نړیوال بانک د اوبو د مدیریت او د انرژۍ د تولید په برخو کې له افغانستان سره ۱۲۸ میلیونه ډالره مرسته کوي.
د دې مرستې هوکړه لیک پرون د افغانستان د مالیې د وزیر اکلیل احمد حکیمي او په افغانستان کې د نړیوال بانک د مشر (رابرټ باب سام) ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.
د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي وویل چې دغه پیسې د افغانستان د بیا رغونې د صندوق له لارې چې د نړیوال بانک له خوا اداره کېږي، په افغانستان کې د اوبو د تنظیم او د انرژۍ د تولید پر دوو جلا پروژو لګول کېږي.
حکیمي زیاته کړه، د حکومت پالیسي دا ده چې د عصري سیستمونو په کارونې سره د افغانستان له هر څاڅکي اوبو څخه اغېزناکه او ګټوره استفاده وشي.
د هغه په وینا د ۱۲۸ میلیونو ډالرو له جملې به ۴۵ میلیونه د کروندې د اوبو د تنظیم او پاتې ۸۳ میلیونه به د انرژۍ د تولید په برخه کې ولګول شي.
نوموړي وویل چې د برېښنا د سکتور لپاره ځانګړې شوې دغه مرسته به د نغلو برېښنا د ظرفیت لوړونې او د بند د کاسې د پاکولو په برخه کې ولګول شي.
حکیمي دواړه پروژې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او زیاتوي چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
په غونډه کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وویل چې د کروندې د اوبو د مدیریت دغه پروژه سږ کال پیلېږي او تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې دوام کوي.
ضمیر په هېواد کې د اوبو لګونې د شبکو بیا رغونه، ظرفیت لوړونه، د اوبو لګونې د انجمونونو جوړول، له اوبو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې لپاره د نوې ټکنالوژۍ معرفي کول او د کرنیزو ځمکو هوارول؛ د دې پروژې اساسي برخې وبللې.
د کرنې وزیر وویل، په پام کې ده چې د پروژې په څلور کلنه موده کې په ټول هېواد کې د اوبو لګونې ۱۲۰ شبکې ورغول شي او ۱۷۵ نورې شبکې به طرح او ډیزاین شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د اوبو لګونې د ۱۲۰ شبکو په جوړېدو سره به ۲۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د دې ترڅنګ، ۳ زره هکتاره هغه کرنیزه ځمکه چې اوبه نه لري، د پروژې په بشپړېدو سره به تر پوښښ لاندې ونیول شي.
ضمیر زیاته کړه، چې د اوبو لګونې د یادو شبکو په جوړېدو سره په هېواد کې د اوبو د ۱۵ سلنه ضایع کېدو مخه نیول کېږي او په کرنیزو محصولاتو کې به ۱۵ سلنه زیاتوالی هم راشي.
د هغه په خبره د پروژې د پلي کېدا په ترڅ کې به د نارینه وو او ښځو په ګډون ۱۵ زره افغانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
په غونډه کې په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر رابرټ باب سام وویل چې د افغانستان د بیا رغونې صندوق د افغانستان له سترو مالي تمویلوونکو سرچینو څخه دی چې د ۳۴ هېوادونو له خوا ور سره مرسته کېږي او د نړیوال بانک له خوا مدیریت کېږي.
هغه وویل چې دغه صندوق د افغانستان د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو لکه د دولت دعادي لګښتونو، د بېوزلۍ د کمولو، اصلاحاتو او پراختیايي چارو د تمویل ملاتړ کوي.
نوموړي دغه مرسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د دومداره همکارۍ یوه بېلګه وبلله.
رابرټ سام د نغلو د برېښنا کوټ رغونه په افغانستان کې د برېښنا د سکتور د تقویې په برخه کې مهمه وباله او ویې ویل، چې د افغانستان د برېښنا سکتور پر وړاندې لویه ننګونه د فزیکي جوړښتونو، د ساتنې او څارنې او تجهیزاتو نشتوالی دي.
هغه وویل چې د ۲۰۱۵ کال د یوې سروې له مخې د افغانستان له ۲۵ تر ۳۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري چې هغه هم تر ډېره تر ښاري سیمو پورې محدوده ده.