د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له پاکستان سره د ترجیحي سوداګرۍ تړون د افغانستان پر زیان بولي.
دغه خونه له افغان دولت څخه غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان سره د ترجېحي سوداګرۍ تړون لاسلیک نه وکړي.
د ترجېحي سوداګرۍ تړون هغه تړون ته ویل کېږي چې دوه یا څو هېوادونه د سوداګرۍ په برخه کې د محدودیتونو د لرې کولو او په ځانګړې توګه د ګمرکي تعرفې د کمولو یا بېخي صفر ته راښکته کولو په موخه یې لاسلیکوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې د ترجېحي سوداګرۍ دوه اړخیز تړون «PTA» په اړه له افغانستان سره خبرې روانې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر د تېرې پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې د دغه تړون په اړه لومړني کارونه پیل شوي دي.
د هغه په وینا د ترجېحي تړون مسوده یې د ډیپلوماټیکو چنلونو له لارې افغان لوري ته استولې ده او تمه ده چې افغانستان به د یوې میاشتې په اوږدو کې خپل ځواب ور ولېږي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وايي چې له ګاونډي هېواد افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه یې جدي هلې ځلې پیل کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له پاکستان سره د ترجېحي سوداګریز تړون د جزیاتو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې راتلونکې میاشت په کابل کې د اپټیکا دوه اړخیزه غونډه جوړېږي.
اپټیکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیز ټرانزیټي تړون «اپټا» تخنیکي غونډه ده چې په هرو دوو میاشتو کې یو ځل جوړېږي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي چې د اپټیکا په غونډه کې به پر ستونزو او وړاندیزونو بحث او خبرې وشي.
خو تر دې شاوخوا یوه میاشت مخکې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري د ولسي جرګې په غونډه کې له پاکستان سره د دغه ډول یوه تړون یادونه کړې وه.
نوموړي ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ګډه غونډه به د ترجېحي سوداګریز تړون په اړه خبرې وشي.
د هغه په وینا افغانستان دغه ډول تړونونو ته اړتیا لري، ځکه چې افغانستان لا هم له پاکستان سره د سوېلي اسیا د سوداګرۍ تړون «سفټا» په چوکاټ کې راکړه ورکړه کوي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړي له پاکستان سره ترجېحي سوداګریز تړون د افغانستان پر زیان بولي.
د دې خونې د عامل پلاوي مرستیال خانجان الکوزی وايي دغه ډول تړون د افغانستان لپاره هېڅ د منلو وړ نه دی، ځکه چې په ترجېحي تړون کې پر سوداګریزو توکو ګمرکي تعرفې لرې کېږي.
هغه همیانۍ ورځپاڼې ته وویل:«په داسې حال کې چې افغانستان ۱۰ سلنه صادرات او ۹۰ سلنه واردات لري، څنګه امکان لري چې له پاکستان سره دا ډول یو تړون ولرو.»
الکوزي دغه ډول تړونونه یوازې د پاکستان په ګټه وبلل او زیاتوي چې پاکستان په دې توګه غواړي افغانستان ته خپل صادرات چې اوس شاوخوا دوه میلیارده ډالر کېږي، څو برابره ډېر کړي.
دی وايي، چې تر اوسه یې د دغه تړون په اړه په حکومت او له حکومت څخه بهر څه نه دي اورېدلي، خو که داسې کوم څه وي؛ نو خصوصي سکتور او سوداګر به یې کلک مخالفت وکړي.