د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د دوه ساعته جګړې پر مهال د طالبانو د يو تن قومندان په ګډون څلور تنه وسله وال وژل سوي..
د کندهار د پوليسو ولايتي وياند ضيا دراني وايې ، چي دغه وسله والي ډلې د طالب قومندان ملا عزت په مشري په ياده ولسوالۍ کې فعاليت کاوه او غوښتل يې چي دولتي تاسيسات تر بريد لاندي راولي.
د نوموړي په وېنا چي د پټو معلوماتو له مخي افغان ځواکونو په ارغستان ولسوالۍ کې د وسله والو د يادي ډلې د نېولو په موخه عمليات تر سره کړل، چې پر مهال يې ياده ډله د همدې ولسوالۍ د ( سره چې ) په کلې کې پيدا او د دوه ساعته جګړې وروسته د طالب قومندان ملا عزت په ګډون ۴ تنه ووژل سوه .
د هغه په وېنا چي د جکړي پر مهال يوشمېر وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
نوموړی وايې ، چي په جګړه کي پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ؛ وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .