د سیمي خلکو دوه طالبان وژلي او دوه یې ژوبل کړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65902
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-01-18

چارواکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د سيمې دا وسېدونکو او وسله والو ترمنځ نښته سوې چې له امله يې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په تګاب کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان اسد اغا ساپي وويل،چې له تېر ماښام راهيسې د تګاب په شينکي سيمه کې د حکومت په ملاتړ د سيمې د اوسېدونکو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته روانه وه. هغه زياته کړه چې په دې نښته کې دوه وسله وال وژل سوي او دوه نور يې ټپيان سوي دي.