دملا عبدالصبوره :سيکولرېزم بيدينۍ ته نه، بلکې اتايېزم بيدينۍ ته وايی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65879
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2016-01-15

دملا عبدالصبوره :سيکولرېزم بيدينۍ ته نه، بلکې اتايېزم بيدينۍ ته وايی
نن په نړيواله کچه زياتره علما او محدثين په دې باور دي چې سيکولرېزم د اسلامي نړۍ د ستونزو د حل يوازېنۍ لار او د هېوادونو د بهبود ((پرمختګ)) ښه لار ده. نن ټول زياتره اسلامي هېوادونه او نظامونه يې پر ظلم وتبغيض، يو بل ته په نه درناوي او نه برداشت (نه زغم)) ولاړ دي

سيکولرېزم بيدينۍ ته نه، بلکې مذهب وسياست سره جلا او د هېچا په باره کې له هېڅ ډول تبغيضه کار وانه خېستل شي او هېڅ ډول ضرر چا ته ونه رسول شي. ولو که غيرمسلم هم وي حقوق يې بايد خوندي او له ضرره مصوون وي.

نوټ : د اکسفورډ وکيمبريج په ډيکشنريو کې يې د سيکولرېزم secularism مانا بيديني نه ده راخېستې، بلکې اتايېزم atheism بيدينۍ ته وايی څوک چې له خدايه منکر وي. که په ځينو ډيکشنريو کې يې د سيکولرېزم معنی د بيدينه رااخېستي وي، نو درست نه ده. سيکولرېزم بيدينۍ ته نه وايی او نه د مذهب وسياست يا دولت له مذهبه جلاوالي ته بيديني نه وايی، بلکې د مذهب په نوم پلمې وتېر ايستنې ((غولونې)) يا په بله مانا له مذهبه ناوړه ګټه پورته کونه چې د خلکو هر ډول مدني، بشري واسلامي حقوق تر پښو لاندې کوي، نادرست عمل دی. نن موږ له مذهب وسياسته له ناوړې ګټې پورته کونې د سختو وخيمو پېښو او وحشتونو شاهد يو چې نن په اسلامي نړۍ کې له مذهب څومره ناوړه ګټه پورته کيږي. که مذهب له سياسته جلا شي، نو بدي يې په څه کې ده. سياست کې خو دروغ دي او په اسلام کې خو دروغ نشته. نن نړيوال خپلې ستونزې څنګه حلوي او موږ يې څنګه حلوو؟ که مو خپل اسلامي کتاب ((قرآن کريم)) درناوی درلودای، نو نن به د داسې بدو ورځو او وحشتونو او ظلمونو او نارواوو شاهد نه وو.


مولوي صاحب،
دا چې تاسو سيکولرېزم بدينۍ ته وايی، نو ستاسو د پوهاوي او لا وضاحت لپاره مې د اکسفورډ او کيمبريج آنلاين ډيکشنريو نه په ګټې اخېستنې سره د سيکولرېزم او اتايېزم ماناوې رااخېستې او ستاسو مخې ته يې ږدم. هيله ده چې ويې لولې او ځان پرې پوه کړې.

مولوي صاحب،
تاسو ته د دې ارشاداتو مطابق چې ((انما يخشی الله من عباده العلماء)) او ((العلماء ورثة الانبياء)) درناوی لرم، خو هيله مې دا ده چې کله تاسو او يا بل هر څوک تر ما پورې چې په څه شي کې پوهه ونه لري، نو له بېځايه تفسيره او معلومات وړاندې کولو دې ځان ليرې وساتي. بايد درست معلومات ولري او درست معلومات خلکو ته وړاندې کړي، که يې نه لري، نو مکلف نه دی چې له ځانه څه ووايی، ولې پر دې مکلف دی چې درست او سم معلومات به خلکو وړاندې کوي. تاسو دلته ګورئ چې په سيکولرېزم او اتايېزم کې څومره توپير دی؟

مولوي صاحب،
اسلام چا ته د دې اجازه نه ورکوي چې له ځانه څه ووايی. د الهي ونبوي ارشاداتو تاسو ته پته ده. دا چې په الهي ونبوي ارشاداتو کې چا ته اجازه نه شته چې له ځانه څه ووايی، نو بناءً دا ښه خبره ده چې که څوک په نورو عصري وساينسي او ژبپوهنه کې پوهه او معلومات ونه لري، نو ودې وايی چې نه پوهېږم يا ما ته پته نشته، خو څوک دې په بيدينۍ نه تورنوي، تر څو چې ښکاره ومستند ثبوت ونه لري.

مولوي صاحب،
فتوی د مشورې په صورت کې :
تاسو ته پته ده چې فتوی نظر يا مشورې ورکولو ته وايی. که چا ومنله ښه، خو عالم په دې مکلف نه دی چې خپله فتوی ((نظر)) پر خلکو باندې په زور وروتپي. که چا ونه منله، نو له نامنونکي نه به خفه کيږي هم نه او نه به ورسره په زړه کې عناد ساتي چې ولې زما فتوی يې نه ده منلې. يو څوک کولی شي چې په يوه مساله يا ستونزه کې له ډېرو علماو نه پوښتنه وکړي. که د هر چا فتوی يې خوښه شوه هماغه دې ومني. او که يې نه مني، نو هېڅوک دا حق نه لري چې کينه ((حسد)) ورسره وکړي او په زور سره پرې خپله فتوی ومني.

فتوی د حکم په صورت کې :
فتوی د حکم په صورت کې لکه څنګه چې تاسو په وعظ کې ځينې څرګندونې کړي يا مو له خورشيد تلويزيون مرکه کې وکړې او يا فهيم کوهدامنی مطلق حکم کوي، نو دا بيا بايد پر مستندو او معتبرو اسانيدو ولاړه وي. هېڅ ډول سياسي انګېزه ونه لري او ستاسو فتوی او مطلق حکم بايد د کتاب الله او سنة رسول الله صلی الله عليه وسلم د احکامو او ارشاداتو پر استناد ولاړه وي. حسدي وتبغيضي انګېزه هم ونه لري او نه ترې نورې سياسي موخې مراد وي. عالم دين بايد عامه مساله وکړي، څوک مشخص بايد ونه ټکوي.

تاسو ته پته ده چې د ټولنې پوهاوی د يو عالم له خولې پر حکم وفتوی انګيري چې دا سپيناوی له تاسو هلته نه دی شوی او له مخې مو د بيدينۍ ګوته نيولې ده او نن وايی چې دا زما فتوی نه ده، بلکې دا زما نظر دی. ستاسو د فتوی او حکم لهجه intonation بايد فرق ولري.

که تاسو د فقهې کتابونه وګورئ، نو له ورايه به څرګنديږي چې که په کومه مساله د امامانو ترمينځ اختلاف نظر وي، نو له مخکې نه وايی او د ((عند)) کليمه ورسره کاروي. همدارنګه که تاسو سُنن الترمذي ته وګورئ، نو هلته کله امام ترمذي وايی چې هذا حديث صحيح، هذا حديث حسن صحيح، هذا حديث حسن صحيح لذاته او لغيره او کله خپله کنيه کاروي وقال ابوعيسی او داسې نور. تاسو دا تېروتنه له پيله په خپل وعظ کې کړې ده چې هلته مو د خپلې رايې او فتوی ((حکم)) وضاحت نه دی کړی، نو ځکه ستا په مخ کې فهيم کوهدامنی مطلق حکم کوي. دا چې تاسو وايی چې زه چا ته د اسلام او چا ته د کفر سرټيفيکټ نه وشم ورکولی او ځان له مسووليته ساتې، نو بيا خو دې دا هم يو مسووليت دی چې ته ناپوه پوه کړې، تاسو خو چپ ياست او هېڅ غبرګون ((عکس العمل)) نه ښيي چې دا مو هم د کمزورۍ يوه نښه ده. تاسو بايد خپل رسالت اداء کړی وی.

مولوي صاحب،
د سيکولرېزم يوه مانا دا هم ده چې څوک چا ته هېڅ ډول ضرر ونه رسوي، خو نن ګورو چې موږ ته څومره ضرر وخساره له خپلو ګاونډيو نه رارسيږي؟ تاسو د علماو خبره کوئ. مولوي صاحب ته يو ځل په دې ځان پوه کړه چې موږ څوک په مسلمانانو کې هم نه شميري، نو ولې د طاهر قادري، عمرانخان او بلور غوندې خلکو داسې ويلی چې : ((که تاسو جهاد کوئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ!)). حال دا چې د ټاکنو په وخت کې يو پر بل سخت تورونه ولګول، خو بيا يې هم پاکستانيو طالبانو ته مشوره ورکوله چې افغانستان ته جهاد ته ولاړ شي او په پاکستان کې جهاد نشته. د پاکستان د علماو د اتحاديې مشر هم همداسې درواخله او د پنجاب د طالبانو مشر امير معاويه هم چې په پنجاب کې جهاد ته ضرورت نشته، بلکې دعوت ته ضرورت دی. دواړه مولانا ګان يعنې مولوي فضل الرحمن ومولوي سميع الحق هم ګونګيان دي او سراج الحق خو ځان کوڼ  کړی چې هېڅ نه اورم. نو راغلم دېته چې زموږ ملايان څوک په يو خروار ليټۍ کې هم نه حسابوي. هسې بېځايه پرړه ((بکواس)) مه کوه. زموږ پر خوله څوک پياز هم نه خوري. موږ د چا د سياستوالو ځواب نه شو ويلی، نو د ملا ونظاميانو او استخباراتو به يې څنګه ووايو؟

په درنښت
سيد حسين پاچا

نوټ : ستاسو او د فهيم کوهدامني پر څرګندونو به وروسته شننه وکړم. ستاسو د پوهاوي لپاره مې اوس همدومره لازمه بلله چې مو پوه کړم چې سيکولرېزم او اتايېزم څه ته وايی؟

Oxford Dictionary
secularism
See definition in Oxford Advanced Learner's Dictionary
Line breaks: secu¦lar|ism
Pronunciation: /ˈsɛkjələriz(ə)m/
Definition of secularism in English:
noun
[MASS NOUN]
The principle of separation of the state from religious institutions:he believes that secularism means no discrimination against anybody in the name of religion
http://www.oxforddictionaries.com/definition/english/secularism

atheism
See definition in Oxford Advanced Learner's Dictionary
Line breaks: athe|ism
Pronunciation: /ˈeɪθɪɪz(ə)m/
Definition of atheism in English:
noun
[MASS NOUN]
Disbelief or lack of belief in the existence of God or gods.
Origin
Late 16th century: from French athéisme, from Greek atheos, from a- 'without' + theos 'god'.
http://www.oxforddictionaries.com/definition/english/atheism

=-=-=-=-=-=-=

Cambridge Dictionary
"secularism" in British English
See all translations
secularismnoun [U]
 UK   /ˈsek.jʊ.lər.ɪ.zəm/  US   /-jə.lɚ-/
the belief that religion should not be involved with the ordinary social and political activities of a country
secularist
noun [C], adjective UK   US   /-ɪst/
http://dictionary.cambridge.org/dictionary/english/secularism

atheismnoun [U]
  US   /ˈeɪ•θiˌɪz•əm/
the belief that God does not exist
http://dictionary.cambridge.org/dictionary/english/atheism