د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن د افغانستان پر کړکېچ د بحث لپاره د پګواش په نوم یو نړیوال څېړنیز مرکز غوڼده جوړوي. په دې ناسته کې د افغانستان په کړکېچ کې ټولو ښکېلو غاړو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
طالبانو په یوه اعلامیه کې منلې چې په دې غونډه کې به یې د سیاسي دفتر استازي برخه اخلي خو د افغانستان حکومت ویلي، دغه کنفرانس ته نه ورځي.
دغه بنسټ تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو ورته غونډې جوړې کړې دي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې دغه دوه ورځنۍ ناسته پر داسې مهال جوړېدونکې ده چې همدا تېره اونۍ په افغانستان کې د سولې د خبرو د بیا پیل او میکانیزم لپاره د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ څلور اړخیز غونډه پای ته ورسېده.
د پګواش په نوم دغه نړیوال څېړنیز مرکز د افغانستان حکومت، طالبان، د مدني ټولنې ځیني استازي او د ملي شورا یو شمېر غړي قطر ته وربللې دي چې د افغانستان پر کړکېچ خبرې وکړي. خو د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا وايي دې غونډې ته خپل رسمي مرکچیان نه استوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني له بي بي سي سره په خبرو کې په دغه کنفرانس کې د نه ګډون پر لاملونه غږېدلی دی.
هغه ويلي: ((د افغانستان اسلامي جمهوریت ځکه له دغې غونډې سره موافق نه دی چې اوس د څلورو هېوادونو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل لپاره خبرې روانې دي. نو ځکه موږ دغه ناسته مناسبه او ضروري نه بولو.))
خو طالبانو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دې غونډې ته خپل استازي په قطر کې له خپل سیاسي دفتره ورلېږي. طالبان ويلي غواړي له دې لارې نړیوالو ته خپل نظر ورسوي.
د نورو اړخونو تر څنګ دې غونډې ته ځیني شنونکي هم وربلل شوي دي. محمد حسن حقیار د دې غونډې یو برخوال دی. نوموړی وايي په دغه کنفرانس کې به هڅه دا وي چې د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو اړخونو نظرونو سره نژدې کړي.
هغه ويلي: ((ګومان دا کېږي چې په دې ناسته د افغانستان د کړکېچ پر هر اړخ خبرې وشي. هڅه به دا وي چې په افغانستان کې د دواړو اړخونو نظریې سره نژدې کړي.))
حقیار پرته له دې چې د چا نوم واخلي وايي، دې غونډې د مخکیني حکومت د کابینې ځیني غړي او سیاسي مشران هم ور بلل شوي دي.
د ده په باور، ډېر ګډوانوال بې پرې څېرې دي.
پګواش نړیوال ګانډايي بنسټ دی چې د افغانستان تر څنګ یې په نړۍ کې د کړکېچونو د حل لپاره څېړنې کړې دي. دغه بنسټ په ۲۰۱۱ کال کې هم په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پر سوله ناسته جوړه کړې وه.