چین ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر په ترڅ کې پیکنګ د شانګهای د همکاریو په سازمان کې چې چین یې یو مهم غړی دی؛ د افغانستان د بشپړغړیتوب ملاتړ وکړ.
چین د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب د غوښتنې ملاتړ کوي.
د ا خبره د چین د بهرنیو چارو وزیر "وانګ اې" پرون په پیکینګ کې کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره له خبرو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې دغه راز ویلي چې افغانستان غواړي چې په نژدې راتلونکي کې د شانګهای د همکارۍ سازمان او هم د اسیا د بنسټیزو تاسیاتو د پانګونې د بانک بشپړغړیتوب ترلاسه کړي.
هغه ویلي چې چین د افغانستان دغه غوښتنه مهمه بولي او د هغې ملاتړ کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د نوموړي په خبره: ((چین د افغانستان د بیارغونې ملاتړ کوي او هم دې ته لومړیتوب ورکوي چې ورسره د هستوګنې د کورونو جوړولو؛ د کادرونو په رزونه او د ژوند د معیشیت د ښه کېدو په برخو کې مرسته وکړي.
موږ لېواله یو چې له افغانستان سره د بنسټیزو تاسیساتو د پلان او راتلونکې پراختیایي پروګرام په برخو کې هم مرسته وکړو.))
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره پر ځینو سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسئلو هم خبرې کړې چې په اړه یې زیات جزیات نه دي خپاره شوي.
خو د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د رباني سفر چې تر سبا پورې به دوام کوي؛ مهم بللی دی.
چین د شانګهای د همکارۍ د سازمان چې افغانستان له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په کې د څارونکې په توګه غړیتوب لري؛ یو مهم غړی دی.
پر چین سربېره روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان هم د دې سیمه ییزو همکاریو د ټولنې چې په ۲۰۰۱ کې تاسیس شوې؛ غړي دي.
په ۲۰۱۵ کال د دغه سازمان په سرمشریزه کې چې د روسیې په اوفا ښار کې جوړه شوې وه؛ د پاکستان او هند د بشپړ غړیتوب د پروسې د پیل اعلان شو.
د دغه سازمان غړو دغه راز بېلا روس؛ اذربایجان، ارمنستان، کمبودیا او نیپال ته هم د څارونکي د موقف ورکولو پرېکړه وکړه.
ایران د افغانستان بل ګاونډ هم د دغه سازمان څارونکی غړی دی چې د چین ولسمشر تهران ته په وروستي سفر کې په دغه سازمان کې د دغه هېواد د بشپړغړیتوب ملاتړ وکړ.
د شانګهای سازمان د اقتصادي او فرهنګي همکاریو په مقصد تاسیس شوی.
ځیني افغان کارپوهان وايي، د شانګهای سازمان د سیمې د اقتصادي ودې، تجارتي اړیکو او د سولې او ثبات ټینګولو ته؛ د یو غښتلي ارګان حیثیت لري او افغانستان باید ورسره تجارتي اړیکې ولري.
دوې تاکید کوي چې په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب مهم دی او هغه به له دې سره مرسته وکړي چې د سیمې له هېوادونو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پراختیا ومومي.