ځايي خلک وايي چې که د هلمند ګرشک ته تازه دمي سرتېري ونه لېږل شي، دغه ولسوالي به په بشپړ ډول د وسله والو لاسته ورشي.
هغوی زیاتوي چې افغان ځواکونه د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ دي او دا مهال د ګرشک ولسوالۍ یو شمېر سیمې د طالب جنګیالیو لاسته لوېدلې دي.
د هلمند ځایي اوسېدونکي وېره څرګندوي که چېرې د وسله والو مخنیوی ونه شي ښايي د هلمند مهمې سیمې له همدغه ځایه سقوت وکړي.
هغوی کابل نیوز ته ویلي چې د ګرشک ولسوالۍ اړوند زنبلي حوزه په بشپړ ډول د طالبانو لاسته ورغلې او وسله وال د ګرشک مرکز ته رانږدې کېږي .
بلخوا امنیتي چارواکي په دې ولسوالۍ کې د جګړې شدت مني، خو وایي چې ډېر ژر به تصفیوي عملیات پیل کړي.
دغه راز د ګرشک ولسوال هلته روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له حکومته د عاجلې مرستې غوښتنه کوي.
د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په تړاو داسې مهال دغه راپورونه ورکول کېږي چې د دغه ولایت په نهر سراج کې هم توده جګړه روانه ده او ویل کېږي طالبانو د هلمند یو شمېر سیمې تازه لاندې کړې دي.
ګرشک چې د هلمند له مهمو ولسوالیو شمېرل کېږي، دا مهال په کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او طالب وسله والو د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې لاندې کړې دي.