په داسې حال کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې په کاري شرایطو برابر نږدې ۳ میلیونه کسان مطلق وزګار او نیمه وزګار دي، دا مهال په ټولو دولتي ملکي ادارو کې ۲۷ زره بستونه خالي دي.
سره له دې چې جمهوري ریاست شاوخوا دوه میاشتې مخکې د یوه مکتوب له لارې ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه وکړه چې تر دریو اونیو پورې خپل ټول خالي بستونه اعلان ته ورکړي، خو د کلید ګروپ موندنې ښيي چې د ولسمشر دغه حکم لا هم نه دی عملي شوی او په زیاترو اداو کې دولتي بستونه خالي دي.
په وروستیو دریو کلونو او په ځانګړې توګه د نوي حکومت په جوړېدو سره په هېواد کې بېکاري ورځ تر بلې زیاتېږي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د استخدام په پروسه کې ځنډ، په ځینو سیمو کې نا امني او د یو شمېر وزارتونو په مشرتابه کې بدلونونه د دې ستونزې عمده لاملونه ګڼي.
معلومات په ډاګه کوي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون سره د ټولو ۴۱۷ زره بستونو له ډلې ۲۶ زره او ۹۶۵ یې خالي دي.
تر ټولو ډېر خالي بستونه د پوهنې، عامې روغتیا، کرنې او د کورنیو چارو وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو او د ملکي هوايي چلند په خپلواکو ادارو کې شتون لري.
د معلوماتو له مخې د پوهنې په وزارت کې له ټولو ۲۶۳۹۶۱ بستونو څخه ۱۳ زره یې خالي دي.
د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد په پوهنې وزارت کې د خالي بستونو خبره تاییدوي، خو وايي چې د خالي بستونو شمېر حاضر دمه ۱۰ زرو ته راټیټ شوی دی.
ده زیاته کړه، چې د تشکیلاتو پراخوالی، د یو شمېر کارکوونکو تقاعد، د دندې پرېښودل او د استخدام په پروسه کې ځنډ د بستونو د خالي والي عمده عوامل دي.
تر پوهنې وزارت وروسته د عامې روغتیا وزارت بله هغه دولتي اداره ده چې په لوی شمېر دولتي بستونه په کې خالي دي.
د دغه وزارت په تشکیل کې له ټولو ۱۸۳۹۵ بستونو څخه ۱۷۳۲ یې تر اوسه خالي دي.
تر دې وروسته د کرنې وزارت دی چې له ټولو ۸۳۸۸ بستونو څخه ۷۸۴ یې خالي دي او باید اعلان ته وړاندې شي.
خو د کرنې وزارت ویاند لطف الله راشد وايي چې د ملي یووالي حکومت په جوړېدو سره د کرنې وزارت د ټولو خالي بستونو شمېر ۸۹۹ ته رسېده.
د هغه په وینا د کرنې وزارت په وروستیو څو میاشتو کې په مرکز او ولایتونو کې ۶۰۰ نوي بستونه اعلان ته ورکړل، چې اواس نوي کسان په کې پر دندو ګومارل شوي دي.
دغه راز په ترتیب د کورنیو چارو په وزارت کې له ۹۶۴۰ ملکي بستونو څخه ۶۰۰، د کانونو او پټرولیم په وزارت کې له ۳۰۰۴ بستونو څخه ۴۲۰ او د مالیې په وزارت کې له ۸۶۶۵ بستونو څخه؛ ۳۲۵ یې خالي دي.
د خپلواکو ریاستونو له ډلې د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې له ټولو ۶۸۴۸ بستونو څخه ۵۹۳ او د ملکي هوايي چلند له ۱۲۹۲ بستونو څخه ۳۵۰ یې خالي دي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون د عمومي خدمتونو رییس احمد مسعود توخی وايي، شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ولسمشر اشرف غني له خوا د دولتي ادارو د بشري سرچینو د ریاستونو په نوم یو حکم خپور شو، چې له مخې یې ټولې ادارې باید د شلو ورځو په ترڅ کې خالي بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي.
د هغه په وینا د ولسمشر د یاد حکم تر صادرېدو وروسته په دولتي ادارو کې د استخدام زمینه یو ځل بیا برابره شوه او اوس مهال د نویو کارکوونکو ګومارنه په انفرادي او ډله ییزه توګه دوام لري.
توخی وايي چې په ځینو اداراو کې د استخدام په برخه کې ستونزې شته او په ځینو نورو ادارو کې د استخدام په پروسه کې ځنډ د دې ستونزې لامل ګڼل کېږي.
د هغه په وینا د استخدام په پروسه کې ځنډ، په ځینو ولسوالیو کې نا امني او د ځینو وزارتونو په مشرتابه کې بدلون هغه څه دي، چې د استخدام بهیر یې ټکنی کړی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې تر ټولو ډېر خالي بستونه په یو شمېر ولایتونو او مرکز کې دي.
د دولتي کارکوونکو د استخدام په پروسه کې د درغلۍ او فساد خبرونه هم خپاره شوي دي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون یې هم تاییدوي.
د دغه کمېسیون د شکایتونو د اورېدو د بورډ مشر عبدالحکیم عاطف وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې په دولتي ادارو کې د نویو ګومارنو په اړه ورته ۹۰۰ شکایتونه ور رسېدلي دي.
د هغه په وینا دغه شکایتونه د استخدام په پروسه کې د روڼتیا د نه شتون په اړه دي.