د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي اوسنى وضعيت د ځوانانو لپاره لنډمهالى وباله او له ځوانانو څخه يې غوښتنه وکړه څو خپل هېواد پرې نه ږدي.
د هېواد پخواني ولسمشر په هغې غونډه کې چې د "نهاد نخست" له لوري "هيلې او د ځوانانو پر وړاندې ننګونو" تر نوم لاندې جوړې شوې وه، خبرې وکړې او ويې ويل: "اوسنى وضعيت او حالت د لنډې مودې لپاره دى او دا وضعيت پاى مومي. "
نوموړي د هېواد له ځوانانو غوښتنه وکړه څو افغانستان پرې نه ږدي، په هېواد کې دې پاتې شي او خپله خاوره دې وساتي.
کرزي وويل: "دا خاوره زموږ ټولو ده او څښتن يې يوو، په کې ژوند کوو، لويان کېږو او بايد ودان يې کړو. "
نوموړي د ملي يووالي له حکومته غوښتنه وکړه چې د ځوانانو ستونزو هوارولو لپاره دې ګټور پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسي.
په دې ناسته کې يو شمېر ځوانانو هم ګډون کړى و چې هغوى هم د خپلو خبرو په ترڅ کې له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه څو په خپل هېواد کې پاتې شي او ودان يې کړي.
هغوى وايي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې ځوانانو په ټولو برخو کې ښې لاسته راوړنې درلودې، د دې لاسته راوړنو تر څنګ هغوى له سلګونه ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، بې وزلي، وزګارتيا او د امنيت نشتون د ځوانانو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې بلل کېږي.
د هېواد يوه ځوان سوداګر ميرويس عليزي په دې ناسته کې وويل چې ځوانان د هېوادونو پانګه بلل کېږي او د ځوانانو له شتون پرته هېڅ هېواد پرمختګ نه شي کولى.
نوموړي زياته کړه: "ځوانان بايد په دې پوه شي چې دا خاوره زموږ مور او هېواد دى او اوس موږ ته اړتيا لري بايد پرې يې نه ږدو او پښې ترې سپکې نه کړو. "
نهاد نخست، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بيان ازادۍ د بنسټ اېښودونکي ستاينليک ورکړ او همداراز هغه ته يې د افغانستان د بيان ازادۍ استازي لقب هم ورکړ.
ياد بنسټ، همدا راز ميرويس عليزى، مريم درانۍ، شفيع شريفي او فهيمه مصباح د برياليو ځوانانو په توګه وستايل او ستاينليکونه يې ورکړل.