درېیم ـ په شلمه پیړۍ کی
تاریخی اسناد او شواهد ښیی چی د شلمی پیړۍ په اتو لسیزو کی د افغاني هندوانو ( او سیکانو ) د ژوند شرایط او کاروبار آن تر نولسمی پیړۍ لا هم ښه آرام او ګټمن وو . پر هغوی مذهبي ، سیاسی او مالی فشارونه په مراتبو لږ سول . د هغوی آزادانه تګ را تګ ، آزادانه تشخیص او آزادانه فعالیت ښه رونق وموند . په بل عبارت ، د شلمی پیړۍ لومړني اتیا کاله د افغاني هندوانو په تاریخ کی یو زرین فصل او تر ټولو ښیرازه پړاو دی چی هیڅ سارئ نه لری . خو د ثور د کودتا څخه را وروسته ( تر نن پوری ) د هندوانو او سیکانو ژوند هم د نورو افغانانو غوندی له مصیبتونو او غمونو ډک سو .
په هر صورت ، که یو څه شا ته ولاړ سو نو وبه ګورو چی د امیر امان الله خان په واکمنېدو او د افغانستان د سیاسی استقلال په حاصلېدو سره په حکومت کی د هری عقیدې او جامعې غړو ته مساوی حقوق او فرصتونه مهیا سول . دا لا څه ، امیر امان الله خان په افغانستان کی یو انقلابي هندوستانی استوګن ( راجا مهندرا پرتاب ) په ماسکو کی خپل نماینده وټاکی چی هغه د ۱۹۱۹ کال د مې پر اوومه د شوروي روسیې د مشر ( لینن ) سره وکتل او افغانستان ته یې د مرستی په هکله خبری اتری وکړې ( هندیان په جنوبی آسیا کی : ۱۴۲ مخ ) .
دیوان نرنجن داس د هیواد په حکومتي اداره کی یو پیاوړی او ځواکمن هندو و . هغه په مالي او نظامی چارو کی تجربه لرله او یو قومي مشر هم و . نرنجن داس ملکي ډګروال او هم د مالیې اخیستلو لوی ریًس و چی بیا د مالیې وزیر سو . په هغه عصر کی دا معمول و چی کومو هندوانو به په دولتی اداره او حکومت کی د مامور په حیث دنده لرله نو د فارسی هماغه پخوانۍ کلمه « دیوان » به یې د هغوی د اداري لقب په حیث ورته استعمالوله . نو نرنجنداس هم له همدې کبله د « دیوان » په لقب او څار و .
هغه همدا راز په ۱۹۱۹ کی د روالپنډۍ د سولی په خبرو اترو کی د افغانستان استاځی و ، او بیا په ۱۹۲۰ کی د میسوري په کنفرانس کی هم د افغانستان د رسمی هیًت غړی و ( هماغه : ۱۴۳ مخ ) . د دې هیًت مشر خارجه وزیر محمود طرزي ، مرستیال یې د خارجه وزارت د سرحداتو مسؤل عبدالهادي داوي او غړي یې د تجارت وزیر غلام محمد خان ، ملکی برګېډ دیوان نرنجن داس ، کرنیل پیر محمد خان تره خیلی ، په هند کی افغاني مستشار غلام صدیق خان څرخي او یو تحریریه ګروپ وو ( نګاهی مختصر به تاریخ معاصر افغانستان : ۲۴۳ ـ ۲۴۴ مخونه ) .
خو لږ تاریخ پوهان ( مثلأ میر محمد صدیق فرهنګ ) ادعا کوی چی امان الله خان د انګریزانو سره د خبرو اترو په دغو ناستو کی د نرنجن داس د ټاکلو څخه سیاسی استفاده کوله . یعنی دا چی شاه غوښته په دې ډول د هندوستان هندوان د آزادۍ غوښتلو له پاره ولمسوي . د برتانوي هند حکومت د نرنجنداس د ګډون څخه ډیر ناآرامه سو ، دا ځکه چی د هندوستان د اکثریت نفوس په توګه یې د هندوانو پاملرنه افغانستان ته واړوله ( افغانستان در پنج قرن اخیر : ۴۹۶ مخ ) . خو حقیقت دا دی چی امان الله خان د نرنجنداس د اداري او حسابي استعداد څخه بشپړ خبرتیا لرله ، نو ځکه یې د مالیې د وزارت مقام ور وسپارئ .
په هر صورت ، امیر امان الله خان د خپلو هندو اتباعو سره ډیره منصفانه او عادلانه رویه کوله او هغوی یې د خپلو دینی او کلتوري مراسمو ، غونډو او لمانځنو له پاره هڅول . کله چی د کابل هندوانو د ( تِلک ) د مړینی په خاطر د ویر او غم مراسم جوړ کړل نو امیر امان الله خان شخصأ ورغی او د ماتم په دې مراسمو کی یې ګډون وکړ ( هندیان په جنوبی آسیا کی : ۱۴۳ مخ ) .
د امان الله خان نهه کلنه موده د افغاني هندوانو ( او سیکانو ) د رنسانس دوره هم بلل سوې ده او هغوی د افغان ملت د انجن د یوې مهمی پرزې حیثیت غوره کړ . امان الله خان ملت ته په خطاب کی وویل چی « موږ هندو ، هزاره ، شیعه ، سني ، احمد زی او پوپل زی نلرو بلکی ټوله یو ملت یو ، یعنی افغان . »
د ده په عصر کی اکثریت هندوان د کابل ، غزنی ، کندهار او جلال آباد په ښارونو کی اوسېدل . غبار لیکی چی ولایتی شوراګانو او د کابل معارف انجمن ته د هندوانو یو یو انتخابي استاځي لاره ومیندل او د ښاري چارو په اداره کی برخمن سول . د ۱۹۲۰ کال د مې د میاشتی د شاهي فرمان له مخی هندو اتباع د جزیې ورکولو څخه آزاد سول او د دې مذهبي اقلیت بې وسه کسان چی پر خپل وخت د جزیې د نه ادا کولو له امله تر څارنی لاندی وو ، معاف سول او هم د هغوی د پیژندني اړونده ژړ رنګه لنګوټې او نور دغسی مشخصات لغوه سول . د هندوانو اولادونو ته په ملکي او نظامی مکتبونو ( حبیبیه او حربیه لیسو ) کی د تعلیم او په اردو کی د افسرۍ اجازه ورکړه سوه ( افغانستان در مسیر تاریخ ـ ۷۹۴ مخ ) .
نور نو د هندوانو مذهبي مراسم په ښکاره او آزادۍ سره اجرا کېدل . د لومړي ځل له پاره د دوی په مکتبونو کی هندو ماشومانو ته د نورو مضمونو تر څنګ د دوی د مورنۍ ژبی یعنی هندي او پنجابي ژبو تدریس او د هندو مذهب زده کړه عامه سوه .
دا لا څه ، افغاني هندوانو د امان الله خان د وګړنیز خصلت په درک کولو سره یوه عریضه ترتیب کړه او هغه یې شاه امان الله ته وړاندی کړه چی څو مهمی غوښتنی یې ترې کړي وې . وروسته امان الله خان د یو فرمان په توګه د هغوی ټولی غوښتنی تایید کړې . په آثارو او منابعو کی د هندوانو دا غوښتنی جلا ذکر سوي دي او د امان الله خان ځوابونه ( د یو فرمان په توګه ) جلا ذکر سوي دي ، خو زه به دا غوښتنی او ځوابونه سره توحید کړم تر څو ښه واضح او توضیح سی . د هندوانو مطالبې او د شاه ځوابونه دا دي :
۱ ـ څنګه چی ځینی کسان بعضی هندوان په زوره مسلمانان کوی ، نو هیله ده چی په دې هکله امر وفرمایاست تر څو حکومتي مسؤلین دقت او توجه وکړی .
ځواب : امر کیږی چی هیڅوک بل څوک نسي مجبورولای چی مسلمان سي . که دا ثابته سوه چی د هغه په حق کی ناحقه شاهدي ادا سوې ده نو دغسی شاهد به پنځه سوه روپۍ جریمه او درې کاله به بندي کیږی .
۲ ـ په دینی چارو او معاملاتو مثلأ نکاح او میراث کی دی اجازه راکړل سی چی موږ د خپل مذهب ( دهرم شاستر ) یعنی د خپلو دینی کتابونو د احکامو سره سم فیصلې وکړو .
ځواب : منظور ده .
۳ ـ هندو ښځی زیارتونو ته له ورتګه منع دي . هیله ده چی همایوني اعلیحضرت اجازه وکړی چی هغوی وروسته له دې خپلو زیارتونو ته ولاړی سی .
ځواب : اجازه ده ، چی زړه یې وی هلته تللای سی .
۴ ـ که زموږ عبادت ځایونه وران سی نو اجازه دی راباندی ولورول سی چی بیرته یې د پخوا په شان ودان او جوړ کړو .
ځواب : اجازه ده ، هر وخت چی ستاسی درمسالونه وران سی ، د پخوا غوندی یې آباد کړئ .
۵ ـ که زموږ د خلکو کومه غوا ناروغه سی ، موږ د خپل مذهب پر اساس هغه نه وژنو بلکی پریږدو یې چی پخپله مړه سی . خو په کلیو کی ځینی خلک دغسی کار د خپلی کړنی مطابق غواړی او نه پریږدی چی هغه پخپله ضایع سی . نو هیله من یو چی دا کسان تنبیه سی تر څو هندوان په عذاب نکړي .
ځواب : امر کیږی چی وروسته له دې څوک غرض په ونکړی او هغه پریږدی چی پخپله مړه سی . که چا په دې هکله زورزیاتیً وکړ نو سل روپۍ جریمه به ترې اخیستل کیږی .
۶ ـ د لنګوټې او دریشي په هکله له دې مخکی بندیزونه موجود وو تر څو هندوان د مسلمانانو څخه تشخیص او وپیژندل سی . هیله ده چی دغسی بندیزونه معاف سی .
ځواب : سمه ده ، هر ډول لنګوټه چی تړی او هر ډول دریشي چی اغوندی اختیار لری .
۷ ـ هیله من یو چی هندوانو ته دا اجازه ورکړه سی چی هر ځای وغواړي هلته مځکه رانیولای سي .
ځواب : صحیح ده ، د افغانستان هر هندو تبعه چی هر ځای وغواړي مځکه رانیولای سی .
۸ ـ هیله من یو چی څومره محصولات چی د مسلمانانو څخه اخیستل کیږی ، کټ مټ د هندوانو څخه هم هغومره واخیستل سی .
ځواب : د محصولاتو او نورو په هکله دی د مسلمانانو سره یو رنګه ترې واخیستل سی .
۹ ـ کله چی یوه ښځه مسلمانه سی نو میړه ته یې هم دا تکلیف ورکول کیږی چی باید مسلمان سي . او که یو سړی مسلمان سی نو ماندینه یې هم مجبوروي چی مسلمانه سی . هیله من یو چی دغسی کسان تنبیه سی تر څو داسی کار ونکړي .
ځواب : سمه ده ، که نر یا ښځه په خپله خوښه مسلمان سی باید په عیال سره هغه مجبور نکړل سی .
۱۰ ـ کله چی یو هندو هلک چی پلار یې ژوندی وی او پخپله خوښه مسلمان سی ، نو هغه د خپل مال اختیار لری چی د ثبوت له مخی یې د ځان سره یوسی . هیله ده چی د هغه د پلار ، مور او نورو مال د ده و نه بلل سی او نه هم ده ته ورکړه سی ، دا ځکه چی حق نلری .
ځواب : سمه ده ، باید په دې باب پوره دقت وسی تر څو حق تلفي ونسی او خپلوانو ته یې ضرر و نه رسیږی .
۱۱ ـ ځینی هندوان چی مسلمانان کیږی په ناحقه سره د میراث دعوه کوی او د خپلو نورو وروڼو څخه حق غواړي . هیله ده چی حکومتي لویان په دې اړه دقت وکړی او دغسی شخص باید اضافه طلبي او اضافګي و نه غواړی .
ځواب : که یې پلار یا وروڼه مړه سوي وو او وروسته یو له هغوی څخه مسلمان سی او د پلار مال یې تقسیم سوی نه وی نو د شرعي ترکې د اصولو له مخی باید د هغه حصه واخیستل سی . او که د پلار د مړ کېدو څخه مخکی د هغه د زامنو څخه یو مسلمان سی او وروسته یې پلار هم مسلمان سی او بیا مړ سی نو د میراث حق نلری .
۱۲ ـ هر هندو که وغواړي چی د افغانستان څخه دباندی یا له بهره هیواد ته تګ راتګ وکړی ، هیله ده چی آزادانه اجازه ورکړه سی .
ځواب : درسته ده ، د تګ راتګ د قواعدو سره سم ټوله آزادانه تللای او راتللای سی او د افغانستان په دننه کی دې دیوان نرنجن داس او نور هندو مشران د هغوی ضمانت وکړی او خبر دي یې ولري .
۱۳ ـ کله چی د کوم هندو کور غله ووهي نو هیله ده چی عدلي محکمې د یو مسلمان په شان د دغسی هندو د قضیې هم تحقیق وکړی .
ځواب : امر کیږی چی په حکومتي څانګو کی دی د هندوانو حقوق هم د مسلمانانو د حقوقو غوندی مراعات سی نه یوازی د غلا سوو مالونو په ارتباط ، بلکی په ټولو دعوو کی باید د دوی حقوق په عدالت او مساوات سره تحقیق کړه سی .
۱۴ ـ څنګه چی د کابل د دارلسلطنه لوی مکتبونه د ټولو هندوانو له پاره د دولت له خوا ټاکل سوي دي داسی چی زموږ څخه هر څوک باید خپل اولادونه هلته دینی او نور علوم حاصل کړی . دا هم ستاسو مهرباني ده . خو هیله کوو چی حتمی دې نه وی او هر کله که څوک خپل پلرنی کسب کول غواړي نو اختیار دې ولری .
ځواب : د دنیا هیڅ پرمختګ بېله علم څخه نه کیږی . زه پوهیږم چی تاسو به څو کاله وروسته پښیمانه سیً . خو دا چی تاسو همداسی غواړئ نو ستاسو د خوښي څخه پرته به په عسکري او ملکي مکتبونو کی شمولیت حتمی نه وی . همدا راز ، امر کیږی چی ځینی وختونه د شخړی او جنجال او نورو په ترڅ کی چی د کومو جاهلو له خوا هندوانو ته د دوی د مذهب له امله بد او ناوړه ښکنځل کیږی نو عدلي څانګی او پولیس چی څنګه د مسلمانانو په حصه کی اړونده دقت او ممانعت کوی د هندوانو په هکله هم باید عین عمل اجرا کړی او د ملامت څخه ټاکلې جریمه واخلي . ( ۱ : جریدهً امان افغان ؛ لومړی کال ، اتمه ګڼه ، د ۱۲۹۹ لمریز کال د ثور دیرشمه . ۲ : دورهً امانی ؛ نګرشی به اوضاع اجتماعی ، فرهنګی و سیاسی ، ۲۳ ـ ۲۷ مخونه ) .
امان الله خان دا فرمان د ۱۲۹۹ لمریز کال د حمل د میاشتی پر دوولسمه صادر کړ . د هندوانو د پورتنیو غوښتنو او د امان الله خان د دې پیرزوینو څخه عملأ ثابتیږی چی اماني دولت د افغاني هندوانو او سیکانو سره څومره مینه او خواخوږي لرله .
دا لا څه ، امان الله خان وروسته په خپلو حقوقي او اداري اصلاحاتو کی هندوانو ته هم لوی سهم ورکړ . د افغانستان لومړنی اساسی قانون چی د ۱۹۲۳ په اکتوبر کی خپور او نافذ سو ، د افغانستان ټولو اتباعو ته ( که مسلمان وو یا غیر مسلمان ) برابر حقوق ورکړل . د دې قانون په دوهمه ماده کی داسی ویل کېدل : « د افغانستان دین اسلام دی . د نورو دینونو وګړی لکه هندوان او یهودیان چی په افغانستان کی اوسیږی ، هم د ساتنی له حقه برخمن دي . » ( هندیان په جنوبی آسیا کی : ۱۴۳ مخ ).
دا تر لمر سپینه ده چی امان الله خان مکتب او تعلیم ته ډیر اهمیت ورکاوه . روایت دی چی کله هغه کندهار ته په سفر تللی و ، نو تر هر څه اول یې د مکتب څخه لیدنه وکړه تر څو معارف له نږدې وارزوي . هلته یې ولیدل چی څو هلکان د ښوونځی په غولې ( انګړ ) کی لوبی کوی خو د مکتب نور ټول شاګردان په ټولګیو کی دي . حیران سو او پوښتنه یې وکړه چی دا ولی ؟ د مکتب مدیر عرض وکړ چی دا هلکان هندوان دي . څنګه چی اوس د مسلمانانو د دینیات ساعت دی نو هغوی د صنف څخه راوتلی دي . پاچا ورته وویل : ما امر کړی دی چی په هغه ساعت کی چی مسلمانان دینیات وایی ، نو هندو شاګردان باید خپل دینیات ووایی ( مجلهً فردا ، ۲۹ ګڼه ، پنځم مخ ، ۲۰۰۴ ) .
څنګه چی پورته د دیوان نرنجن داس ذکر څو واره وسو ، نو بده به نه وی چی په دې ارتباط د هغه مهال د تاریخ یوه بله پاڼه هم واړوو : دیوان نرنجنداس چی ډیر زړه ور او مدبر هندو و ، زوی یې نه درلود بلکی دوې لوڼی یې لرلې چی یوه « رادها » او بله « زارا » نومېدل . رادها ډیره ښایسته وه . د کابل خلکو له نازه « رادو » بلله چی وروسته په « رادو جانه » سره مشهوره سوه . هغې د کوچنیوالي څخه د هلک کالي اغوستل او د خپل پلار سره به اوږه پر اوږه په رسمی او غیر رسمی غونډو ، محافلو او میلمستیاوو کی راڅرګندېدله او داسی یې ښودله لکه د پلار زوی چی وی . رادوجانه چی ډیره ښکلې پېغله وه ، د هر چا ډیره خوښېدله او هر چا یې ډیره ستاینه کول . د کابل ډیرو ځوانانو زړونه پر بایللي وو . څنګه چی هغې تل د خپل پلار سره سلطنتي دربار او غونډو ته تګ راتګ درلود ، نو مَینانو یې دا جرأت نسو کولای چی هغې ته د خپل عشق اظهار وکړی . نو هغوی به مجبوره وو چی د خپلو زړونو فریاد په دې شعر سره پر ژبو راوړی او د هغې پر پلار ږغ وکړی چی دا د ګل غوندی نازکه او ښکلې پېغله خو تر مړینی وروسته قطعأ د سوځولو وړ نه ده ، یعنی :
او دختر دیوان بی بی رادو جان
لاله را قسم دادم که رادو را نسوزان
لاله یعنی ( لالا ) چی دا کلمه زیاتره د هندوانو له پاره کارېدله . دغه سندره وروسته د ډاکټر صادق فطرت ( ناشناس ) په خواږه آواز کی وویل سوه چی ډیره مشهوره ده .
د هغه مهال هندو ځوانانو هم دا زړه نسو کولای چی دیوان صاحب ته د هغې له پاره مرکه وکړی . دا ځکه چی رادو جانه په اصطلاح « سردارخېله » وه . هغې د دربار د ښځمنو او پېغلو سره ډیره راشه درشه لرله او پر ټولو ډیره ګرانه وه .
خو کله چی امیر امان الله خان د سقاو د بغاوت او شرارت سره مخامخ سو او مجبورأ ایټالیا ته ولاړ ، نو د دیوان صاحب او رادو جانی ژوند هم د خطر سره مخامخ سو او باالاجبار هندوستان ته وخوځېدل . رادو جانه په سپین سرتوب کی یو ځل افغانستان ته راغله او تر لږ مودې تیرولو وروسته د تل له پاره بیرته هند ته ولاړه . هغې هلته هم د ژوند تر پایه واده ونکړ او همداسی مړه سوه چی د کابلي ځوانانو هیلی او هوسونه هم ورسره مړه سول . ( پورتنۍ قصه می پنځه دیرش کاله مخکی د خپلو مشرانو څخه اورېدلې وه ) .
کله چی امیر امان الله خان د تل له پاره د افغانستان څخه وداع کوله نو په کندهار کی ګڼ شمیر قومی مشرانو لوی لښکر تهیه کړ او بیرته یې د سقاو په مقابل کی پر کابل د یرغل اراده وکړه او شاه ته یې هم ډاډ ورکړ خو شاه د ملت د وینو تویدل نه غوښته . په منزل باغ کی په دې ارتباط ډیره ستره غونډه جوړه سوه . ویل کیږی چی د کندهار یو شمیر هندوان هم په دې غونډه کی حاضر وو او د دې ملی لښکر سره یې د خپل یو ځای والي او د هیواد د دفاع ډاډ ورکړ ، خو امان الله خان جنګ نه غوښت ( بحران و نجات ، ۱۷۹ مخ ) .
په هر صورت ، د ۱۹۳۱ کال اساسي قانون چی د اعلیحضرت نادر شاه له خوا نافذ سو ، هم افغاني هندوانو ته د پام وړ امتیازات ورکړل . مثلأ د دې قانون لومړنۍ مادې ویل چی د نورو ادیانو پیروان لکه هندوان یا یهودیان چی په افغانستان کی اوسیږی خوندي دي ( هندیان په جنوبی آسیا کی : ۱۴۳ مخ ) .
د ۱۹۶۴ کال اساسي قانون د افغانستان ټولو مذهبي اقلیتونو ، منجمله هندوانو او سیکانو ته پراخی دیموکراتیکی ، مذهبی او مدني آزادۍ ګانی ورکړې . د دې قانون لومړنۍ مادې داسی ویل : « غیر مسلمان اتباع باید آزاد وی چی خپلی دینی چاری په هغو حدودو کی تر سره کړی چی د عامه درنښت او آرامۍ د قوانینو له خوا ټاکل سوي وی » ( د افغانستان اساسی قانون ، ۱۹۶۴ ، درېیم مخ ). په ظاهرشاهی دوره کی افغاني هندوان ( او سیکان ) د حکومتي څانګو په بیلابیلو برخو کی ډیر جذب سول او آن په سیاست کی هم برخمن سول . په خلق ګوند کی هم ډیرو هندوانو او سیکانو غړیتوب درلود . د ۱۹۶۸ کال په پارلماني انتخاباتو یعنی په دوولسمه دوره کی « جې سینګ » د کابل د استاځي په حیث ولسي جرګې ته بریالی سو . هغه مهال د کابل نفوس یو ملیون و ، او پنځه پارلماني څوکۍ یې لرلې چی د دغو پنځو څخه یوه جې سینګ وګټله . جالبه لا دا چی هغه وخت د افغانستان په وګړو کی هندوانو او سیکانو څه کم نیمه سلنه نفوس درلود ( هماغه ) .
د ظاهر شاه د واکمنۍ په اوږو کی او د دادو خان د جمهوریت پر مهال د افغاني هندوانو سره د هیواد د نورو اتباعو غوندی برابر چلن کېدئ او د هر ډول آسانتیاوو څخه برخمن وو . هغوی په تعلیمی او تجارتي برخو کی ډیر پرمختګ وکړ . هغوی زیاتره په دولتی بانکونو او نورو مالی او تجارتی بانکونو کی ګومارل سوي وو . خو په حکومتي ادارو کی د هغوی شتون لږ و . دا له دې امله نه چی هغوی ته فرصت نه ورکول کېدئ بلکی ځکه چی هغوی پخپله آزاد کارو بار غوښت ، او له دې درکه یې زیات عاید تر لاسه کاوه ( هندیان په جنوبی آسیا کی : ۱۴۴ مخ ) .
دا لا څه ، هندوانو ته دا اجازه او حق ورکول سوی و چی خپل ځانی او شخصی مکتبونه خلاص کړی حال دا چی په افغانستان کی هیڅ ډلی او هیچا د شخصی ښوونځیو د خلاصولو او لرلو اجازه نه درلوده ، خو یوازی هندوان له دې امتیازه برخمن وو ( هماغه ) .
د افغانستان هر تبعه دا وجیبه او وظیفه لرله چی دوه کاله به یې عسکري خدمت کاوه . هندوان او سیکان هم مستثنا نه وو ، خو هغوی ته دا امتیاز ورکول سوی و چی په خپل ولایت کی به یې عسکري کول او غرمه به رخصت کېدل او بیرته به خپلو کورونو ته تلل . هغوی مجبور نه وو چی د خپلو نورو پوځیانو سره یو ځای ډوډۍ وخوری ( هماغه ) .
افغاني هندوانو او سیکانو د هیواد د سوداګرۍ او راکړي ورکړي ستره برخه په واک کی لرله . د هغوی د تجارت عمده لوری هندوستان و . هغوی به تازه او وچی میوې او نور اقلام هلته صادرول او په عوض کی به یې هندي تولیدات واردول چی له دې درکه یې ډیره ګټه کول ( هماغه ، ۱۴۵ مخ ) . له دې پرته هغوی په لویو ښارونو کی د بزازۍ ، زرګرۍ او نورو حرفو دکانونه لرل چی د عامه توجه ، باور او ډاډ وړ وو . هغوی ( خصوصأ په کندهار کی ) د مځکو او باغونو اجارې یا مالکیت هم درلود . په لویو ښارونو خصوصأ کابل او کندهار کی چی به ځوانان عسکر کېدل نو خپلی پیسې به یې هندوانو ته د امانت په توګه ایښوولې او بیا به یې لږ لږ ځنی اخیستې چی دا پر هغوی د باور یو ښه ثبوت و ( هماغه ) .
د تورو پیسو ( حوالې او صرافۍ ) کاروبار تقریبأ ټوله د هندوانو په واک کی و چی دا کار د مسلمانانو له پاره منع و . تر ۱۹۴۸ پوری دا کار یهودیانو کاوه خو د اسراییلی دولت تر استقرار وروسته هغوی د افغانستان څخه ووتل او دا کاروبار هندوانو ته ورسېد ( هماغه : ۱۴۶ مخ ) .
افغاني هندوانو د یوناني داروګانو او طبیعی بوټو په واسطه د علاج کاروبار هم کاوه . هغوی په لویو ښارونو کی د دې کار له پاره خپل دکانونه لرل او هم یې په کورونو کی دغه طبابت کاوه . هغوی دا مسلک په هند کی زده کاوه او وروسته به یې خپلو اولادو ته پسی ورزده کاوه . هغوی به کله کله کلیوالي او لیری پرتو سیمو ته هم ورتلل او هلته به یې د خلکو علاج کاوه . په کندهار کی چندرا طبیب او وروسته بیربل طبیب ډیر مشهور وو ( هماغه ) .
د ظاهرشاه د سلطنت او داود خان د جمهوریت پر مهال د افغاني هندوانو زیاته برخه په کندهار ، ننګرهار ، غزنی ، خوست او شمال کی اوسېدل چی د هغوی نیکه ګان څو پیړۍ مخکی افغانستان ته راکوچېدلی وو . د هغوی مورنۍ ژبه سندي او ملتاني ( یعنی د پنجابي یوه څانګه ) ده خو لږ شمیر په هندي هم ږغیږی ( هماغه ) . سیکان تر هغوی وروسته افغانستان ته راغلي دي . د بی بی سي خبریال « سنجوی مجوم در » په ۲۰۰۳ کی ولیکل چی سیکان د لومړي ځل له پاره برتانویانو په نولسمه پیړۍ کی افغانستان ته راوستل ( هندویت په افغانستان کی ویب پاڼه ) .
پخوا افغاني هندوان هم پر څو قومي برخو ویشل کېدل لکه برَهّمن ، کشتري او ویشري . خو وروسته نوئ نسل د دې ډول امتیازي طبقه بندۍ څخه پردي سول . هغوی ځانونه د خپل پخواني ټاټوبی له رویه پیژنی لکه ملتاني ، پنجابي او شکارپوري هندوان . ملتانی هندوان په کندهاري هندوانو سره مشهور دي چی تر نورو مخکی دلته میشته سوي دي ( هماغه : ۱۴۷ مخ ) .
اوس به په بیلابیلو تاریخی دورو کی د ځینو مشهورو هندو مخورو نومونه ذکر کړم : ویل کیږی چی نندرالا غزنوي د سلطان محمود غزنوي د دربار یو هندو شاعر و چی په فارسی یې شعرونه ویل ؛ د شاه شجاع د مالیې وزیر لالا جیت مل و ؛ دیوان نندلال بهسین د شاه امان الله د دفتر مدیر و ؛ حُکم چند کپور د بانکونو مؤسس او د افغان ملی بانک د لومړنيو مؤسسینو څخه ګنل کیږی چی بیا د بانک د قانون او اقتصاد او پیسو د نوټونو په طرح کولو کی مهم شخص و ؛ پوهاند بال مکن داس په افغانستان کی د طب د پوهنځی د لومړنیو استادانو څخه و ؛ پُرانات د راډیو افغانستان د تکړه او خوږ ژبو سندرغاړو څخه و ؛ مهرچند ورما تر ۱۹۸۴ پوری د افغانستان د مالیې د وزارت مرستیال او بیا د وزیرانو د شورا اقتصادي سلاکار و ؛ سونارام تلوار د افغانستان د لومړنیو مستند جوړونکو څخه و ؛ چت رام ساتهی د هیواد تکړه تبله وهونکی او د اماتور آرکسټرا مشهور غړی و ؛ سنتوک سینګ د افغان اردو د لومړنیو ډګروالانو څخه و ؛ رجنی پران د راډیو افغانستان د خورا تکړه نطاقانو څخه و چی وروسته یې سندری هم ویلې ؛ سورج پرکاش تاچند د کابل پوهنتون د انجینیرۍ پوهنځی تکړه استاد و چی په واشنګټن پوهنتون کی یې عالی تحصیلات کړي وو ؛ ویشوامیترا د کندهار په بین المللی هوایی ډګر کی د تفتیش او کنټرول آمر او د کلیفورنیا د پوهنتون څخه د عالی تحصیلاتو لرونکی و ؛ کشن دیوان یو ټولنیز او ملی شخصیت او قومی مشر و ( د افغانستان مشاهیر : ۸۰ ، ۸۴ ، ۱۸۰ ، ۲۰۷ ، ۲۱۴ ، ۲۸۵ مخونه ) ؛ پوهاند دکتور موهن لال مهرا د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی لایق استاد ، شام لال بتهیجا چی یو کال مخکی په کاناډا کی د افغانستان سفیر و ( مې ۲۰۱۴ ـ مې ۲۰۱۵ ) ؛ د اوسني پارلمان سیکه غړې « انارکلي هنریار » چی یوه هیوادپاله میرمن ده ، هیم راج د کندهار د هندوانو مشر او وکیل ، لیک راج د کندهار مشهور روشنفکره ، خدمتګار او منور هندو چی زما ( یعنی دغه لیکوال ) استاد هم و او ډیر نور . د لغمان ولایت هم لږ هندوان لری مګر پخوا دلته زیات شمیر هندوان آباد وو . ویل کیږی چی د هندي سینما د مشهور اېکټر « وینود کِهنه » کورنۍ د همدې ولایت څخه هند ته کوچېدلې ده ( افغان هندو ټولنه ، فېسبوک ) .
افغاني هندوانو د هیواد په ځینو برخو کی د ځایی افغانانو کلتور خپل کړی دی . مثلأ په لوګر او خوست کی هغوی د توپکونو سره ګرځی ، جنګیالي او زړه ور دي ، میلمه پاله او د بشپړ باور وړ دي ، ښځی یې شنه خالونه وهی ، لوی پوړنی پر سر کوی ، په پښتو ژبه خبری کوی ( یعنی پښتو یې مورنۍ ژبه ده ) او د کلیوالي افغانانو غوندی ژوند کوی ( هندیان په جنوبی آسیا کی ، ۱۴۷ مخ ) . په دې ارتباط به خپله یوه خاطره ولیکم چی د افغاني هندوانو د افغانیت ، شهامت او غیرت تومنه لری . زه ( یعنی دغه لیکوال ) د ۱۹۸۸ څخه د ۱۹۹۹ تر پایه د هند په ډیلی کی اوسېدلی یم . هلته د ملګرو ملتونو د کډوالو د څانګی له خوا د افغان کډوالو له پاره څو مرکزونه جوړ سوي وو . په هر مرکز کی افغان ترجمانان په کار بوخت وو . یوه ورځ زه د « ویکاس پوري » مرکز ته ورغلم او هلته می ولیده چی د څو تنو افغاني ښځو او یوې ترجماني پیغلی تر منځ سخت لفظي جنګ روان دی . دغو ښځو غټ پوړني پر سر کړي وو چی تر پښو پوری یې رسېدل ، پر تندي او مخ یې شنه خالونه لرل ، په ونه دنګی ، په څیره ښایسته او د غرنیو پښتنو په شان هیبت او حیثیت یې درلود . ټوله په پښتو ژبه ږغېدې . ماشومان هم ورسره وو یا یې په غیږ کی وو او د هغوی سره یې هم په پښتو خبري کولې . د دوی غیرت او پښتونوالي ډیر خوند راکړ ، ورغلم او ورڅخه ومی پوښتل چی خویندو ، څه خبره ده ؟ هغوی چی زما پښتو واورېدله په ډیره پښتني حیا سره یې راته وویل چی وروره ، موږ پښتانه یو ، نه مو فارسي زده ده او نه هندي . خو دلته دغه بدمرغه نجلۍ په پښتو هیڅ نه پوهیږی او زموږ مشکل دغو هندوستاني ښځو ته نسي ترجمه کولای . دا معاش دې د دې زهر سی چی په درواغو یې اخلی او هغوی ته وایی چی زما پښتو او فارسي دواړه زده دي . وطن دغو خاینانو خراب کړ....
خیر ، ما مداخله وکړه او وروسته راته معلومه سوه چی ترجمانه یوه هزاره پیغله ده چی یو حرف پښتو یې هم زده نه دی . نو ما د دغو ښځو ترجماني وکړه او ډیره جالبه لا دا چی تر همدې لحظې خبر نه وم چی هغوی زما د وطن هندواڼیانی دي . دوی د خوست معززی هندو ښځي وې . ما یې ترجماني وکړه او د اړونده مرکز مامورانی ( چی د هندوستان هندواڼیانی وې ) حیرانی سوې چی دا څنګه هندواڼیانی دي چی نه یې هندي او نه یې فارسي ژبی زده دي . هغوی وروسته خورا خوشحاله سوې او زیاتی دعاوی یې راته وکړې . هو ، دا زموږ د وطن اصیلی لوڼی او د ویاړ نمونې وې چی نن په هند کی د حسرت او مسافرت ژوند تیروی .
په هر صورت ، هغه هندوان چی په کلیو او کوچنیو ښارونو کی اوسیږی د ځایی خانانو تر حمایت لاندی کاروبار او دکانداري کوی خو د ښارونو ځینو شتمنو هندوانو په هند کی خپلوۍ کړی ، هلته یې جایدادونه او بنګلې اخیستی دي او هلته خپلی تجارتی نمایندګۍ لری ( هماغه ) .
کله چی په ۱۹۴۷ کی هند وویشل سو او د پاکستان په نوم یو نوی هیواد وزوکېد ، نو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ډیر هندوان له مجبوریته افغانستان ته راغلل او په کلیو کی یې استوګنه غوره کړه . هغوی ټولو دلته ځانونه ژغورنده او محفوظ وبلل . وروسته د هغوی زیاته برخه هندوستان ته ولاړل ( هماغه ) .
د افغاني هندوانو د نفوس په باره کی بیلابیلو شاهدانو او محققانو بیل بیل اعداد او ارقام بیان کړي دي . والټر بیلیو چی په ۱۸۵۰ کلونو کی په افغانستان کی ګرځېدئ ، د افغانستان د هندوانو شمیر درې لکه (۳۰۰۰۰۰ ) کسان ښودلی دی . خو د برتانیې له خوا د هند د نیولو ، او د بحري لارو تر کشفېدو وروسته د کندهار ، شکارپور او نورو افغاني سیمو د هندوانو تعداد په تدریج سره لږ سو . زیاتره هندوان د سِند نورو برخو او مهاراشټرا ( بمبیً ، پونه ) ته وخوځېدل . په ۱۹۷۰ لسیزه کی د افغاني هندوانو نفوس دیرش زرو ته رسېدی ( هماغه : ۱۴۸ مخ ) . خو اوس څه باندی یو زر کسان پاته دي ( هندویت په افغانستان کی ویب پاڼه ) .
په هر صورت ، د پورتنۍ څیړنی څخه په مجموع کی دا نتیجه اخیستل کیږی چی افغاني هندوان ( او سیکان ) زموږ د هیواد اصیل بچیان دي چی پیړۍ پیړۍ دلته په سوله ، خوښۍ او نېکمرغۍ سره اوسېدلي دي . هغوی د افغاني ټولنی په اوبدنه کی مهم ځای لری . په کندهار کی « هندو چوک » ، « هندو باغ » « سرای تارا سینګ » او « سرای راجا » او په کابل کی « هندو ګذر » او نور زموږ د تاریخی جغرافیې یوه مهمه خښته ده . هغوی د یو خواریکښ ، وفاداره ، هیواد پاله او بې آزاره اقلیت په توګه ولس او هیواد ته خدمت کړی دی . هغوی د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کی د ملت او دولت دواړو د بشپړ باور وړ ګرځېدلی دي . هغوی د نورو افغانانو غوندی د وطن په ښیرازۍ او سوکالۍ کی قربانۍ ورکړي دي . هغوی هم د تیرو درونیمو لسیزو راهیسی د ټول افغان ولس غوندی مصیبتونه او غمونه ګاللی دي . هغوی د یو فعال او وفادار اقلیت په توګه پر افغان ولس باندی د پالنی او ساتنی اخلاقي حق لری چی موږ ټول یې باید تر خپله وسه تأمین او تضمین کړو ، پای ( ن . صمد ) .
د دې برخی مأخذونه :
۱ ـ هندیان په جنوبی آسیا کی [ د افغانستان اړونده برخه ] ؛ عبدالعلی ارغنداوی ، مصحح : آی. جې. بهادر سینګ ، نوی ډیلی ، ۱۹۸۴ .
۲ ـ نګاهی مختصر به تاریخ معاصر افغانستان ؛ کاندید اکادیمسین محمد ابراهیم عطایی ؛ مترجم : دکتور جمیل الرحمن کامګار ، چاپ اول ، بنګاه نشراتی میوند ، پشاور ، ۱۳۸۳ شمسی .
۳ ـ افغانستان در پنج قرن اخیر ؛ میر محمد صدیق فرهنګ ، چاپ اول ، مشهد ، ۱۳۷۱ شمسی .
۴ ـ افغانستان در مسیر تاریخ : میر غلام محمد غبار ، دولتی مطبعه ، کابل ، ۱۳۴۶ ( ۱۹۶۷ ) .
۵ ـ جریدهً امان افغان ؛ لومړی کال ، اتمه ګڼه ، د ۱۲۹۹ لمریز کال د ثور دیرشمه .
۶ ـ دورهً امانی : نګرشی به اوضاع اجتماعی ، فرهنګی و سیاسی ؛ اکادمیسین دکتور اسدالله حبیب ، ۱۳۶۸ ، کابل .
۷ ـ مجلهً فردا ، ۲۹ ګڼه ، ۲۰۰۴ ، سویډن .
۸ ـ بحران و نجات : غلام محی الدین انیس ، بنګاه نشراتی میوند ، ۱۳۷۸ ، پشاور .
۹ـ د افغانستان اساسی قانون ؛ ۱۹۶۴ ، په انګریزي ژبه ، کابل .
۱۰ـ د افغانستان مشاهیر ؛ لوډویک ډبلیو. اډامیک ، ګرېز ، اطریش ، ۱۹۷۵ .
۱۱ ـ افغان هندو ټولنه ، فېسبوک پاڼه .
۱۲ ـ هندویت په افغانستان کی ویب پاڼه .