په کندهار کي يو شمير ملي سوداګرو زرګونو زده کوونکو ته په وړيا او کم فيس ورکولو سره د زده کړو زمينه برابره کړې ده .
هغه کسان چي په خصوصي کورسونو کي په زياتو پيسو د زده کړو توان نه لري له دي مرستي زيات خوښ دي .
د پوهني رياست په دې برخه کي نور ملي سوداګر هم ورته مرستي ته هڅوي .
په کندهار کي د دولتي ښوونځيو تر څنګ ديرش بابه خصوصي ښوونځي او تعليمي مرکزونه فعاليت کوي چي يو شمير يې په وړيا ډول او يا هم کم فيس سره بيوزلو زده کوونکو زده کړي ورکوي .
د بيوزلو زده کوونکو شمير زرګونو ته رسيږي او دا مهال د نورو ښوونځيو تر څنګ شيرزاد تعليمي بنسټ او وزير محمد ګل خان مومند ښوونځي ښه خدمات وړاندي کوي .
د رسمي ښوونځيو مطابق نصاب ، کمپيوټر ، انګليسي او د ديني مضامينو زده کړه هغه برخه ده چي دا مهال يې زرګونه بيوسه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي .
د کندهار د پوهني رياست د ملي سوداګرو دا اقدام ستايي او په دې برخه کي د نورو سوداګرو او شتمنو خلکو د توجه غوښتنه هم کوي .
په کندهار کي د ګڼو دولتي ښوونځيو ټيټ کيفيت خلک اړ کړي دي چي خصوصي ښوونځيو ته مخه کړي خو د خصوصي ښوونځيو ډبل فيسونه هم د خلکو له وسه وتلی کار دی ،کندهار ښاريان په ټيټ فيس د خصوصي ښوونځيو د ډيريدو غوښتنه کوي .