افغان سوله بيه نه لري
له کومې ورځې چې افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل سوې ده، بېلابېلو بنسټونو هېوادونو، ادارو د افغانستان د سولې لپاره مجلسونه او ناستې کړي دي.
زه د تېرو څلورو لسيزو د جګړې په اړه د سولې پر هڅو خبرې نه کووم، يوازې دې ته راځم چې، د طالبانو د رژيم د ړنګېدو وروسته د وسله والو طالبانو سره پر سوله باندې د بېلابېلو غونډو، کنفرانسوو او ناستو باندې بحث کووم.
اوس خبره دا ده چې، ځينې خلک وايي که د طالبانو سره سوله کېږي نو د تېرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې دې له پامه نه غورځوي، نور بيا وايي چې طالبان وحشيان او د دې وطن دښمنان دي او د هغوی سره سوله نه ده پکار، د ملي وحدت د حکومت پر ګدۍ ناست چارواکي عجبه ضد او نقيض خبرې کوي، يو چارواکی يې پر خپل سر وايي: «د طالبانو سره سوله نه ده پکار.» دا راته ډېره جالبه ده چې ارګ بيا د سولې په تلاش پسې له هرې ممکنه لارې څخه کار اخلي.
خبره دا ده چې، د افغانستان د ولسونو لوی هېله او ارمان سوله ده او هغه څوک چې د سولې مخالفت کوي هغوی د جګړې تاوان او ضرر نه دی ليدلی، له لوکسو دفترونو خبرې کوي، زموږ بېچاره ولس چې هره ورځ د دغې ناوړې او بدبختې جګړې قرباني دی هره ورځ ترې رنج وړي.
د افغانستان دښمنان هيڅکله په افغانستان کې سوله نه غواړي، دوی د خپلو ناوړه موخو لپاره له هر ډول مکارۍ څخه ګټه اخلي، ترڅو خپل ناوړه اهداف سرته ورسوي.
زما په اند که په افغانستان کې جګړه بنديږي او سوله راځي، دا سوله هيڅ قيمت نه لري، دا که په هر بيه کېږي د دې هېواد دولسونو په خير دی.
دا که په هره قربانۍ او هره غوښتنه کېږي، بايد وسي، ځکه موږ هره ورځ ګڼ شمېر خلک په جګړه کې له لاسه ورکوو، د جګړې د بندېدو، د ولس د خونديتوب او مصؤنيت لپاره بايد دولت او سوله کې ښکېلې غاړې بايد له هرې لارې کار واخلي او هيڅ خنډ بايد خپلې مخې ته پرې نه ږدي.
د افغانستان سوله لپاره بين الافغاني مذاکره پکار ده او دا بايد د افغانانو څخه يوه اجماع جوړه سي، صداقت، رښتينولي، اخلاص په کولو سره کېدلی سي ډېر پرمختګونه وسي.
تېرو ۱۳ کلونو کې چې د ښاغلي کرزي په مشرۍ د سولې کومه شورا جوړه سوه، دغه ډول شورا ګانې جوړول نتيجه نه ورکوي، ځکه په دې شورا کې داسې خلک موجود وو چې سوله يې نه غوښتله.
سوله کې ولسي خلک او هغه خلک چې په سيمه او منطقه کې ا وسي، بايد کار ترې واخيستل سي او د سولې په خبرو کې بايد ونډه ورکول سي ځکه دوی اغېزمن تمامېدلی سي.
د سولې لپاره چې طالبانو کوم شرطونه وړاندې کړي دي د افغانستان د حکوم په ګټه دي، په دغه شرطونو کې په قطر کې د دغې ډلې سياسي دفتر په رسميت پېژندل، د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالب مشرانو ايستل، د طالب زندانيانو خوشي کول او د سولې پر ضد تبليغاتو مخنيوی شامل وو.
طالبانو دغه شرطونه د قطر پلازمېنې دوحه کې د پګواش په نوم يوه څېړنيز مرکز له خوا جوړه شوې غونډه کې وړاندې کړي دي.
دغې ډلې، بحث ته د افغانستان په کړکېچ کې ټول ښکېل لوري ور بللي وو، خو افغان دولت دغه بلنه نه وه منلې.
اوس پوښتنه دا ده چې افغان دولت د سولې لپاره نارې وهي، له ګاونډيانو تر نړيوالو ټولو ته چغې وهي چې سوله بايد وسي خو د مخالفې ډلې لخوا هغه شرطونه چې د حکومت له وسه هم دي ولې يې نه مني؟
مالومه خبره ده چې حکومت کې داسې خلک شتون لري چې يا به سوله نه غواړي او يا به د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي.
جګړه کې له ټولو ښکېلو خواو هېله کووم چې په رښتيني ډول دې د سولې لپاره له اخلاصه ډک قدمونه واخلي، د دې خاورې او ولس په خاطر دې بايد نوره جګړه بنده کړي.
سوله يو داسې الهي نعمت دی چې په دې هېواد او دې خاوره کې د هر اوسيدونکي په ګټه دی، که په جګړه او د بهرنيانو په شتون او د دوی پر سياست او پيسو جوړېدلی نو اوس به مو وطن جوړ وای، خو تر څو چې خپله افغانان لاس په کار نه سي او ښکېلې خواوې صادقانه هڅې ونه کړي نو بله لار نسته.