شايعه د اروايي جګړې خطرناکه څنډه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65892
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-16

سريزه: په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په کابل د افغان دولت د مخالفینو له لوري حمله کېږي دا هغه شایعه وه، چې څو اونۍ وړاندې په کابل کې وچلېده او کابل ښاریان یې له اروايي اړخه سخت نارامه کړي وو. داسې څو ځله په غزني او هلمند ولایت کې هم وشول. په هر صورت څومره سمه او څومره ناسمه وه کار نه پرې لرو، خو یوه خبره ډېره جدي ده چې نن سبا د شایعې بازار ډېر ګرم دی او د خلکو اروا ځوروي. شایعه داسې یوه پدیده ده چې د تېرو اورېدل شوو عمومي افکارو پر بنسټ جوړېږي او کېدای شي له خبر او یا هم له یوې بې بنسټه هیاهو او غوغا څخه رامنځ ته شي. شایعه یو تر ټولو لویه رواني او ټولنیزه پدیده ده چې ارواپوهان او ټولنپوهان پرې وخت ناوخت ځینې څېړنې او لیکنې کوي، ځکه چې له شایعې د متقابل غبرګون په څېر په ورځني ژوند کې کله ناکله کار اخیستل کېږي. شایعه بېلابېل ابعاد لري او په جګړې، قحطۍ، طبیعي پېښو او داسې نورو ورته حالتونو کې یې اړخونه نور څنګ او څټ هم پيدا کوي او پېچلي کېږي. که څه هم ټولنیز اغېز یې لا تر اوسه په پوره توګه نه ده څرګنده شویؤ خو په ناعادي حالتونو کې ډېری په ټولنه کې رامنځ ته کېږي او د خلکو په اړیکو او ژوند خپله اغېز شیندي او رڼا ورځ پرې توره شپه کوي. ما په دې اړونو په ۲۰۱۴ کال هم یوه لیکنه کړې او دا مسئله مې خپلو هیوادوالو سره شریکه کړې وه، چې په اړوند یې څه ناڅه چمتو وي او په ورځنیو چارو کې یې اغېز کم شي دا دی اوس یې هم اړینه بولم چې په اړوند یې لږ نور هم په مفصل ډول تاسو سره دا لاندې څېړنیزه مقاله شریکه کړم. شايعه د تاريخ په اوږدو کې: شایعې د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو ټولنو د وګړو پاملرنه ځان ته جلب کړې. د لرغوني روم امپراتوران تر دې حده په شایعو روږدي ول، چې آن د خپلې امپراتورۍ پر مهال یې ځینې ډلې د خبر ټولوونکو په نوم ګمارلې وې، چې د خلکو منځ ته به تللې او هر هغه څه به یې چې اورېدل د امپراتور ماڼۍ ته به یې وړل او د اړتیا په وخت کې به یې خپله هم شایعې خپرولې. توسیدید(Thucydide) چې د ۳۹۵- ۴۶۰ له میلاده وړاندې کلونو د یونان د تاریخ یو تر ټولو لوی تاریخ لیکوونکی دی په دې اړه همدا راز لیکي، چې د رومیانو دښمن یو ځل شایعه خپره کړه چې د یونان کوهيان په زهرو ککړ شوې او همدا ډول د سقراط په اړه لیکي چې نوموړی هم د شایعې په وسیله چې ګنې ځوانان به یې بې لارۍ او پاڅون ته هڅول ووژل شو. الله(ج) د احزاب په سوره کې شایعه اچوونکي له منافقانو سره چې په زړونو کې یې ناروغي او ناپاکي وي برابر کړي. علامه طباطبايي د المیزان په تفسیر کې شایعه اچوونکي په مرجفین تعبیروي او شایعې ته ارجاف وايي او ارجاف بیا له رجف څخه اخیستل شوې، چې د لړزیدو په مانا ده یانی هغو خبرونو ته ویل کېږي، چې د خکلو زړونه لړزوي او خواشیني کوي یې. په قران کریم کې هم د شایعې په اړه، چې کفارو به د اسلام د خپراوي په وړاندې کولې یادونې شوي، چې د حضرت محمد(ص) په اړه خپره شوې وه چې ګنې شاعر دی او دا هرڅه چې د قران په نامه یې وايي د هغه خپل شعرونه دي. د بې بې عایشې (رض) د بې ابرو کول یوه بله شایعه ده، چې په یوه غزا کې منافقانو خپره کړه او ډېر صحابه کرام او خپله حضرت محمد(ص) یې پرې وځوراوه، همدا ډول د بې بې مریم، حضرت یوسف او دا ډول ډېرې نورې بیلګې هم شته، چې شایعه د تاریخ په اوږدو کې خپل شتون پرې جوتولی شي. کولای شو ووایو چې شایعه نظر هغې وړتیا او غښتلتیا ته چې لري یې د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل فرهنګونه او تمدونونه سره همغږي کړي، خپاره کړي او جنګولي او توانېدلې چې خپل شته والی وساتي. یو رومي شاعر ویرژیل له میلاده یوه پېړۍ وړاندې د شایعې او د هغې د چټکتیا په اړه ویلي وه:”اې شایعې! له تاپرته بل ګړندی او چټک شیطان نشته ته چې هرڅومره پر وړاندې ځې په هماغه کچه دې ورانونکی ځواک ډېرېږي “. دافغانستان له لروغوني تاریخ که تیر شو او لږ تر لږه معاصر تاریخ یې هم ولولو نو د شایعې بېلابېلې بېلګې به په کې ومومو او راته ثابته به شي چې نیواکګرو او بیرغلګرو ځواکونو له افغانانو سره د جګړو او مبارزو پر محال څه شایې او د وخت په الفاظو افواه او پروپاګندې خپرولې: کله چې افغانانو په دویمه نړیواله جګړه کې انګریزانو ته ماتې ورکړه نو انګریزانو شایعه خپره کړه چې دا یو مذهبي جنون وه. کله چې په میوند کې انګرېزانو ته ماتې ورکړل شوه نو انګریزانو شایعه خپره کړه، چې سردار عیوب خان له هرات څخه دوی ته یو لیک استولی وه، چې که انګرېزان قندهار دته وروبښي نو سردار عیوب خان به د دوی په چوپړ کې وي، کله چې انګریزانو دا کار ونه کړو نو عیوب خان لښکرې رامیدان ته کړې او د میوند پېښه رامنځ ته شوه، دا په داسې حال کې وه، چې عیوب خان به چې کله مجبوره شه چې په هندوستان کې انګرېزانو ته د ستړي مشي په انداز لاس ورکړي نو بیا به یې لاسونه مینځل او داسې به یې انګېرله چې ګنې لاسونه یې مردار شول او نورو افغانانو ته به یې هم ویل، چې کوم لاس چې دښمن ته ورکول کېږي باید پاک شي. غبار لیکي چې انګرېزانو نظر له هغې کرکې، وېرې چې له افغانانو څخه یې درلوده نېږدې سل کاله له نظامي او سیاسي یرغلونو سره سره د خپلو پروپاګندو په وسیله، چې موخه یې هماغه شایعه ده د افغانستان پر وړاندې کار واخیست او افغانان یې پرې وځپل چې آن تر ننه هم افغانستان چې ۲۰۱۵ کال دی خپله اصلي څېره نړۍ ته نده ورښودلې ځکه چې د غبار په اند د انګرېزانو د شایعو او تبلیغاتو پرده دومره ضخیمه وه چې آن د ګاونډیو هېواودنو لیکوالو او موریخینو هم چې له افغانستان سره دیوال په دیوال هم دي له انګرېزانو الهام اخیستی او ددې پر ځای چې خپلو عیني تجربوته پام وکړي خپل اصالت وساتي، خپله نوښت وکړي خپل انځور ولري، فکر وکړي او هرڅه خپله وڅېړي تل یې د انګرېزانو له استعماري هندارو افغانستان ته کتلي. غبار په افغانستان در مسیر تاریخ کې لیکي چې په(۱۸۴۶)ز کې د دوست محمد خان پر ضد د ننګرهار په اشپان او ماماخیلو کې خلکو پاڅون وکړ، نو دوست محمد خان مجبوره شو، چې وزیرمحمد اکبر خان سیمې ته واستوي او وزیر اکبر خان هم چې نور د دوست محمد خان له پاچاهی تر سپږمو پورې راغلی وه د امیر دا امر یې ومانه او ختیځ ته لاړ هلته یې خلک ارامه کړل او بیا د سند لور سرحد ته لاړ هلته یې سکهه مغلوب کړ، خو دوست محمد خان دا هر څه نه غوښتل او د اکبر خان په مخنیوي پسې راووت په همدې وخت کې اکبر خان تبه کوي او د یوه هندي طبیب په زهرجنو ګولیو مسموم او مري بیا د مزار په روزه کې خاورو ته سپارل کېږي. په همدې وخت کې د خلکو تر منځ شایعه(افواه) خپرېږي، چې دوست محمد خان د هغه سیاسي مخالفت له امله چې له اکبر خان سره یې درلود مسموم او مړ کړی. شايعه څه ده: شایعه په لغت کې هغه بې اره خبر دی چې د وګړو ترمنځ د ژبو پر سر وي، خو له اروايي اړخه شایعه هغه پيغام ته ویل کېږي، چې د ټولنې په وګړو کې خوله په خوله کېږي لیکن واقعیتونه یې نه مني. حمید هاشمي په خپل قاموس فرهنګ حمید کې لیکي چې شایعه په لغت کې هغه خبر دی چې له ډاډ، روغتیا او روڼتیا پرته په خلکو کې خپرېږي. شایعه هغه پيغام ده چې د خلکو تر منځ رواج مومي؛ خو واقعیتونه یې نه تاییدوي. څوک چې د یو څه په اړه دبېړنیو معلوماتو غوښتونکي وي او لاس رسی نه ورته پيدا کوی شي نو په شایعو بسیا کوي او مني یې که د تعصبونو پر بنسټ وي او کرکې توجې کړي نو د خپراوي لاره یې لا ډېره هوارېږي. شایعه هغه پيغام دی چې په غېرې رسمي ډول یانې خوله په خوله لېږدول کېږي او په داسې یوې موضوع پورې اړه پيدا کوي، چې د سموالي او ناسموالي څېړنه یې ستونزمنه وي. شایعه کې ډېره هغو څیزونو ته ځای ورکول کېږي، چې وګړو ته ډېر اهمیت ولري. کیدای شي په شایعه کې ځینې برخې حقیقت ولري خو د شایعې موخه دا ډول نه وي او تل ناسمه ثابته شوې. نوي علوم په ځانګړې ډول د اړیکو علم شایعه هغه غېرې رسمي او نامعتبره خبرې اترې بولي، چې د سمو اطلاعاتو پر بنسټ نه وي ولاړې او یام هم سم اطلاعات دومره په کې خوله په خوله او تحریف شوي وي، چې خپل اصلي حالت یې له لاسه ورکړی وي او د لومړۍ سرچنې په څېر نه وي. شایعه هغه پروسه یا لړۍ ده چې د هغې په وسیله ځینې ناسم خبرونه، پرته له دې چې سرچینه یې معلومه وي بلکې له اغراق او لمسون څخه په ډک حالت خپرېږي او داچې څوک یې نه تاییدوي او سرچینه یې هم نوي نو دا خپله د وګړو لپاره انګېزه ګرځي او د هرچا تلوسه ورته پيدا کېږي. د پورتنیو تعریفونو د منځپانګې په لوستلو او د پوهانو نظرونو او اندونو ته په کتو دې پرېکړې ته رسېږو چې د آل پورت، ګردن او پستمن لیو دا لاندې تعریف تر ډېره برېده یو معقول تعریف دی چې داسې وايي:”شایعه هغه ګزاره(موضوع) یا ګمان دی چې دثابتولو لپاره یې ډاډمن دلایل شتون ونه لري چې دغه ګمان ډېره ځله په شفاهي ډول له یوه کس څخه بل کس ته لېږدول کېږي “. د آل پورت او نورو ملګرو دا تعریف نور ارواپوهان هم تر ډيره منلی. شايعه څه وخت دود ګرځي؟ شایعه هغه مهال ډېره دود او موډ ګرځي چې وګړي د یوې موضوع په اړه لېوالتیا ولري او سرچینو ته هم لاس رسی نشي پیدا کولی. کله چې یو شمېر کسان د یوې موضوع په اړه خبرونو او مالوماتو ته اړتیا پیدا کوي نو هر ډول خبرو ته غوږ نیسي او هر راز اطلاعاتو ته لاس اچوي او په خپلو کې یې خپروي. کله چې په یوه ټولنه کې واقعیتونه له وګړو پټ او په پرده کې وي یا یې هم روڼتیا وګړو ته پېچلې او مبهمه وي او رسنۍ هم سر نه وي پرې ګرولی نو د شایعو لپاره زمېنه برابرېږي. په ځینو ټولنو کې لکه افغانستان ډېر ځله رسنۍ هم د ځینو بهرنیو استخبارتو او رسنیو په اوتوبوتو مانا شایعو شخوند وهي او په یوه ډول استعمالېږي. ارواپوه هدایت الله ستوده د ډوب (Doob) له قوله لیکي چې د شایعې په خپراوي کې دوه لاملونه ډېر مهم دي، چې یو اهمیت او بل ابهام دی. اهمیت: د شایعې په اړوند لیوالتیا هم د شایعې ویونکي او هم اورېدونکي ته اهمیت لري. ابهام: دیوې موضوع په اړوند ابهام هم تر ډېره بریده د شایعې په خپرونه کې مرسته کوي او بله دا چې ابهام د یوې موضوع په اړوند د دوه یا له دوه ډېر تعبیرونه شته والي ته وايي. له دې خبرې څخه داسې ښکاري چې پورتني دوه لاملونه به د شایعې د خپرېدو تر ټولو مهم لاملونه وي ځکه چې دا خبره موږ هم تجربه کړې چې کله یو عادي جریان یا څه ګورو چې ابهام نه لري نو کومه تلوسه نه ورته پيداکو، خو که همدغه خبره یا شایعه د ۱۳۸۹کال د وږي د اوویشتمې نیټې د ولسي جرګې په اړه وي نو په دې خبره کې ابهام شته چې ګنې په ټاکنو کې به درغلۍ، لاسوهنې او ... شوي وي ځکه چې دا پروسه په ځینو برخو کې د خلکو له نظره پټه ده او شک پرې کیدای شي، نو ځکه په کې د شایعو امکان شته او تر ډېره بریده ورته زمینه برابره ده او دویمه دا چې د ټاکنو موضوع زموږ د ټولنې وګړو ته ډېر اهمیت هم لري. د شايعې مشتريان: هره شایعه د خپرېدو او په وګړو کې د منلو لپاره ځانګړي مشتریان لري د بېلګې په ډول د مالي چارو شایعې د هغو کسانو لپاره ډېرې د اهمیت وړ دي، چې د هغو کاروبار مالي چارې وي او شایعې یې په یوه ډول له ګټو سره اړیکي ولري او اغېزمن یې کړي لکه نن سبا د ډالرو د بیې پورته تلل. نو له دې امله د انسان هره اړتیا د شایعې په منځپانګه او ځواک ځانګړې اغېز شیندي په دې مانا که یو هټۍ وال د نرخونو له لوړوالي تر پوزې راغلی وي نو د نرخونو د راولېدلو په اړوند شایعو ته ډېر چمتوالی لري او لیوالتیا ورته ښیي نظر هغه کس ته چې د یوه بزګر په حیث د خپلې زمکې محصولات په هټۍ وال پلوري. د شایعې جریان یا پروسه یوه ټولنیزه پروسه ده چې د یوې ټولنې یو غړی کیدای شي په بېلابېلو ونډو او نقشونو کې راڅرګند کړي؛ ځینې کسان داسې دي چې یوازې پيغام راوړي او په هغه څه اعتماد کوي او تکیه پرې کوي او نورو ته یې هم لېږدوي، ځینې کسان بیا داسې وي چې د مشکوکو کسانو په څېره کې راڅرګندېږي او هغه څه چې اوري شک پرې کوي همدا راز ځنې بیا داسې دي چې د شایعو تعبیر، تفسیر او شننو ته مخه کوي او په دې هڅه کېږي چې د راتلونکو پېښو په اړه پوه شي او د احتمال په صورت کې خپله پریکړه او چمتوالی ونیسي. د اړیکو پوهان بیا د شایعې مشتریان یا مخاطبان په څلورو ډلو ویشي، چې په لاندینیو څو کرښو کې به یې درسره شریک کړو. لومړی ډله هغه کسان دي چې د شایعې له اورېدلو سره سم ددې پرځای چې پيغام په خپل وخت له بل چا سره شریک کړي یا یې د کره والي او ناسم والي په اړه سپړنه وکړي هغه څه نورو ته لېږدوي چې خپله یې اورېدلي او دا خبره طبیعي ده چې د نه پاملرنې، هېرېدنې، هیجان او داسې نورو حالتونو له امله تر یوې کچې به په پيغام کې دخل او تصرف هم کېږي. دویمه ډله د موضوع په اړه چې د شایعې په جامه کې خپره وې د درک اړین صلاحیت نه لري، خو د نظر د خاوندانو رایې باندې تکیه کوي او هڅه کوي چې د موضوع تل (حقیقت) ته ځان رسوي. درېیمه ډله هغه کسان دي چې د شایعو لپاره په هر کلي ولاړوي او ځانونه د هغو کسانو په څېر کوي د کومو په څېر چې خپله شایعې خپروي او خپله هم د شایعو په خپرولو سرفه نه کوي. څلورمه ډله هغه پوه او خبر انسانان دي چې نه یوازې دا چې هرې ببولالې ته غوږ نه نیسي بلکې پر وړاندې یې درېږي او مخنیوی یې هم کوي. د شايعې ډولونه: د ارواپوهنې او ټولنپوهنې څېړونکي د شایعو لپاره بېلابېل ډولونه ورکوي خو تر کومه چې ټولنېز اړیکي یو له بله سره تړلي او د انسانانو انګېزې هم توپیر سره لري نو نشو کولای چې شایعې په اړینه توګه سره وویشو، خو بیا هم وایو چې شایعې معمولاً به دوه ډوله دي یو ډول د وخت له مخې او بل ډول د انګېزې له مخې وي، چې په خپله په درېو درېو ډولو ویشل کېږي: • بیدونکي شایعې بیدونکي شایعې هغه شایعې دي چې ډېرې هوسا خپرېږي او وګړي هغه پټې یو بل ته په غوږونو کې د وربنګیدلو په وسیله لېږدوي. دغه ډوله شایعې په انفعالي ډول منل کېږي. دا شایعې په څرګند ډول بې غږه او بیدونکې وي او دا حالت اعتماد او ډاډ له منځه وړي او پایله هر چېرته خپروي. • سوځنده شايعې سوځنده شایعې داسې دې لکه اور چې په درمند ورلږېږي او په ډېر لږ وخت کې خورا ډېرې کودې سوځي، ټولې هغه شایعې چې د طبیعي پېښو، ناورینونو، بریالیتوبونو، ماتو او د جګړو پر مهال خپرېږي له همدغو شایعو څخه وي. دا چې دا شایعې تر ډېره بریده عاطفي او هیجاني لنګر لري نو په ناڅاپي توګه د وېرې، وحشت، خښم او یا هم خوښۍ لامل ګرځي او غبرګون یې هم ډېر ګړندی او چټک وي. • لاموبوزنې شايعې لامبوزنې شایعې هغه شایعې دي چې د یوه وخت لپاره دود ګرځي؛ ځواکمنېږي او بیا بېرته لکه یو لامبوزن د اوبو تل ځي او پټې پاتې کېږي تر هغې چې بیا زمینه ورته برابره شي او بیا د شایعې په څېره کې راڅرګندې شي هغه خبرې چې په ځنګلونو کې د پېریانو، شیشکو، زهرجنو اوبو او سبو، وحشي انسانانو، د ماشومانو د تښتونې، په ښځو د جنسي تېري او داسې نورو موضوګانو په اړوند خپرېږي له همدغو شایعو څخه دي. آلپورت اوپستمن په خپل کتاب (د شایعې اروپوهنه) کې یوه ډېره ښه بېلګه راوړي چې درسره شریکه به یې کړو: ”په لومړۍ نړیواله جګړه د المان پوځ یو سرتېری اسیر کړی وه، هغه خپلې کورنۍ ته په یوه لیک کې ولیکل چې له لیک سره چې کومه دمبوره ما درلېږلې هغه ماته کړﺉ او ویې ګورﺉ؛ د سرتېري کورنۍ چې لیک پرانیز نو حیران شوه چې زموږ زوی خو هیڅکه هم دمبوره نه خوښوله خو بیا یې هم دمبوره پرانیستله او ویلیدله چې پرې لیکل شوې وه الماني پوځ د سرتېري ژبه غوڅه کړې“. دغه شایعه په دویمه نړیواله جګړه کې هم دود شوه په داسې حال کې چې دا خبره په دوه دلیلونو غلته وه یو دا چې د اسیرانو لیکونه له دمبورو سره نه لیږل کیدل او بل دا چې د طب له اړخه که څوک د چا ژبه پرې کړي ژرترژره باید په جراحي عمل ترسره شي له دې کاره پرته د وینې له تللو انسان له مرګ سره مخامخ کېدای شي. شايعه د انګېزې پر بنسټ: • شیطاني شایعې شیطاني شایعې هغه شایعې دي چې له وېرې او ډار څخه ډکې وي کله چې د یوې ټولنې وګړي له کوم څه ډارېږي لکه په کندوز، غزني او کابل حملې، نو دې ته چمتوالی پيداکوي چې شایعې ومني ځکه چې ډار ورسره وي. څو کاله وړاندې په کابل کې شایعه شوه چې بیګاه شپې ته یوه شدیده زلزله کېږي چې ډېرې ماڼۍ او کورونه به ونړوي هغه شپه کابل ښاریانو او په ځانګړې توګه د مکرویانونو اوسیدونکو ټوله شپه له خپلو کورنو په بهر کې په ویښه تېره کړه کله چې رسنۍ په دې شایعې خبرې شوې نو پرله پسې یې پيغامونه خپاره کړل چې دا ډول خبر هیڅ نړیوالی او ملي اړوندې ادارې نه ده تصدیق کړی او یوازې یوه شایعه ده د دې شایعې سرچینه څرګنده نه شوه او یوازې دومره ویل کیدل چې کوم چا ته یې خپلوانو له پاکستانه ټیلفون کړی وه. • ډارونکې شایعې دا ډول شایعې ډېر ځله په دې موخه ترسره کېږي چې وګړي وګواښوي او وېره ورته پيدا کړي د دې ډول شایعو منځپانګه ډېر داوي چې وګړوته یو ډول تخیلي وېره پيدا کړي. د بېلګې په ډول په یوه ښار کې وګړي مظاهره کوي او دولت په دې موخه چې وګړي وویروي اختارونه خپروي چې که څوک لارو او کوڅو ته راووزي نو زندان کې به یې واچوي او شکنجه او ربړونې به ورکړي. یا دا چې په یوه کلیواله سیمه کې د دولت مخالفین په یوه شپه پاڼه کې لیکي چې که څوک له دولت سره مرسته وکړي یایې جاسوسي وکړي نو سر به یې ترې غوڅ کړي. • رویايي(خیالي) شایعې هغه شایعې دي چې د وګړو تر منځ د هیلمندۍ لپاره خپرېږي دا ډول شایعې وګړي هیلمندو تخیلونو او فکرونو ته ورټېل وهي. دا شایعې وګړو ته د ښه احساس د ورکولو لپاره خپرېږي او ډېرې هغه مهال دود ګرځي چې په یوه ټولنه کې جګړه، طبیعي پېښه او ناورین روان واوسي. شايعه ولې منل کېږي؟ هره شایعه او اوازه د خپراوي او منلو لپاره له خپلو اورېدونکو(مخاطبانو) سره اړیکو ته اړتیا لري. د انسان هره اړتیا او غوښتنه شایعې ته ځانګړی ځواک او واک ورکوي. هغه لاملونه چې د شایعې په منلو او خپرولو اغېز کوي په لاندې ډول دي: ۱. کرکه: کرکه کولای شي د شایعې د منلو یو لامل شي، څوک چې له چا کرکه لري د هغه په اړه په خپل ذهن کې ناوړه تصویرونه انځوروي او پرته له کوم دلیله د نوموړي په اړه منفي خبرونه مني او د دغه ډول شایعې په اړه په واقعیت کې غچ وي. ۲. توجیه: توجیه ډېر ځله د شایعې د منلو په برخه کې اغېز کوي او منل کېږي په دې مانا کله چې د نورو وګړو په اړه ښه نظر نه لرو نو د هغوی په اړه ناوړه شایعو باندې باور کو او ځان ته توجیه ورکو چې ګنې موږ خو ښه یو که دا توجیه ونه لرو او ځان هم ملامت کړو نو د شایعې منل تر یوه حده د منلو وي. په ۱۳۶۹ لمریز کال په امریکا کې یوه څېړنه وشوه او څېړنې دا وښوده چې هغو کسانو چې نژادي تبعیضونه لرل د تورپوستو په اړه یې ډېرې شایعې منلې وې ځکه چې په دې یې خپل ځانونه هم غوره یا توجیه کړي وه چې تورپوستي ضرور بدکاره او ناوړه انسانان دي. ۳. دسکوت ماتول: شایعه کله نا کله د سکوت د ماتولو لپاره کارول کېږي د بېلګې په ډول څو خپل خپلوان یوې میلمستیا یا غونډې ته تللي او تر دې چې د میلمستیا خواړه راشي یا نور میلمانه هم راپوره شي سره یوځای کېږي او دا چې د څه ویلو لپاره څه نه لري نو وايي:”ایا اورېدلي مو دي چې...“ له همدې خبرې سره د شایعو د جوال خوله پرانیستل کېږي او سکوت ماتېږي او هر میلمه د دې لپاره چې ځان خبر او په اصطلاح اوقي او له حالاتو خبر څرګند کړي نو په خبرو یوه خبره بله هم ورزیاتوي او بحث تودېږي آن دا چې د وخت تېرېدل هم نه احساسوي، یا په ټکسي کې کینی او غواړی د ښار یوې سیمې ته ځی له لږ ځنډ وروسته موټر له تاسو پوښتې “څه خبري دي وروره په دولت کې؟” او په دې خبره د موټر دننه سکوت ماتېږي او خبرې چې ډېر د شایعې بڼه لري پيلېږي ۴. د واقعیتونو تحریفول: شایعه له یوې خولې تر بلې خولې پرله پسې تحرفېږي تر دې چې لومړی لاس شایعه تر څو نورو لاسونو پورې ډېر توپیر پيدا کوي آن دا چې که کوم څوک شایعه له څو لاسونو وروسته بېرته لومړي کس ته کیسه وکړي نو کیدای شي لومړی کس بیخي حیران پاتې شي او کیدای شي له خندا یې بډوډي خوږ شي! ارواپوهانو یو وخت د حافظې په اړه یوه څېړنه کړې وه او د یوه ټولګي زده کوونکي یې په څو ډلو وېشلي وه او لومړۍ ډلې ته یې یوه کیسه کړې وه بیا زده کوونکو کیسه بلې ډلې او بیا بلې ډلې کیسه بلې ډلې ته کړې وه، د څېړنې په پای کې ارواپوهان دې پایلې ته رسېدلي وه چې زده کوونکو د کیسې په اصله منځپانګه کې زمکه او اسمان بدلون راوستی وه ډېرې برخې لرې او ډېرې ورزیاتې شوې وې. که څه هم څېړنه د حافظې په اړوند شوې وه خو مالومه شوه چې حافظه هم د شایعې په پروسه کې په څرګند ډول ونډه لري او خبره مو د شایعې د د پروسې تر سرلیک لاندې کرښو کې هم ویلي وه. ۵. ځانښودنه: ځان ته د خلکو د پاملرنې د جلبول هم په شایعه اغېز کوي. دا چې یو څوک غواړي چې د خپل ټولنیز اعتبار پيداکولو لاره جوړه او زمینه برابره کړي شایعه جوړوي خپروي یې او په دې ډول خلکو ته ښیي چې ګنې ډېر پوه انسان دی یا کیدای شي په دې ډول خپل ساعت او وخت تېر کړي یا نور له ځانه سره بوخت وساتي. ۶. زیان رسونه: کله دا هم کیدای شي چې څوک چاته د زیان رسولو په موخه شایعه خپره کړي یایې جوړه کړي په بل عبارت دا چې یو څوک کیدای شي د یو چا د رټلو، غیبت او ځان لپاره د ډال په څېر کارولو هوډ ولري او په دې ډول شایعه جوړه کړي. ۷. فرافګني: فرافګني د فروید د ارويي شننې د مکتب یوه اصطلاح ده، ځینې وختونه داسې هم پېښیږي چې یو انسان ځپلې وېرې، هلې او دښمنۍ نیغ په نیغه نشي ویلی او د یوې شایعې بڼه یې له وجوده په خپل سر راوزي او کیدای شي چې له دې وېرو، هیلو او دښمنیو خپله هم خبر نه وي. چې دا کړنه فرافنګني نومول شوې او دا شایعې د فرافګنۍ شایعو په نوم یادېږي. ۸. مبالغه او لویونه: شایعه سره له دې چې تحریفېږي له مبالغې سره هم لاس او ګریوان ده. شایعه که دروغ هم نه وي لږترلږه لوی واقعیت خو ګرځېدلی دی. د بېلګې په ډول که د کوم وزارت په اداره کې کومه لفظي شخړه وشي وروسته له څو د څو کسانو له خولې په خولې کیدنې وروسته او یو بل ته له ویلو څخه کیدای شي دا خبره په وګړو کې شایعه شي چې د یوه وزارت په اداره کې یوه لویه شخړه شوې او څو تنه په کې مړه او ټپیان شوي. دا خبره که رسنۍ ونه شاربي نو کیدای شي شایعه خپرون کې لویه غوغا ترې جوړه کړي او کیدای شي د شایعه خپرونکو موخه دا وي چې ګنې دوی له هرڅه خبر دي او له لویو چارواکو سره اړیکي لري. لویونه د انسانانو یوه ذاتي لیوالتیا ده او زموږ تاسو ډېرو په وجود کې دا ځانګړنه شته او د شخصیت یوه برخه مو ده، لازمه نه ده چې د خپلې خودخواهۍ په خاطر د يوې ټولنې وګړي د بدبختیو تل ته ورسوو. موږ ته خوند راکوي چې یوه شمېرنه، پېښه او ناورین لوی او غټ وښیو او دغه کار له دې امله ترسره کوو چې دا مو عادت دی او یاهم له دې امله چې سمه پاملرنه مو نه ده کړې یا مو هم مالومات کم دي یا هیڅ یو له دې لاملونو؛ بلکې ددې لپاره چې پاملرنه مو جلب کړي وي او له خپلې اغېزې لاندې مو څوک راوستلي وي دا کار ترسره کوو. ددې کار دلیل هر څه چې وي وي به خو دشایعې په خپرولو ډېر اغېز کوي. له شايعې سره څنګه مقابله وکړو؟ په پورتنیو څو کرښو کې مو چې وویل شایعه کیدای شي ستونزې، ربړې او فاجعې وزېږوي، دا چې څنګه د شایعو په وړاندې مبارزه وکړو او مخه یې ونیسو نو اړینه ده چې ځینې طریقې په پام کې ونیسو. تر څو د شایعې په مخنیوي او خنثا کولو کې ګټه ترې واخلو چې دا بیا خپله په دې پورې هم اړه لري چې د شایعې رواني او ټولنیزه منځپانګه او هغه انګېزه چې شایعه د هغو پر بنسټ طرح شوې ډېره مهمه او اړینه خبره ده. پوهان له شایعو سره دمخامخ کېدو او له اغېزو څخه یې په امان کې د پاتې کیدو لپاره ځینې لارښونې کوي چې سره شریکې به یې کړو: له خبرو او پېښو نه د ابهام لرې کول: له خبرونو، پېښو او جریانونو د ابهام لرې کول او وګړو ته دحقایقو رسول او همدا راز په پېښو رڼا اچول او سپيناوی هغه هم په موقع او وخت سره د ډېرو لویو ستونزو څخه چې له شایعې څخه پيداکېږي مخنیوی کوي.موږ وړاندې هم وویل چې ابهام د شایعې د خپرولو یو لوی لامل دی نو ښه ده چې ابهام له منځه یوسو او شایعه په نطفه کې خنثا کړو. شایعې د جګړې پر مهال ډېرې خپرېږي نو اړینه ده چې رسنۍ په ډېر مهارت او پرانیستو سترګو وکورو او پر حقایقو ښه سر خلاص کړو خو کومې رسنۍ؟ دا لا ما ته هم یوه پوښتنه ده. وګړو ته د ذهني مشغولا پيداکول: بیکاري او وزګاري په انسانانو کې ځینې غبرګونونه زېږوي له ډک او بوخت ذهن نه خالي ذهن ډېر دې ته چمتو کوي چې شایعه ومني، څوک چې ذهني بوختیا نه لري پر شایعو باور کوي او خپروي یې تر څو ځان ته بوختیا پيداکړي او بوخت او خوښ شي دغه وضعیت په کلیو، هجرو او پیتاویو کې په ښکاره لیدل کېږي نو د دې لپاره چې د لاسونو بیکاري د ژبې د فعالیت لامل ونه ګرځي او د شایعې لپاره زمینه مساعده نه شي نو اړینه ده چې د ذهن او جسم لپاره سالمې بوختیاوې برابرې او له شایعو مخنیوی وکړو. د ټولینز فرهنګ ځواکمنول: که په یوه ټولنه کې شایعې ډېرې دود وي نو دا حالت دا مانا ورکوي چې په یاده ټولنه کې ټولنېز فرهنګ ډېر کمزوری دی نو که موږ غواړو چې له شایعو په امان کې واوسو نو اړینه ده چې د فرهنګ د رغولو په عناصرو فکر وکړو او د فرهنګ رغول سره له واړه پیچتاو چې لري یې وڅېړو او پراخه کارونه ورته وکړو. په دې کارونو کې به زموږ یو مهم کار دا وي چې وګړي د شایعو له زیانونو څخه خبر کړو او لارښونه ورته وکړو چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په امریکا کې ډېرې شایعې خپرېدې او خلک ېې له ډېرو ننګونو سره مخ کړي وه، په دې وخت کې د”ر.ج.کارین“ په نوم یوه امریکايي خبریال د یوه سیمه ییز ارواپوه په مرسته یوه اوونیزه چاپ او خپره کړه او په هغې اوونېزه کې به یې هغه شایعې خپرولې چې دېوې اونۍ په ترڅ کې به یې په سیمه کې شایعه کېدې او بیا به یې د ارواپوه په مرسته ځوابولې دغه کار په امریکا کې د شایعې د کلینیک په نوم شهرت پيدا کړ او بیا وروسته نورو خپرونو هم همدا لاره تعقیب کړه او د خپلو لیکنو، داستانونو او خبرونو په وسیله یې ډېر امریکایان د شایعو له زیان ځینې وژغورل او ډېر نور یې د شایعې پر وړاندې د مبارزې لپاره وروزل. له نامسقیمو طریقو څخه کار اخیسل: د شایعې پر وړاندې د مقابلې لپاره د نامسقیمو لارو څخه هم کار اخیستلی شو د بېلګې په ډول د خلکو مذهبي او وطن دوستانه احساساتو پارول، د شرم د احساس القا، پوسترونو، اعلامیو، فلمونو، ډرامو او داستانونو خپرول او له ارواپوهنې سره د خلکو بلدول او داسې نور د کار له وطن څخه د استعدادونو د تېښتې پر محال یوه څه نا څه وشو... په دې ډول کولای شو له شایعو څخه مخنیوی او ځان وژغورو ښه خبره خو داده چې د شایعو په لغو او سپیناوي کې له مخورو، سپين ږېرو، مشرانو او د نفوذ او درناوي وړ کسانو څخه مرسته وغواړو. کله چې شایعه خپره شي او خلک له ستونزو سره مخ کړي ارواپوهان وايي چې دا لایندیني بېړني اقدامونه ترسره کړي: ۱- د شایعې د سرچینې او شایعه اچوونکو پېژندنه ۲- د شایعې د سرچینې بې اعتباره کول او د خپرونکو د هویت ښودنه ۳- هغو وګړو ته چې شایعې خپله اغېز پرې شیندلي د سمو اطلاعاتو ورکول ۴- شایعه په شایعه له منځه یوسی دا ډول شایعې ډېرې په رواني جنګونو کې کارول کېږي خو پام مو وي چې د وګړو اعتماد له منځه لاړ نه شي مسوولینو ته ښايي چې زر حقیقت د خلکو غوږونو ته ورورسوﺉ او خلکو ته دا روښانه کړي چې په شایعه د شایعې ځواب د هغه وخت یو مجبوریت او غوښتنه ده. ۵- بل دا چې په افغانستان کې دې د شایعې او دهغې د خپرونکو پر وړاندې د څېړنې یو مرکز جوړ شي چې وخت نا وخت په هېواد کې دننه او بهر شایعو مخنیوی وکړي او د شایعه پالو څېرې څرګندې او ښکاره کړي.