د مشرانو جرګې غړي: کابلیان نور بې ښارواله ښار نه شي زغملی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65898
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-17

د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي چې ډېر ژر دې د کابل ښار يو اوسېدونکى د کابل ښاروال په توګه وټاکل شي او دا ښار دې له دې وروسته بې ښارواله نه پاتې کېږي. دا په داسې حال کې ده چې پخواني کابل ښاروال محمد يونس نو انديش، د روان کال د مرغومي په لومړۍ نېټه استعفا وکړه او له هغه وروسته دا اداره د سرپرست لخوا اداره کېده، خو له تېرو شاوخوا دوو اونيو راهيسې سرپرست ښاروال هم ګوښه شوى دى. په مشرانو جرګه کې د خلکو استازي فرهاد سخي په پرونۍ ناسته کې وويل:« د کابل خلک له ستونزو سره مخ دي، خو په ښاروالۍ کې مسوول کس نشته، دوه اوونۍ کېږي چې سرپرست هم لرې شوى او خلک په ښاروالۍ کې ښکته پورته کېږي، خو څوک نشته چې کار يې وکړي.» د نوموړي په خبره، د هرې ورځې په تېرېدو سره د کابل ښار ستونزې ډېرېږي، له دې وروسته بايد د هېواد پلازمېنه بې ښارواله پاتې نه شي. نوموړي له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې د کابل يو اوسېدونکى د کابل د ښاروالۍ په توګه وټاکي. ددې جرګې بل غړي نثار حارس وويل:« د کابل خلک نالوستي نه دي، د کابل ټول پوستونه نورو خلکو ته ورکړل شوي، يو کابلى بايد د کابل د ښاروال په توګه غوره شي.» هغه هم د حکومت پر مشرانو نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې له يوه کال راهيسې ښاروالي د سرپرست لخوا اداره کېږي، خو دې پست ته څوک نه دي ور پېژندل شوي.