د چارو یو شمېر شنونکي وايي، ترهګرو ډلو چې ملاتړ یې پاکستان او امریکا کوي، د خپلې جګړې بڼه بدله کړې او غواړي په افغانستان کې قومي او مذهبي جګړې اته لمن ووهي څو بیا په اسانۍ ونه درېږي. تېره ورځ د جلال اباد په دریمه ناحیه کې د شینوارو د یوه ملک په کور کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې څوارلس قومي مشران ووژل شول او په همدغه شمېر ټپیان شول، تر دې وړاندې هم د مذهب او ژبې په نوم په دې وروستیو کې خلک وژل شوي دي.
سیاسي کارپوه ډاکتر فیض محمد ځلاند وايي، د دې لپاره چې نړیوال په افغانستان کې هم جګړه اوږده کړي او هم د افغانستان نظام ته وښيي چې د سولې هڅه ورته کوي، نو ځکه د جګړې نوو اسبابو او لارو ته اړتیا لري.
ځلاند سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، دا احتمال هم شته چې د سولې د روانو خبرو په پایله کې د طالبانو یوه ډله په اوسني نظام کې ور ګډه شي یا هم د نوي لنډمهال حکومت وړاندیز وکړي؛ خو په دې سره به جګړه پای ته ونه رسېږي.
دی وايي، نړیوال قدرتونه کله هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو پلان نه لري؛ نو ځکه باید داسې جګړه پیل کړي چې ژر پای ته ونه ورسېږي.
د ځلاند په خبره، د پاکستان په مرسته نړیوالو قدرتونو په وزیرستانونو او بیا د هېواد په سوېل کې د قومي مشرانو د وژلو سلسله له تېرې یوې لسیزې راهیسې روانه کړې وه؛ خو په دې وروستیو کې دا لړۍ چټکه شوې او د مذهبي او قومي جګړې د پیل کېدو وېره زیاته شوې ده.
سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وايي، په سیمه کې یو شمېر نور هېوادونه هم شته چې افغان جګړه مذهبي کوي.
شاهین وايي، د ایران وروستۍ ټولې هڅې دا ښيي چې افغان جګړه له یوه بل مسیر څخه هم رهبري کېږي چې هغه د ایران مذهبي اخندان دي.
نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د نړیوالو دښمنانو تر څنګ افغانستان په سیمه او ګاونډ کې هم خطرناک دښمنان لري چې حکومت یې باید په خپلو پلانونو کې له پامه ونه غورځوي.
د شاهین په خبره، که د ننګرهار وروستیو دوو بریدونو ته وکتل شي، مسوولیت یې طالبانو رد کړی او داعش ډلې منلی دی چې دا په افغانستان کې د دې ډلې لومړنۍ عملي کړنې دي چې یو خاص قوم او ډله په نښه کوي.
دی همدراز زیاتوي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د جګړې د قومي او مذهبي کېدو مخه ونیول شي، باید د افغانستان د ټولو ډلو او قومونو مشران یو واحد غږ او دریځ ولري.
د افغانستان د نورو سیمو په پرتله په ختیځ کې د قومي جګړو بوی تر نورو سیمو زیات حس کېږي.
پوځي کارپوهان هم وايي چې د جګړې د اوږدولو لپاره د امریکا او نورو ملاتړو لپاره یې تر ټولو ارزانه لاره قومي او مذهبي تاوتریخوالی دی.