پاکستان د بلخ طالبانو ته میلیونونه کالداري ورکوي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65903
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-01-18

په بلخ ولايت کې د سولې له پروسې سره د يو ځای شوو وسله والو طالبانو قوماندان وايي چې له پاکستانه په هرو دریو مياشتو کې ددغه ولايت وسله والو طالبانو ته ۱۲ ميليون کلدارې د افغان حکومت پر خلاف د جګړې لپاره استول کېږي. دی وايي په هېواد کې د ورانکارۍ لپاره يې په پاکستان کې نظامي زده کړې کړې او د همدې هېواد له خوا وسله وال شوي وو. نن د بلخ د سولې د عالي شورا له کمېسيون سره د قوماندان ازاد خان په ګډون د دغه ولايت دوولس وسله وال طالبان يوځای شول.