پيښه نن سهار څه باندي يوولس بجې د کندهار ــــ هرات پر لويه لاره د ميوند ولسوالۍ د توري پوستې په سيمه کي د ددو مسافر وړونکو ( ۳۰۳ ډوله بس او فلانکوچ ) موټرونو د ټکر له امله رامنځ ته سوه .
د کندهار د والي ويآند صميم خپلواک وايې ، چي په دې پيښه کي درې ښځي او يوه نارينه وژل سوي دي او درې نارينه ټپيان سوي دي .
ټپيان د کندهار ميرويس روغتون ته وروړل سوي دي .