راتلونکې دوشنبې په کابل کې د سولې د پروسې په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65881
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-15

ټاکل شوې ده چې راتلونکې دوشنبې په کابل کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړه شي. د افغان دولت د اجرائیه ریاست مرستیال جاوید فیصل وايي چې د دې غونډې لپاره پوره چمتوالی نیول شوی او د سولې د پروسې د پیل لپاره به پر ټولو لارو چارو خبرې وشي. په دې غونډه کې د افغانستان سربېره پاکستان، متحده ایالات او د چین استازي ګډون کوي. تر دې مخکې دې ته ورته غونډه تېره دوشنبه په اسلام کې وشوه.