تاجکستان په بدخشان او کندوز ولایتونو کې خپلې کونسلګرۍ تړلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي،په کابل کې د تاجکستان سفارت ورته په یوه رسمي لیک کې ویلي، چې په بدخشان او کندوز کې یې د کونسلګریو د تړلو لامل نا امني ده. سرچینه زیاتوي تاجکستاني چارواکو افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې د کونسلګریو تړل به یې د کابل دوشنبې په اړیکو منفي آغېز ونه کړي.
تاجکستان دا کار وروسته له هغې وکړ، چې په وروستیو کې په بلخ کې د هند او ننګرهار کې د پاکستان پر کونسلګریو ډله ییز بریدونه وشول.