حکومت پر صنعتي پارکونو سربېره پانګوالو ته ۵۰۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65933
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-01-25

حکومت د خصوصي پانګونې د جذب په موخه پانګوالو ته ۵۰۰ زره جریبه نوې ځمکه ځانګړې کړې ده. دغه ځمکه د افغانستان د اراضي ادارې له خوا د پانګونې د ملاتړ ادارې «ایسا» په مرسته هغو پانګوالو ته وېشل کېږي، چې ډېرې ځمکې ته اړتیا لري او لویه پانګونه کوي. د ایسا ادارې چارواکي وايي چې د اراضي ادارې له خوا خصوصي پانګونې ته ځانګړې شوې دغه ځمکه د ۵۰ کلونو لپاره په ډېره ټیټه بیه د اجارې په ډول پانګوالو ته ورکول کېږي. د ایسا ادارې د صنعتي پارکونو د برخې مسئول علي اقا مرتضوي وايي چې د خصوصي پانګونې لپاره ځانګړې شوې دغه ۵۰۰ زره جریبه ځمکه د اراضي ادارې له خوا په هغې غونډه کې اعلان شوه، چې د ایسا ادارې جوړه کړې وه. ایسا تېره اونۍ په افغانستان کې د خصوصي پانګونې پر وړاندې د ستونزو او فرصتونو د ارزونې په اړه یوه مشورتي غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې د اراضي ادارې ژمنه وکړه چې د خصوصي پانګونې لپاره پانګوالو ته ځمکه په واک کې ورکوي. مرتضوي وايي چې ۵۰۰ زره جریبه ځمکه د اراضي ادارې ملکیت دی او دا له هغو ځمکو جلا دي، چې د ایسا ادارې په چوکاټ کې په صنعتي پارکونو کې پانګوالو ته وېشل کېږي. نوموړي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، هغه پانګوال چې ډېرې ځمکې ته اړتیا ولري، کولای شي چې د ایسا ادارې په مرسته د اراضۍ له ادارې څخه دغه ځمکه ترلاسه کړه. د هغه د معلوماتو له مخې دا ځمکه هغو پانګوالو ته ورکول کېږي، چې تر ۵۰ میلیونو ډالرو پورې پانګونه کوي. دغه ځمکه په کابل، ننګرهار، هرات، پروان، بغلان او بلخ ولایتونو کې موقعیت لري، چې له ډلې ۱۸۹ زره جریبه په ننګرهار، ۱۶۸ زره جریبه په هرات، ۴۲ زره په بغلان، ۴۱ زره په پروان، ۳۵ زره په هرات او ۲۵ زره په کابل کې ده. له پانګونې د ملاتړ اداره وايي چې پانګوالو ته یو جریب ځمکه په کال کې د ۲۰۰ افغانۍ فیس په بدل کې د اجارې په ډول ورکول کېږي. د ایسا چارواکي وايي چې د اجارې موده پنځوس کاله ده او یوازې هغه پانګوال له دې تخفیف څخه برخمن کېدای شي چې تر پنځوس میلیونو ډالرو پورې پانګونه کوي. د دې ترڅنګ ښځینه پانګوالو ته لس سلنه ځانګړی تخفیف په پام کې نیول شوی دی. د ایسا ادارې د صنعتي پارکونو د برخې مسوول علي اقا مرتضوي په دې برخه کې د ایسا رول یوازې د اراضۍ ادارې ته د ځمکې اخیستو لپاره د پانګوالو معرفي کول وبلل. د نوموړي په وینا هغه پانګوال چې په صنعتي پارکونو کې پانګونه کوي، هغوی ته د ایسا ادارې له خوا ځمکه په واک کې ورکول کېږي. افغان پانګوال د ځمکې نشتوالی په افغانستان کې د پانګونې برخه کې له اساسي ستونزو یوه ګڼي. پانګوال شکایت کوي چې په افغانستان کې د ځمکې بیې خورا لوړې دي او په صنعتي پارکونو کې یو جریب ځمکه ان تر څلوېښت زرو ډالرو پورې هم نه پیدا کېږي. خو د پانګونې د ملاتړ ادارې تجارتي مرستیال ابراهیم شمس وايي چې د پانګونې د عالي کمېسیون د وروستۍ پرېکړې له مخې د ځمکو بیې راټیټې شوې دي. شمس همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې اوس مهال یو جریب ځمکه د لس زرو ډالرو په بدل کې پلورل کېږي. هغه زیاته کړه، دغه لس زره ډالر د ایسا له خوا بېرته په صنعتي پارکونو کې پر زېربنا لګول کېږي.