ولسي جرګې د ۱۳۹۵ مالي کال د ملي بودجې سند له نویو بدلونونو سره د رایو په اکثریت تصویب کړ.
د ۱۳۹۵ کال د ملي بودجې سند د ۱۳۹۴ لمریز کال د لیندۍ په درېیمه نېټه د مالي وزارت له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شو.
ولسي جرګې دغه سند تر غور او څېړنې وروسته د لیندۍ په ۳۰ مه د بحث او تصویب په موخه عمومي غونډې ته وړاندې کړ، خو جرګې د نویو پراختیايي پروژو د نه په پام کې نیولو او په پراختیايي بودجه کې غیر اختیاري بودجې ته د ډېر ځای ورکولو له امله، دغه سند د رایو په اکثریت رد کړ.
د نوي مالي کال د بودجې سند د تصویب او بحث په موخه پرون یو ځل بیا د جرګې عمومي غونډې وړاندې شو.
د ولسي جرګې د مالیې او ملي اقتصاد کمېسیون غړي امیر خان یار وویل، چې د ملي بودجې د لومړۍ مسودې تر رد وروسته د جرګې د ګډ کمېسیون او د مالیې وزارت ترمنځ پر اختلافي مواردو خبرې وشوې او د خبرو په پایله کې دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل.
هغه زیاته کړه چې په نوې بودجه کې یو لړ بدلونونه چې د ولسي جرګې له خوا پېشنهاد شوي وو، په پام کې نیول شوې دي.
د ۱۳۹۵ مالي کال ټوله بودجه شاوخوا ۴۴۴ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې ده، چې له دې جملې ۲۷۶ میلیارده عادي او ۱۶۸ میلیارده یې پراختیايي ده.
دغه ۴۴۴ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیايي بودجه له کورنیو او بهرنیو سرچینو تمویلېږي چې ۱۲۸ میلیارده (۲۹ سلنه) افغانۍ له کورنیو او ۳۱۴ میلیارده افغانۍ (۷۱ سلنه) له بهرنیو سرچینو پوره کېږي.
د نوي مالي کال د بودجې په لومړۍ مسوده کې تر ټولو جنجالي موضوع په پراختیايي برخه کې د غیر اختیاري بودجې د ونډې زیاتوالی و.
په لومړۍ مسوده کې د ټولې پراختیايي بودجې شاوخوا ۷۶ سلنه یې غیر اختیاري وه.
غیر اختیاري هغه بودجه ده چې د حکومت او مرسته کوونکي (ډونر) ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ په مشخصو برخو کې مصرفېږي او دولت د هغې په مصرف کې اختیار نه لري.
خو امیر خان یار د جرګې په پرونۍ غونډه کې وویل چې د بودجې په نوې مسوده کې ۱۰ میلیارده افغانۍ په اختیاري بودجه کې اضافه شوې او دغه پیسې به پر پراختیايي پروژو ولګول شي.
ده زیاته کړه چې په غیر اختیاري بودجه کې پنځوس میلیونه ډالره د کلیو بیا رغونې او د ټولګټو وزارتونو په چوکاټ کې د کلیوالي لارو د جوړولو پروګرام ته ځانګړې شوې دي.
دغه راز په دې بودجه کې ۱،۶ میلیون ډالره د ملي پیوستون پروګرام، ۱ میلیون ډالر په کلیو کې د اوبو رسونې، ۱،۲ میلیونه د پوهنې وزارت لپاره د دارالمعلمینو د جوړولو او اسلامي تعلمیاتو، ۱ میلیون ډالر په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو او کلینیکونو د جوړونې او پاتې د نورو پراختیايي پروژو لپاره ځانګړې شوي دي.
د نوي مالي کال د ملي بودجې په سند کې د بودجې کسر ۱۰ میلیارده افغانۍ اټکل شوی دی، په داسې حال کې چې تېر کال د بودجې کسر ۱۹ میلیارده افغانۍ و.
د ولسي جرګې د مالیې او ملي اقتصاد کمېسیون غړي امیر خان یار د ۱۳۹۵ کال په بودجه کې د کسر کموالی په ملي عوایدو کې د زیاتوالي له امله وباله.
نوموړي د نوي مالي کال د بودجې د سند په اړه د راپور تر وړاندې کولو وروسته وویل چې د جرګې په ګډو کمېسیونونو کې د بحث پر مهال په دې اړه کوم اختلافي نظر او مورد شتون نه درلود.
په پایله کې د ملي بودجې سند د رای ګیرۍ لپاره وړاندې شو چې له حاضرو ۱۴۵ غړو څخه ۱۳۷ تنو موافقه رایه ورکړه.