د اروزګان امنيه قوماندان وايي چې په دهراوود ولسوالۍ کې درېيو پوليسو د خپلې پوستې ٩ نور پوليس وژلي دي.
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني وويل چې دا پېښه تېر ماښام د دهراوود ولسوالۍ د سنګر په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د سنګر امنيتي پوستې درېيو پوليسو خپل نهه ملګري وژلي او له خپلو وسلو سره تښتېدلي دي.