د رنګ توس ( تاپيTAPI ) - لومړۍ برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65985
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
دخبریدو نیټه : 2016-02-02


 

        څو خبرو زه ددې توس په اړه  هیله من کړم یم . تاپي ( TAPI ) ښیم چي ما یو وخت پخپلو لیکنو کي د افغانانو د پاره د سیمي په سیاسي معاملو کي د « رنګ توس » بللی وو . دا هغه پروژه ده چي لسیزي ورته افغانان سترګي په لار وو  . لومړۍ خبره د پاکستان د نظامي مشرتابه وه چي د پروژي د رسمي پیل ( افتتاح ) د مراسمو څخه یې دوي ورځي وړاندي په پوره ډاډ سره وویل چي دوي به د طالبانو څخه و غواړي څو د پروژې امنیت خوندي کړي . دویمه خبره د یو شمیر طالب استازو ده چي د قطر په پلازمینه دوحې کي یې د سولي په غیر رسمي غونده  کي په زغرده وویل چي طالبان به د تاپي پشان پر ټولګټو پروژو چي ملي ارزښت ولري ، بریدونه ونکړي او امنیت ته به یې خطر پیښ نکړي ( که رښتیا هم داسی چلند وکړي ، دا به یې نه هیریدونکې سیاسي هوښیاري وي ) . که څه هم زه لا تر اوسه باوري نه یم  چي ایران به ددې پروژې و پرمختګ ته لاس تر زني د تماشاچي په توګه کښیني . ځکه ایران هم د وسله والو مخالفانو پر بیلابیلو ډلو باندي خپل اغیز لري او خنډونه را منځته کولای سي .
      پدې ورځو کي چي د پروژې عملي کار په رسمي ډول پیل سوي شمیرل کیږي ، په رسنیو کي راز راز څرګندوني تر سترګو کیږي . دا چي زه د کانو او صنایعو وزارت د یوه پخواني کادر په توګه ددغي پروژی د مطرح کیدو له وخته ور سره په تړاو کي وم ، دوستان مي غوښتنه را څخه کوي چي د تاریخچې ، اقتصادي او سیاسي ارزښت په هکله یې د فني مالوماتو سره یو څه ولیکم . ما له نیکه مرغه څو کاله وړاندي پدې اړه یوه هر اړخیزه لیکنه رسنیو ته سپارلې وه . داچي اوس د نوموړي پروژې د عملي کیدو اُمید د پوره کیدو په لور روان دي ، پر ځای ګڼم چي د هغي لیکني غټ ټکي د لږ بدلون سره پدغه مناسب وخت کي د وطنوالو مخته کښیږدم . 
          د انرژی موضوع د نننی مخ پر ودی تخنیک په پام کی نیولو سره ورځ تر بلی تودیږی او په هکله یی فکر کول یوه بیړنۍ اړتیا ګڼل کیږی . د انرژیتیکی موادو زیرمی دځمکی لاندی د طبعی قوانینو سره سم  داسی ویشلی شویدی چی د ځمکی دمخ د سیاسی جغرافیی سره سمون نلری . ډیری زیرمی دداسی سیاسی سرحدونو په منځ کی راغلی چی تخنیکی وده یی دهغو هیوادونو په پرتله چی ډیره اړتیا ورته لری ، تر یوه ټاکلی بریده ټیټه ده . کیدلای شی چی دغه کار د نوموړو هیوادونو په اړه دنیکه مرغه وبلل شی . که دا زیرمی هم په پرمخ تللو هیوادونو کی د نا مړیدونکو پانګوالو مال وای ، پاته هیوادونه به یی دلوږی تر خط لا نورهم کښته شړلی وای . که څه هم ځینی پرمختللی هیوادونه لکه روسیه او امریکا دا اوس هم تر خپلی اړتیا زیاتی دانرژۍ زیرمی لری . امریکا خپل نژدی ټول دتیلو سترکانونه او همدارنګه دګازو یوشمیر کانونه همدا اوس کنسرو کړیدی چی دخپلو اړتیاوو په موخه لا هم ډیر لږ کار ور څخه اخلی . هغه یی پدی خاطر پری ایښی دی چی که یوه ورځ د نورو صادرونکو هیوادونولکه اوپیک او نورو زیرمی خلاصی شی ، بیا به دوی دخپلو زیرمو څخه کار اخلی . د اوس دپاره امریکا خپل د اړتیا وړ د تیلو ډیره برخه له بهره رانیسی او پدی ډول یی ددی توکو قیمتونه په نړیوال بازار کی جګ کړیدی ، داځکه چی په ازاد بازار کی عرضه او تفاضا د قیمتونو کچه ټاکی . روسیه بیا خپل د ګازو د زیرمو څخه دلودیزاو ګاونډیانو په وړاندی دسیاسی فشار د الی په توګه کار اخلی . داټول دهغی مقولی رښتینوالی به ډاګه کوی چی  سیاست د اقتصاد  یوه کښیکښلی ( فشرده ) بڼه ده .
          لودیز اوس ددی دپاره چی ځان د روسیی دفشاره لږ خلاص کړی پدی فکر کی دی چی ددی توکو نوری سرچینی ولټوی . څو ورځی وړاندی می په رسنیو کی ولوستل چی سوریی پتئلی ده دخپل ضرورت وړ ګاز د اذربایجان څخه رانیسی ( البته د یادولو ده چي دا کرښي څو کاله مخکي یاني په سوریه کي تر روان اړودوړ مخکي لیکل سویدي ) . اذزبایجان همدارنګه په پام کی لری یو نوی پایپلین ( نل لیکه ) د ګرجستان تر سرحده وغځوی او بیا یی د ( جنوبی قفقاز ) پنامه دهغه پایپلین سره وتړی چی دترکیی د لاری د ختیزی اروپا هیوادونو ته ګاز لیږدوی . دامهال ګاز ته د المان ، ایتالیا ، بلغاریا او یو شمیر نورو هیوادو اړتیا ورځ په ورځ مخ پر زیاتیدو ده . ترکمنستان بیا په نظر کی لری هرکال خپل ۴۰ میلیارد مکعب متره ګاز د اذربایجان دلاری د یوې پیاوړی نل لیکی په مټ اروپایی هیوادونو ته صادر کړی . پدی توګه به اروپایی هیوادونه وکړای شی چی دخپلی اړتیا بوج د روسی ګاز په اړه تر یوی کچی کم  او ورسره سم د روسیی دفشار بارټیټ کړی .                                                                                                          ګاز چی اوس یی ځان دکیمیاوی مادی څخه دسیاسی فشار تر الی پوری رسولی دی ، پکار چی په هکله یی لږ اړین او دعامو لوستونکو د پوهیدو وړ مالومات هم وړاندی کړم :
        طبعی ګاز : داعضوی کیمیاوی ماده یو ډول فوسیلی سوزیدونکی توکی دی چی په لنډ او ساده ډول یی یوازی ګاز هم بولی . د ګازو کانونه هغه  طبعی زیرمی دی چی په هموارو سیمو کی چیری چی تر ځمکی لاندی جوړښت یی طبقی لرونکی ( معمولا روسوبی منشا ) وی ، پیدا کیږی .  کانونه په مستقل ډول یا د تیلو اویا هم کله ناکله د اوبو سره په ګډ ډول زیرمه کیږی چی معمولا د تر ځمکی  طبفو یا لایو د منحنی ډوله جوړښتونو په محدبو برخو کی راټولیږی او که د نفتو سره یو ځای وی ، نو نفت یی دنوموړو طبقو مقعری برخی ډکوی . ددی کانو کچه دشرایطو له مخی یوله بله توپیر لری . په کانونو کی د طبعی ګاز نژدی ۸۰ په سلو د متان ګاز دی چی د یو مالیکول کاربن او څلور مالیکوله هایډروجن څخه جوړ شویدی . ددی سپک ګاز سره یو ځای ځینی نور نسبتا درانده ګازونه لکه ایتان ، پروپان او بوتان هم په لږه کچه تر سترګو کیږی چی ددغی سرچینی د ګازو ډولونه یوازی دهغوی په ترکیب کی د کاربن او هایډروجن د مالیکولونو دمختلف انډول له مخی منځته راځی . په بنده هوا کی دګاز تنفس کول مرګونی خطر لری . طبعی پاک ګاز نه رنګ لری او نه هم بوی  ، ځکه نو ددی پخاطر چی دنل څخه یی دبیځایه خارجیدو په هکله مصرف کونکی ژر خبر شی ، د نوموړی ګازسره یو ډول  ډیر بد بویه مواد لکه ایتایل میرکاپان ګډوی . پدی توګه خلګ پری خبریږی تر څو د وتلو لاره یی ډبه او د ځانی او مالی زیان مخه ونیسی . دساتلو او انتقال داسانتیاوو پخاطر ګاز په یخ ځای کی تر لوړ فشار لاندی کښیکاږی او پدی توګه یی حجم ور کموی . په عادی حالت کی ګاز تر هوا نژدی دوه برابره سپک دی ځکه نو د نل څخه د وتلو پروخت د اټموسفیر لوړو برخو ته ځی . د عادی حالت کثافت یی څه کم یو کیلو / مکعب متر او د کښیکښلی مایع حالت کثافت یی تر ۴۰۰ کیلو / مکعب مترو پوری رسیږی .
      په نړی کی د ګازو ډیری ستری زیرمی شته چی لوی کانونه یی په روسیی ، ایران ، دفارس خلیج هیوادونو ، ترکمنستان ، قزاقستان ، امریکا او کاناډا کی دی . په اروپا کی هالینډ او تر یوی کچی هم ناروی دا ډول کانونه لری . دګاز ستر معدنونه دځمکی په وچه برخه کی پراته مګر په لږ شمیر کانونه یی همدارنګه تر بحر لاندی قشر کی په نسبتا کم ژوروالی پیداکیږی . ګاز په وچه کی معمولا د ۱۰۰۰ مترو څخه تر څو زرو مترو په ژوروالی زیرمه شوی وی .  دځمکی د وچی په غرنی برخو کي دګازو او نفتو کانونه نشته ، دا ځکه چی د اروګنیز ( غر جوړیدنی) مرحلی پروخت د ځمکی طبقی ماتیږی او که چیری هلته ګاز یا نفت موجود هم وی بیا د ځمکی و سطحی ته لاره پیداکوی اوبهرته وځی ، ځکه نو پداسی سیمو کی دتیلو یا ګازو و لټولو ته پښی لوڅول دیوه جیولوجست د مسلکی ناپوهۍ کچه ښئی . دا ډول جیولوجست و هغه نابلده غله ته ورته والی لری چی دقیمتی توکو دغلا کولو په موخه د پروړو خونی ( کاه دانی ) ته ځی . دمتان ګاز کیدلای شی دسنتیز دلاری په مصنوعی ډول د ځینو توکو څخه هم لکه دکرهنیزو محصولاتو تفاله ، دلرګیو د پروسس پاتی شونی او د خوراکی صنایع پاتی شونو څخه تر لاسه شی . ددی ډول ګاز تولید په هند کی ډیر رواج موندلی دی . هلته په کلیوالی سیمو کی نژدی هر کور دا ډول متان ګاز د یوی ځانګړی وړی دستګاه په مټ ترلاسه کوی او کار تری اخلی . یو کلیوالی کور چی یوه غوا ، یو سخندر ، یو ترانسپورتی حیوان لکه خر یا یابو ، دوی دانی بزی یا پسونه ولری ، ددغو اهالی او په کلیوالی کورونو کی اړینو حیواناتو فاضله مواد ددی دپاره بسنه کوی چی په نوموړی دستګاه کی ورنه دومره ګاز ترلاسه شی څو ددغی کورنی د روښانه کولو ¸ پخولو او تودوخی دپاره کار ورکړی .                                                                                                                                     د ځمکی دتل نه ګاز د څاه ګانو په مټ راایستل کیږی چی په راایستلو کی دطبقو داخلی فشار بنسټیز رول لوبوی . د استخراج په موخه څاګان د ځمکی پرمخ په ګاز لرونکی ساحه کی په متناسب او برابر ډول په پام نیسی ، کنه نو کیدلای سی چی داخلی فشار ناانډوله بڼه غوره کړی چی داکار په استخراجی چارو کی ستونزی پیښوی . روسیه په نړی کی تر ټولو زیات ګاز استخراج اولیږدوی چی یوازی دنل لیکو ګډ اوږدوالی یی تر ۱۵۵ زره کیلومترو پوری رسیږی ، مګر په ۲۰۰۹ کال کی دامریکا د ګازو استخراج له روسیی نه زیا ت وو چی روسیی ۵۸۲ میلیارد مکعب متره او امریکا بیا ۶۲۴ میلیارد مکعب متره استخراج کړی وو . په ۲۰۰۶ کی امریکا او روسیی هر یوه د نړیوالی کچی په سلو کی  ۱۸ برخی طبعی ګاز تر لاسه کاوه .له دوی نه وروسته الجزایر ، ایران ، ناروی ، اندونیزیا ، سعودی عرب ، هالیند ، مالیزیا او ترکمنستان راځی . ددغو یادو شوو هیوادونو پرته نور ټول هیوادونه په ګډه په نوموړی کال کی ۱۴۴۰ میلیارد مکعب متره ګاز راایستلی وو ، پداسی حال کی چی د ټولی نړی په کچه ۳۶۴۶ میلیارد مکعب متره ګاز ښودل شویدی ( په انترنیت کی دروسی سرچینو څخه اخیستنه )  . نور بیا
پاته به یې په راتلونکو برخو کي ولولئ .