افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته د سفر پر مهال ددغه ولاDت د برېښنا، صنعت او نورو ستونزو د حل ترڅنګ ژمنه وکړه، چي يو شمېر چارواکو او ادارو ته به ځانګړي او لوړ صلاحيتونه ورکړي.
هغه، چي نن سهار کندهار ته د هوايي ډګر د پېښي د قربانيانو فاتحې ته راغلی وو، په ولايت مقام کي يې د دولتي او ملکي کسانو سره د يوې غونډي پر مهال ددغه ولايت د اقتصادي پياوړتيا ډاډ ورکړ.
دا ځل په کندهار کي له افغان ولسمشر څخه د يوې غونډي پرمهال د نورو غونډو په توپير د اقتصاد د پياوړتيا غوښتني وسوې.
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په خپلو خبرو کي د فساد سره مبارزه د لومړيتوبونو ياده کړل او ويې ويل چي د ولسي غوښتونو دپاره د قومي مخورو ، ښځو او ځوانانو بورډونه جوړ کړي دي .
ملي سوداګرو، ميرمنو او ځوانانو له ولسمشر څخه وغوښتل،څو د ځوانانو د اقتصادي حالت د پياوړتيا لپاره هڅي وکړي، د کندهار برېښنا ورته جوړه کړي، ميرمنو ته د لاسي صنعت په برخه کي بازار پيدا کړي ، د نسايي او ولادي روغتون د جوړېدو لپاره کار وکړي او په کندهار کي نيمګړي پروژې بشپړي کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار د خلکو د ستونزو اورېدو وروسته په خپلو خبرو کي د کندهار، هرات، مزار او جلال اباد ښاروالۍ ته د ځانګړو صلاحيتونو د ورکړې ژمنه وکړه.
ولسمشر محمد اشرف غني ټينګار وکړ، چي د کندهار د برېښنا د سمولو جدي هڅي رواني دي.
ده وويل، چي د کجکي د برېښنا د بند دوهمه پروژه تر کار لاندي ده او همداشان له کابل څخه وارداتي برېښنا تر غزني پوري رسېدلې.
هغه زياته کړه، چي د اقتصادي پراختيا په لړۍ کي به ډېر ژر د کندهار – سپين بولدک ترمنځ د ريل ګاډي پټلۍ جوړ کړي او په هيواد کي به نهه نړيوال هوايي ډګرونه په اقتصادي اډو بدل کړي.
دا کندهار ته د ولسمشر غني د واکمنۍ دوهم سفر دی.
په نننۍ غونډي کي هغه ټينګار وکړ ، چي والي يې استازی دی او له خلکو يې غوښتي، چي د هغه سره مرسته وکړي.