طلوع دې زما درد هم درک کړي زه هم انسان يم:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65953
سید سميع الله راشد
دخبریدو نیټه : 2016-01-24


 په ټول کې هر انسان چې مري د انسانيت، عاطفې، زړه سوي او ټولنیز ژوند له اړخه مې زړه پرې درد کوي، خو د مرګونو تفکيک په کار دی، تیر ماښام چې د طلوع تلويزيون پر کارکونکو کوم برید وشو که افغانيت، انسانيت او عاطفی ته راشو نو د غندلو دی، وحشت دی، زیاتی دی او نه ښايي چې داسې شوي وی، ځکه د مظلوم افغان تر وژنې کاش دا بريد د طلوع پر بنسټ ايښودونکي، پټو سلاکانو او طراحانو شوی وی، خو څو خبرې هم باید روښانه شي ځکه موږ تل په خړو اوبو کې ځان ورکوو او کله کله مو له احساساتو نور ګټه پورته کوي، زه د بیان آزادۍ ته ژمن يم، د بیان پر ازادۍ باور لرم خو د طلوع په څير د بیان ازادۍ ددې وطن په ګټه نه بلکه په زیان بولم.
راځۍ يوه کیسه روښانه کړو چې بريد پر خبريالانو نه بلکه د کابورا پروډکشن پر هغو کارکونکو شوی دی چې نه يوازې طلوع، لمر ‎، بلکه فارسي ون او نورو پټو پروژوي ټلويزيونونو ته يي مبتذل، ترکي، هندي، امریکايي او سریالونه دوبله کول،نو دلته که پر عامو کارکونکو بريد غندل کيږي نه ښايي چې د خبريال نوم ورکول شي، ځکه خبريال بيل او د دوبلې برخې کارکونکي بیل دي، البته زه دا خبرې ددې لپاره نه کوم چې دې بريد ته برأت ورکوم يو وار بيا وايم چې د هر انسان وژونکی قاتل، ځناور او وحشي دی خو د طلوع رسنیز وحشتونه،پر مصطلاحاتو، اندونو، ټولنيز ژوند، ژبې، افغانستان ، افغانيت او... باندې تیری هم باید ياد شي، دا هم باید ياد شي چې طلوع ولې په تیرو ۱۳ کلونو کې هيڅ بې ګناه افغان، د ملي اردو سرتيري، پولیس،د ملي امنيت کارکونکي او يا د کومې موسسې کارکونکي او ان وژل شوي خبريال ته د شهيد لقب ورنکړ آیا نور وژل شوي خلک هم انسانان دي کنه يوازې انسانيت په طلوع کې دی.
طلوع د شرارت او پردۍ پالنۍ هغه ځاله ده چې له تیرو لسو کلونو کې يي هره ورځ د کرکې، عقدې او ناسمو خبرونو او ډنډورو خبرونه خپاره کړي دي، د واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او فارن پالیسي له لوري خپریدونکو عقده مندانه او د استخباراتي پروژې خبري برخې یا تشو مقالو او لیکنو ته يي لابي کړې.
طلوع په افغانستان کې لومړنی تلويزیون وو چې سريالي ابتذال يي پیل کړ، طلوع لومړنی تلويزيون وو چې نيمه بربنډې سندرې يي خپرې کړې، طلوع لومړنی تلويزيون و چې افغانان يي په سمتي، ژبني، حزبي او قومي تعصبونو کې ښکيل کړل، طلوع لومړنی تلويزيون وو چې د پکتيا شمله ور قومونه يي ديوسان او د ننګرهار د شينوارو پتمن قوم يي ناموس پلرونکي ياد کړل خو هغه وخت ټول غبرګون يوازې د څو بښنو په غوښتو سره حل شو او خلکو جدي غبرګون ونه ښود.
د طلوع تلویزيون پر کارکونکو که بريد د غندنې وي په تیرو ۱۳ کلونو کې له افغان ولس سره د طلوع کړې جفا هم د غندنې ده، منو چې دوی به له دې لارې ډيرې پروژې تر لاسه کړي، ډير د اروپا او امريکا وږي به يي له دې لارې د سياسي او رسنيزو کيسونو له لارې بهر ته مخه کړي خو راځۍ له هرڅه سره افراطي چلند مه کوی،دا ديارلس کاله کيږي چې افغانان د اور په لمبو کې سوځي په سويل، ختيځ او شمال کې د وینو ويالې وبهيدې خو د طلوع چلند له هر شهيد سره که هغه به سنګر کې وو يا په کور او لار کې د وژل شوي و، طلوع ته د افغان تر مرګه خپلې پروژې او ځان ته لابي کول ډير مهم وو، تاسو به خبر یی کنه چې طلوع پوره يو کال کيږي د ياه سټ په نوم د يوې سپوږمۍ لپاره د افغان سټ پر ضد لابي کوي، تاسو خبر یی کنه چې د طلوع د ايثار خپرونه د دولت جواز نلري هيڅ ډول ټکس يا ځواب دولت ته نه ورکوي او تاسو خبر یی کنه چې طلوع تر خدمته شرارت، او د بیان تر معقولې آزادۍ د ژيړ ژورنالیزم او ترهګرو ته ښه لابي توب کړی دی، زه به پر طلوع بريد هغه وخت وغندم چې طلوع زما وژونکی هم وغندي، زه په طلوع د بريد پر ضد هغه وخت غږ پورته کړم چې طلوع زما سرتيري، زما ملکي وګړي او يا بل بې ګناه وژل شوي کس ته هم شهيد و وايي، د قرآن کريم ختم وکړي، او باالاخره افغانستان ومني.
ښه مې ياد شي کله چې کندز طالبانو نيولی و هلته وحشت وو، يو لوري ته طالبانو خلک وژل او بل لوري ته عقده منو قومي ټيکه دارانو بیا تیر غچونه اخیستلؤ بانکونه، هټۍ، کورونه او ..... چور کيدل طلوع نیوز د دفاع وزارت اوسنی وياند دولت وزیری چې هغه وخت د وياند مرستيال وو را ميلمه کړی وو او خدای خبر چيرې يي مصنوعي سړی د ټليفون له لارې له ستډيو سره وصل کړی وو او ژړل يي چې زه سرتیری يم، کلابند يم،وسله نشته او... ها نشته دا نشته.
له دې سره سره چې دولت وزيري هغه ساعت يو ډول چاپړوسانه اعتراض وکړ خو که ملي مسوليت ته راشو نو طلوع په دې وخت کې همدې طالب ته چې نن يي پر دوی ځانمرګی وکړ لابي وکړه، د افغان سرتيرو روحيه يي و وژله او د کندز چورتالان او تباهۍ ته يي بازار موندنه وکړهؤ همداسې يي تاسو هره ورځ د ارمان راډيو سهارنۍ خپرونه واورۍ چې په يو ساعت کې څومره د افغانستان، مشرانو، ارزښتونو، ديني او ولسي باورونواو.... باندې ملنډې وهل کيږي، د همايون دانشیار او مسعود سنجر شونډې بڅول او تمسخر آمیزه خنداوې هم ښې وګورئ.
همدارنګه ددې رسنۍ له لارې د افغان ستوري د فحاشۍ خپرونه، مبتذل سريالونه،لوڅۍ سندرې، له بحر څخه څو راغلو پروژوي سندرغاړو ته کمپاينونه، ایراني مصلحطاتو ته بازارموندنه کول،په دې رسنۍ کې د امریکايي، بريټانيوي او ... سلاکارانو شتون هم ددې وطن د بيان د ازادۍ، ارزښتونو او.... پر لمن تور داغ دی، له همدې کابل، له وزیر اکبرخان له يوې زيرزميني يا تلخونې څخه د فارسي ون په نوم د امريکې په خوښه د ایران پر ضد د يو ټلويزيون خپرونې او دلته د همدې پرونيو وژل شويو له لوري ورته د لوڅو سريالونو دوبله کول هم د هیرولو نه دي ځکه که موږ له ګاونډيو هیوادونو سره د حسن نيت يا نيکو اړیکو خبرې کوو د پاکستان استخباراتي زیاتی او وحشت غندو، د ایران د شيعه ایزم پروژې او .... نه غواړو راځئ نو خپل ځان هم په آینه کې وګورو چې موږ څه کوو، دلته خو نو بیا خو طلوع زموږ د یو ګاونډي پر ضد پروژې اخيستې وې ولې يي مخنیوی نه کيده؟
 طلوع په ټول کې شخصتيونه وژلي دي، د ضياالحق امرخيل پر ضد دسيسه له همدې تلويزیون څخه جوړه شوه، له همدې ځايه يي د لرې کولو لپاره پټې ناستې پاستې وشوې،جنرال ظاهر ورته پورته پورته شو او باالاخره يو بل مصنوعي قهرمان هم دلته را پيدا شو، د ماليي د پخواني وزير حضرت عمر زاخيلوال پر ضد دوسیه له همدې جايه جوړه شوه، د ښځې پاسپورت يي د همدې رسنۍ له لارې خلکو ته وښودل شو،په ټول کال کې له يوې روژې او بلې روژې پرته د فرض لمانځه لپاره اذان دوی نه دی خپور کړی که يي خپور کړی هم وي نو هغه د سپانسر او يا سوداګريز اعلان په خاطر به وي نو د طلوع پر کارکونکو د شوي زياتي په بدل کې پر میليونونو ولس ددې ټلويزيون او همدې کارکونکو په غږ کې د دوبله شويو سريالونو زیاتی هم مه هیروۍ که قتل، انتحار او بم کيښودل وحشت وي نو باور وکړی د خلکو د روانی سکون لوټل، پر ارزښتونو تیری، د بیان د آزادۍ په نوم د قومي او ژبنیو عقدو را پورته کول، د دوی د ځينو خپرونو د چلونکو عقده مندان تبصرې او کړنې هم تر دې ستر وحشت او ستر جنایت دی.
نو راځئ وروڼو احساساتي نه شو د بې ګناه افغانانو وژنه د انسانيت په خاطر وغندو نه د طلوع په خاطر، طلوع که زموږ وی زما رسنۍ وی نو نه به يي زما په ارزښتونو تیری کاوو، نه به يي زما په مصطلاحاتو، د همدې طلوع له ټريبونونه څو وارې د افغانستان د تجزيي غږ پورته شوی، د ټاکنيزو پروسو د سبوتاژ کيسې خپرې شوي دي، له راډيو ګانو يي هره ورځ د ولسمشر د غږ په څير مصنوعي مسخره آميزه غږيز کليپونه خپريږي زه پر طلوع د هيڅ ډول بريد غندونکی نه يم خو پر عادی کارکونکو يي هر ډول بريد د غندلو دی په طلوع کې د عادي کارمند په وژلو مسله نه حل کيږي بلکه د افغانستان له رسنيز آسمان څخه ددې رسنۍ لرې کول تر ټولو مهم کار دی.
طلوع چې د مار غار ته لاس ور وړي مار به يي خامخا چيچي،طالب هغه وحشي، هغه د وطن دښمن، هغه د ای اس آی په غیږ کې ناسته ډله ده چې د دوی له لاسه مو وطن وران دی، په ټوله دنیا کې شرميدلي يو، په کلیو کې ارام خوب نشته، د امريکې استعمار ته لابي شوې او باالاخره ننی طلوع او ننی فکری جنګ د همدې جاسوسې او پردۍ پالې ډلې له لوري پر موږ تپل شوی دی نو ماته د طالب وسله وال او د طلوع رسنيز وحشت دواړه يو شانې دي زه دا هم غندم هغه هم غندم، خو نن له سهاره تر ماښام پورې يوازې مشخصې خپرونې، بیا هم د ځينو عقده منو کسانو رابلل، پر دوی د شوي بريد پړه پر مشخص قوم ور اچول، د عدالت او يا دادخواهي په نوم يوازې يو قوم او خاصې کړۍ ته د عدالت نارې سوري يي په دومره هياهوی نه ارزي، راځئ کرار کينو د نورو افغانانو په څير مې په وژلو شویو خورانو هم زړه بد دی خو خپل شاه شهيد، کندز، په سرو وينو کې لمبیدونکی ننګرهار، هلمند، کندز، بدخشان، لوګر، پکتيکا، پکتیا اووو هیر نه دي تر طلوع د دوی درونه بيخي ډير دي د هلمند د يو ساعت درد والله که د ټولې طلوع په تباهي ارزي، زه طلوع رسنۍ نه بلکه يوه استخباراتي پروژه بولم ددې بريد تر شاه نه يوازې د طالب بلکه طلوع ته د لابي کونکې استخباراتي پروژې د ډيزاينر لاس لرل هم مه هیروی او د همدې پروژې پلونکی کونکی همدا په کوټه کې ناست ملا منصور، په فراه کې ناست ملا رسول، په وزیرستان کې ناست ملا سراج حقاني، په قطر کې ناست ببر څټي، په شمال کې ناست عطا محمد نور، په قبر کې پروت مسعود، په غرونو کې ورک ګلبدين او دوی ته ورته نور دي.
ومن الله توفيق