طالبانو د پګواش غونډې ته خپل شرایط وړاندې کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65924
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-23

افغان طالبانو د پګواش په غیر رسمي ناسته کې د مخا مخ خبرو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي دي. د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یوه اووه کسیز پلاوي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور لېسته د طالب مشرانو لرې کول او پر اساسي قانون بحث د خپلو مهمو شرایطو په توګه وړاندې کړي دي. بل پلو افغان حکومت په اوسنیو شرایطو کې د پګواش ناسته غیر مناسبه بولي او وایي د حکومت له اړخه کوم رسمي چارواکي په کې ګډون نه دی کړی. په کابل او اسلام اباد کې د افغان سولې مذاکراتو د بیا پیل لپاره دوه پرله پسې ناستې د طالبانو له ګډون او ظاهراً له کومې مشخصې لاسته راوړنې پرته پای ته رسېدلې، خو په دوحه کې د پګواش په دویمه غیر رسمي ناسته کې د طالبانو د سیاسي دفتر جګپوړي پلاوي ګډون کړی او د سولې لپاره یې خپل لومړني شرایط وړاندې کړي دي. د دې ناستې یوه ګډونوال فیض محمد ځلاند وایي، له افغانستانه د بهرینو ځواکونو وتل، له تور لېسته د طالب مشرانو لرې کول او پر اساسي قانون بحث د طالبانو مهمې غوښتنې وې. د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو اووه کسیز پلاوی دې ناستې ته د ګډون په موخه ورغلی او څلور تنه یې د څارونکو په توګه ور استولي دي. دغې ناستې ته د افغان حکومت کوم رسمي چارواکی نه دی ورغلی، خو د پګواش د ناستې ګډون کوونکي وایي، په دې غونډه کې د افغان حکومت غیر رسمي دریځ وړاندې شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت وایي، په داسې حال کې چې د څلور اړخیزې ناستې پایلې لا نه دي جوتې، پګواش ته ورته ناستې مناسبې نه بولي. بلخوا د سولې عالي شورا وایي، که طالبان د جګړې پای ته رسول غواړي، باید مخامخ له افغان حکومت او د سولې عالي شورا سره خبرو ته کېني. د پګواش دویمې ناستې ته د سولې عالي شورا په ګډون د افغانستان د سیاسي ګوندونو استازي، د مدني ټولنې غړي او با نفوذه سیاسي شخصیتونه دعوت شوي، خو د سولې عالي شورا غړو په دې ناسته کې له ګډونه ډډه کړې ده.