.
د کندهار ولايتي اداره نيوکه کوي ، چي د ځينو مرستندويي موسساتو تر سره سوي مرستي او پروژې په ټيټ کيفيت تر سره سوي دي ، چي لوی لامل يې د دولت سره نه همږغي ښودل کيږي .
د کندهار د والي وياند وايې ، چي له دې وروسته د جنوب غرب حوزې په کچه همږغي پياوړي کيږي او د کندهار ولايتي ادارې ټولو موسساتو ته يې خبر ورکړی دی چي د خپل سرو پروژو څخه ډډه وکړي .
په کندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند کي ګڼي موسسې د روغتيا ، کرني ، پوهني ، بيارغوني او حکومتدارۍ په برخه کي کار کوي ، چي تر ډيره يې کارونه خپل سري دي او تر سره سوي پروژي يې هم په ټيټ کيفيت اجرا کيږي ، چي له امله يې نه يوازي چي خلکو ته ګټه نه رسيږي بلکه ځيني وختونه خنډونه هم پيښوي .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چي د يو شمير موسسو تر سره سوي کارونه د نيوکو سره مخ دي او د پيسو سوي مصرفونه يې هم بې ځايه تللي دي .
نوموړی وايې ، چي د کندهار والي د ټولو موسساتو سره د مسوولينو سره ليدلي او په ټينګار يې ترې غوښتي دي چي د پروژو کيفيت ، معيار او او د خلکو اړتياوو ته جدي پاملرنه وکړي .
نن هم په دې موخه په ولايت مقام کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په مشري د (PDC) ( ولايتي پرمختيايي کميټې ) غونډه جوړه سوي وه چي د کندهار تر څنګ يې د زابل پر کارونو هم خبري وسوې .
په کندهار کي روغتيايي ، د پوهني ، کرني ، بيارغوني او ټولګټو په برخه کي خلک زياتي اړتياوي لري ، دا مهال بهرنۍ مرستي تر ډيره دريدلي او د خلکو تمه موسساتو ته ده ، د کندهار والي له ټولو موسساتو غوښتي چي د ولايتي ادارې د مشورې او موافقې پرته هيڅ يوه پروژه عملي نه کړي .