د وردګو خلک وايي د پوځ له لوري د لسو ماشومانو په وژنه د ښکېلو کسانو د دوسیې جزیات لا هم نه دي روښانه شوي او دوسیه تر قانوني وخت دوه اونۍ زیاته په څارنوالۍ کې پرته ده.
دوی له حکومته غواړي چې له ژمنې سره سم دغه دوسیه علني وڅېړني او عاملان یې هم محاکمه کړي.
د وردګو والي حیات الله حیات بیا وايي ددې لپاره چې څېړنې شفافې او دوسیه په سم ډول وڅېړل شي، تر اوسه دوسیه محکمې ته نه ده تللې؛ خو تورن کسان په پوځي زندان کې دي او د قضیې ټول اړخونه به څېړل کیږي.
دی خپله پخوانۍ ژمنه یو ځل بیا تکراروي او وايي چې د سیدباد په پېښه کې ښکېل کسان به په علني ډول محکمه شي.
د وردګو د سیداباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې د پوځ له لوري له نن څخه یوه میاشت او څوارلس ورځې وړاندې د پوځ د یوه توغندي د توغولو له امله لس ماشومان ووژل شول.
د خلکو تر سختو غبرګونونو وروسته ولسمشر غني په خپله ژمنه وکړه چې د دې پېښې عاملینو ته به علني سزا ورکړي.
د وردګو یو قومي مشر حاجي عبدالولي وايي تر اوسه ددې دوسیې معلومات د مقتولینو له کورنیو سره هم نه دي شریک شوي.
ده وویل، که حکومتي چارواکي د دې دوسیې د پټولو او یا یې د عاملانو د خلاصون هڅه کوي ناوړه پایلې به ولري او بیا به خلک اړ شي، چې وسلې واخلي او یا هم د نظام پر ضد ودریږي.
هغه سرنوشت ته وویل:« د وردګو خلکو او بیا د اوتړیو د پېښو قربانیانو ستره حوصله وکړه، هغه حکومت چې دوی یې ویشتلي وو ورسره کېناستل، د ولسمشر خبره یې ومنله، زغم یې وکړ؛ خو له بده مرغه تر قانوني مودې پوره کېدو ورسته هم دغه کسان محکمې ته نه دي ورپېژندل شوي؛ خو په دې کې ګرم د مرکز چارواکي دي او موږ له والي صیب نه مننه کوو چې هغه پر وخت ګام اخلي او موږ ته ځواب وايي.»
حقوقپوهان وايي د افغانستان د جزا د قانون له مخې څارنوالي باید په پنځلسو ورځو کې خپلې څېړنې بشپړې او د تورنو دوسیه محکمې ته واستوي او که زیاتو څېړنو ته اړتیا لري له محکمې به پنځلس ورځې نور وخت هم غواړي؛ خو تر یوه میاشت یوه دوسیه زیاته له ځان سره نه شي ځنډولی.
حقوقي کارپوه زاهد ساپی وايي کله چې یو تورن نیول کیږي، پولیس یې باید په ۷۲ ساعتونو کې تر څارنوالۍ ورسوي او څارنوالي مکلفه ده په پنځلسو ورځو کې خپلې څېړنې بشپړې او محکمې ته ولیږي؛ خو که دوسیه لویه او زیاتو څیړنو ته اړتیا لري نو بیا به له محکمې پنځلس ورځې نور هم وخت اخلي.
حقوقپوهان په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د وردګو له پېښې یوه نیمه میاشت تېرېږي او لا یې هم لومړنۍ څېړنې نه دي بشپړې شوې.
د وردګو والي حیات الله حیات وايي دی پر خپله ژمنه ولاړ دی او ولسمشر هم ویلي چې د اوتړیو د پېښې عاملین به علني محاکمه کیږي.
حیات سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، که څه هم تر اوسه د اوتړیو د پېښې د تورنو دوسیه محکمې ته نه ده تللې؛ خو لامل یې لا زیاتې او شفافې څېړنې دي.
نوموړی وايي، تورن کسان اوس کابل ته استول شوي او په پوځي زندان کې ساتل کیږي، چې څېړنې یې هم د ۲۰۳ قول اردو له لارې چې په ګردیز کې موقعیت لري پر مخ وړل کیږي.
حیات همدراز زیاتوي، دده د معلوماتو پر بنسټ تورنو کسانو په نورو کسانو ادعا کړې، ځکه هغوی تر قومانده لاندې وو، نو ځکه څېړنې اوږدې شوې او تر اوسه دوسیه محکمې ته نه ده تللې.
والي وايي د قربانیانو له کورنیو سره اوونۍ وړاندې لېدنه کې یې هغوی ته ویلي، چې که د وردګو وکیلان له ژمنې سره سم د وارثینو لپاره مدافع وکیل نه شي چمتو کولی دی په خپله چمتو دی دغه موضوع ته مدافع وکیل ونیسي.