د ازادو رسنيو څخه د ملاتړ اداره (نی) غواړي، د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې د تهديدونو د مخنيوي لپاره د اخلاقي ژورناليزم تر سر ليک لاندې يوه واحده اصول نامه جوړه کړي.
د دغې اصول نامې د بشپړيدو لپاره به د ټول هيواد ژورنالستان نظرونه ورکوي، چې په کندهار کې د ټولې حوزې په کچه دا کار ترسره سو.
په کندهار کي د نی ادارې مشر عبدالسميع غيرتمل ، د کندهار پريس کلب مشر سيدسرور اماني ، د هلمند پريس کلب مشر زين الله ستانکزي او يو شمير نورو ويناوالو په خپلو ويناوو کي ټينګار وکړ ، چي ، لومړی بايد خبريالان د ژورناليزم قانوني ټکو او اخلاقي اصولو ته پآملرنه وکړي.
نوموړو زياتو کړه چي د دولت د ملکي او نظامي ادارو مسوولين او وياندويان هم بايد وپوهول سي ، چي خبريالانو سره په مسلکي ډول معلومات او رښتيني حقيقتوته شريک کړي .
وروسته ګروپي کار وسو ، چي پر مهال يې د کندهار ، هلمند ، ارزګان او زابل ولايتونو ټولو خبريالانو خپل نظرونه وړاندي او د نی ادارې له ځانه سره ياداښت کړه او وروسته يې د کابل مرکزې دفتر ته ليږي چي وروسته به د هيواد په کچه د يو لوی کنفرانس پر مهال واحده اصول نامه ترتيبيږي .
په وروستيو کي د نی ادارې دا نوښت وستايل سو او هيله وښودل سوه چي عملي بڼه به خپله کړي .
د کندهار نی ادارې مشر عبدالسميع غيرتمل وايې چي ، معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې په کندهار کې د يوه کميسيون پر جوړيدو کار کوي، چې له مخې به يې ټول دولتي ارګانونه خبريالانو ته معلومات په لاس ورکوي.
نی زياتوي تير کال په هيواد کې د خبريالانو پر وړاندې (۹۵) د تاوتريخوالي پيښې ثبت سوي دي، چې يو شمير يې د خبريالانو د غير مسلکي کړنو له امله ښودل سوي دي.