه کې د داعش ډلې پر يوه اکمالاتي موټر هم بې پيلوټه الوتکې بريد کړى،چې د دې دواړو بريدونو په پايله کې د خراسان لپاره د داعش والي حافظ سعید به ګډون یوولس داعشیان وژل شوي دي.