امرخېل: اجرايي رييس له غیر قانوني لارو ولسمشرۍ ته د رسېدو هڅه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65906
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-18

د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امرخېل وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید ټاکنې د راتلونکې کال په تله میاشت کې هرو مرو ترسره کړي او که چېرې له کومې ستونزې سره مخ کېږي باید ولس ته مراجعه وکړي. هغه دغه راز زیاته کړه چې ولسمشر غني د قانون پر وړاندې مسوول کس دی او باید قانون ته درناوی وکړي او رڼو ټاکنو ته زمینه برابره کړي. نوموړي دغه څرګندونې پرون له سرنوشت ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړې. امرخېل وايي چې د ټاکنو د اصلاح طرحه یوازې د څو کسانو د خپلو شخصي ګټو لپاره جوړه شوې وه چې له نېکه مرغه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له لوري رد شوه. هغه وویل چې اجرايي رييس ډاکتر عبدالله غواړي په هر ډول چې وي ځان ولسمشرۍ ته ورسوي او د دې لپاره هڅه کوي د سولې پروسه وځنډېږي، نا امنۍ دوام وکړي او په پارلمان کې خپل مهم کسان ځای پر ځای کړي. د امرخېل په خبره: ((د ټاکنو کمېسیون ته په کار ده چې خپل صلاحیت وساتي، په تېرو ټاکنو کې دواړو اړخونو درغلۍ وکړې خو لاس یې د ټاکنو پر کمېسیون پاک کړل، د ټاکنو کمېسیون باید ټاکنې د تلې په میاشت کې هرو مرو ترسره کړي او ولسمشر دې د مالیې وزارت ته ووایي چې یاد کمېسیون ته بودجه ورکړي څو دوی خپل کار په سمه توګه ترسره کړي.)) امرخېل زیاته کړه، د ولسمشر غني د واک په موده کې قانون ته په سپکه کتل شوي خو هغه د افغانستان د قانون پر وړاندې یو مسوول کس دی او باید قانون ته درناوی وکړي او په هېواد کې د رڼو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي. امرخېل دغه راز د ټاکنو له ملي کمېسیونونو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو نېټه دې هره ورځ نه بدلوي، خو که له کومې ستونزې سره مخ کېږي دوی ته ښايي چې خپل کار له ولس سره شریک کړي څو د ولس بې باوري د دوی پر وړاندې له منځه ولاړه شي او تر شا یې ودرېږي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کال د تلې ۲۴مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان کړه، خو امرخېل وايي چې حکومت باید د دوی په کارونو کې مداخله ونه کړي.