د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي خبرداری ورکوي که حکومت د پاکستان له خوا جوړ شوي تاسیسات ونه نړوي دوی به خپله دغه کار وکړي.
دوی د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د پوځي تاسیساتو جوړول د نړیوالو اصولو خلاف کار بولي او له حکومت څخه غوښتنه کوي ژر تر ژره د دغو تاسیساتو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
د برمل اوسېدونکي وایي، د پاکستاني تابعیت د منلو په مقابل کې به هېڅ ډول امتیازاتو ته غاړه کې نه ږدي خو له حکومت څخه غواړي چې د دې ډول دسیسو د شنډولو لپاره هلته د خلکو ژوند ته پام وکړي.
د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په انګور اډه سیمه کې د پاکستان د پوځ له خوا د تاسیساتو او دروازې له جوړولو وروسته هم افغان حکومت چوپه خوله دی او پاکستاني پوځیان پر خلکو فشار راوړي چې په جوړه کړې دروازه تګ راتګ وکړي.
دارنګه د سیمې اوسېدونکو له دې مخکې کابل نیوز ته ویلي وو چې پاکستان له خلکو غواړي چې د پاکستان تابعیت واخلي او په مقابل کې یې د ژوند له ټولو اسانتیاوو برخمن کېږي.
اوس د برمل او یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکو په یوه اعتراضیه غونډه کې د پاکستان له خوا په افغان خاوره تېری وغانده او خبرداری یې ورکړ چې د پاکستان هېڅ ډول غوښتنې ته به غاړه کې نه ږدي.
اعتراض کوونکو د پاکستان دغه کار د ټولو نړیوالو اصولو خلاف وباله او دغه هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنې تورن کړ.
د پکتیکا اوسېدونکو تور پورې کړ چې افغان حکومت په دې برخه کې چوپه خوله دی او د پاکستان د دغه ښکاره تېري مخه نه نیسي.
د پکتیکا اوسېدونکي وایي پاکستان له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې کرښې ته نږدې پراته خلک د یو لړ امتیازاتو په بدل کې ورخپل کړي.
دوی له افغان حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره هلته د خلکو د ژوند د ښه والي او عامه خدماتو د رسونې په برخه کې لاس په کار شي.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ یوازې د پاکستان دغه کار غیر قانوني بولي.
دغه اعتراضونه داسې مهال دي چې تر دې وړاندې په ځلونو رسنیو راپورنه خپاره کړل چې پاکستاني پوځيان د برمل په انګور اډه کې د تاسیساتو پر جوړولو لګیا دي خو د تاسیساتو له بشپړېدو سره سره هم افغان حکومت چوپه خوله دی.