نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۲۸ میلیونه ډالره مرسته کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65929
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-24

له دې ډلې به ۴۵ میلیونه د کروندې د اوبو د تنظیم او پاتې ۸۳ میلیونه به د انرژۍ د تولید په برخه کې ولګول شي. د مالیې وزیر وايي وزیر ۸۳ میلیونه ډالر به د نغلو برېښنا بند د ظرفیت لوړونې او د کاسې د پاکولو په برخه کې ولګول شي. د کرنې وزیر ویلي چې په ۴۵ میلیونه ډالر به د ابولګولو ۱۲۰ شبکې جوړې شي چې په مټ به یې ۲۵ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي. د دې مرستې هوکړه لیک پرون د افغانستان د مالیې د وزیر اکلیل احمد حکیمي او په افغانستان کې د نړیوال بانک د مشر (رابرټ باب سام) ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو. د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي وویل چې دغه پیسې د افغانستان د بیا رغونې د صندوق له لارې چې د نړیوال بانک له خوا اداره کېږي، په افغانستان کې د اوبو د تنظیم او د انرژۍ د تولید پر دوو جلا پروژو لګول کېږي. حکیمي زیاته کړه، د حکومت پالیسي دا ده چې د عصري سیستمونو په کارونې سره د افغانستان له هر څاڅکي اوبو څخه اغېزناکه او ګټوره استفاده وشي. حکیمي دواړه پروژې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او زیاتوي چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.