- ښه ما د تاسو په اړه څه خبره کړې وه؟
- صیب تاسې موږ ته ډېر باغونه شنه کړي وو.
- ریښتیا مې هم شنه کړي وو، خو هغه ته چا اوبه اچولې دي.
- صېب تاسې ويلې وو چې اوبه هم زه ورکوم.
- ما داسې نه وو ويلي، زه یوازې باغونه شنه کوم او نور هم درته شنه کوم.
- سمه ده موږ به یې بیا تر سيوری لاندې کينو.
- سل ځله خو کېنئ، د بل چا لپاره خو یې نه شته کوم، خير دا خبره اوس پرېږدی ما یوه بله خبره هم کړې وه؟
- هو تاسې ويلي و چې که زه له خيره څوکۍ ته ورسیدم نو تاسې او نورو ډېرو بې وزلو او بې کوره ته به د کورونو ځمکې برابرې کړم.
- کورونه ؟؟؟؟.... ما به د خپل کور خبره کړې وي او هغه وعده مې پوره کړې، داسې یو سپک کور خو مې جوړ کړ داسې یو دووه ویشت کوټې لري نو... هو ریښتیا چې دا خبره مې هېره نشي زه باید خپلو څلورو زامنو او دريو لوڼو ته هم کورونه برابرکړم. ما دکورنو خبره داسې کړې وه، ښه مې په زړه دي!! خو چې هیر مې نشي.
- نه صیب دا خبره مو په ذمه وارۍ نه هیریږي! او ریښتیا تاسې یوه بله خبره هم کړې وه!
- څه خبره؟؟
- صېب تاسې دا هم ويلي وو چې کله زه خپل کور جوړ کړم نو دغه کوڅه به هم ورسه جوړه کړم.
- کوڅه؟؟؟ زه خو څه ښار وال نه يم، دا خبره ما نده کړې بل چا به کړ ې وي.
- سمه ده کېدای شي پېريانو دا خبره کړې وي.
- هو خا مخا پېريانو ماما ګانو کړې ته خوپخپله هوښيار سړی يې.
- صیب تاسو یوه بله خبره هم کړې وه!
- څه خبره مې کړې وه؟
- تاسو ویلي وو چې خلک به له غصب منع کوم.
- هو دا خبره خو مې په زړه ده.
- خو اوس تاسې په خپله غصب نه کوئ؟
- ما خو یوازې دا خبره کړې وه چې خلک به له غصب منع کوم، خلک مې منع کړي اوس له ډاره د چا پلار غصب نه شي کولی غرونه رغونه مې ټول خپل کړل، او ستاسې برخه هم پکې ده، همدا تاسې یئ چې رانه اخلی یې.
- ښه ریښتیا هغه زما د زړه خبره څه وه؟ چاته معلومه ده؟
- هو یوه خو یې ماته مالومه ده، تاسو ویلي وو چې که مې ښه پسته څوکۍ په نصیب شوه نو یوه پښه به مې په دولت او یوه به په مخالفت کې وي!!
- هو نو دا خو مې پخوانی عادت دی، عادت کله هېریږي، موټر د دولت، دفتر د دولت، لګښت د دولت او په خیټه کې هم د دولت ورخیژه، دغه کار نو یو- یو زمری کلی شي.
- ښه پرېږده لږ مخکې هم ما یوه خبره کړې وه؟
- هو تاسې لږ مخکې و ويل چې غرمه همدلته پاتې شئ.
- نه نه ما دا خبره کوله چې همدا اوس پاڅېږئ!! الله مو مل شه!!