د ننګرهار خلک وايي، د دغه ولایت په اچین، غني خېلو او د شینوارو په نورو ولسوالیو کې د داعش پر ضد عملیات بیا پڅ شوي او کله چې امنیتي ځواکونه په یوه ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي، داعشیان بلې ولسوالۍ ته اوړي او کله چې هلته عملیات پيل شي بېرته مخکنیو سیمو ته راځي نو ځکه په څو سیمو کې هم مهاله د عملیاتو اړتیا ده.
قومي مشران هم وايي چې د داعش پر ضد پیل شوي عملیات څو ورځې ښه روان وو؛ خو له تېرې یوې اونۍ راهیسې بیا سست شوي او داعشیان بېرته په اچین ولسوالۍ کې خپلو پخوانیو مرکزونه ته د ګرځېدو په حال کې دي.
د ننګرهار له کوټ ولسوالۍ جلال اباد ښار ته را کډه شوی کډوال عبدالقدیر وايي، حکومت هم مهاله په څو ولسوالیو کې عملیات نه کوي له همدې امله داعشیان نه ختمېږي.
نوموړي سرنوشت ته وویل، کله چې په غني خېلو کې عملیات پیل شي وسله وال اچین، کوټ او نورو ولسوالیو ته اوړي او کله چې هلته عملیات شي بېرته غني خېلو یا د شینوارو نورو ولسوالیو ته ځي.
هغه وايي، په دې ډول د داعش ځپلو ستونزه اوږده شوې او که هم مهاله په څو ولسوالیو کې عملیات وشي او هوايي مرسته ورسره وي، د ننګرهار داعشیان په یوه ورځ کې ختمېږي.
د شینوارو یو قومي مشر بیا وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ننګرهار کې داعش ضد عملیات بېرته ټکني شوي دي.
دغه قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي سرنوشت ته وویل چې څو ورځې په ننګرهار کې افغان او نړیوالو ځواکونو څو هوايي بریدونه وکړل او داعشیانو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله خو اوس دغه لړۍ بېرته ټکنۍ شوې ده.
دی وايي، که حکومت داعش په ننګرهار کې مهار نه کړي، د هېواد نورو برخو ته به ننګرهار د داعش پر روزنځای بدل شي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمري بیا وايي چې په اچین او نورو ولسوالیو کې د داعش ځپلو په اړه خپرېدونکې شمېرې هم ناسمې دي.
زمري څو ورځې وړاندې سرنوشت ته ویلي وو که حکومت په هغې کچه داعشیان هره ورځ ووژني چې دوی یې اعلانوي نو په یوه اونۍ کې به د ننګرهار ټول داعشیان ختم شي.
په مشرانو جرګه کې د ننګرهار استازي لطف الله بابا هم سرنوشت ته ویلي وو چې د داعش ځپل لا زیاتو هڅو ته اړتیا لري.
د ننګرهار د والي ویاند او په خپله والي په دې اړه سرنوشت ته له څه ویلو ډډه وکړه.
ننګرهار لومړنی ولایت دی چې داعش په کې منظم تشکیلات جوړ کړي او د حکومت پر وړاندې جنګېږي، تر اوسه دې ډلې د هېواد په بله سیمه کې وسله واله جګړه نه ده کړې؛ خو په ننګرهار کې یې د پاکستان پر کونسلګرۍ د برید مسوولیت هم واخیست.
ولسمشر غني بیا په خپله ورستۍ یوه وینا کې ویلي چې افغانستان به د داعش پر قبر بدل کړي؛ خو هغه ادعا لا هم پر ځای ده چې د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر کړې او ویلي یې دي، د هېواد ملي امنیت شورا د داعش ملاتړ کوي.