د سعودي په مشرۍ اېتلاف د ايران پلوه حوثي ملېشو پر ضد جگړه کوي. دغې جگړې ته تلونکي افغانان د دوى د کورنيو په وينا د عمرې په پلمه له افغانستانه سعودي او بيا يمن ته استول کېږي. افغان حکومت وايي چې دوى د دا ډول گمارلو خبر اورېدلى، خو نور پرې څه نه شي ويلى. د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یوازې یې اوریدلي چې یمن ته افغانان د جګړې لپار ورغلي له دې ها خوا څه نه لري.