عبدالله عبدالله غواړي د ناامني په دوام کې ځان ولسمشرۍ ته ورسوي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65904
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-01-18

د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امرخېل وايي اجرايي رييس عبدالله غواړي په هر ډول چې وي ځان ولسمشرۍ ته ورسوي او د دې لپاره هڅه کوي د سولې پروسه وځنډېږي، نا امنۍ دوام وکړي او په پارلمان کې خپل مهم کسان ځای پر ځای کړي. امرخېل وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید ټاکنې د راتلونکې کال په تله میاشت کې هرو مرو ترسره کړي او که چېرې له کومې ستونزې سره مخ کېږي باید ولس ته مراجعه وکړي. هغه زیاته کړه چې ولسمشر غني د قانون پر وړاندې مسوول کس دی او باید قانون ته درناوی وکړي او رڼو ټاکنو ته زمینه برابره کړي. امرخېل وايي چې د ټاکنو د اصلاح طرحه یوازې د څو کسانو د خپلو شخصي ګټو لپاره جوړه شوې وه چې له نېکه مرغه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له لوري رد شوه.