هریوا د ننني افغانستان په لوېدیځ زون کي پرته تاریخي او د ویاړونو ډکه سیمه ده،دا سیمه په تاریخ کي د خراسان د مرکز په نوم یاده شوې چي د اوسني تاجکستان او ایران سره ګډه پوله لري او تل یې د هیواد په اقتصادي ډګر کي خپل رغنده رول لوبولی،لکه څنګه چي د تاریخ په پاڼو کي دلته د شاه رخ مرزا،ګوهر شاد بېګم،حسین بایقرا او داسي نورو نومونه یاد شوي نو تر څنګ یې دا سیمه د احمدشاه بابا د ټاټوبي په نوم یاده شوې، ستر امپراتور ددې ښار د تاریخي کلا اختیارالدین (ارګ) په اړخ کي سترګي پرانیستي او د لته یې د خپل ماشومتوب ورځي شپې سبا کړي، د غوري پښتنو نامتو اتل سلطان غیاث الدین غوري د هرات جامع جومات کي ښخ دی، همدا ډول د هریوا په لمن کي د محمدزیو د کورنۍ د نامتو باچا امیر دوست محمد خان ارمګاه ده چي د لوی جامع جومات په شمالي اړخ کي پروت دی.د پښتنو د نامتو ټبړ کاکړانو لوی نیکه چي په کاک نیکه یې شهرت درلود هم په دې سیمه کي د ژوند وروستی شپې سبا کړي،اوس د هرات د لوی جامع جومات په لویدیځه برخه کي پټ دی.سپینه ادې د هرات ولایت هغه پښتنه شاعره چي په حماسي شعرونو به یې خپلو سربازانو ته ملي روحیه ورکول د سپیني ادې وروستۍ ارمګاه ددې ښار تاریخي ښکلا نوره زیاته کړې.په کال ۱۸۴۰کي د سدوزو د باچهۍ وروستی شهزاده کامران هغه څوک و چي په دې سیمه کي یې د خپلي کورنۍ برم تر ډېره وساتی،د شهزاده کامران نامتو وزیر غازي یار محمد خان الکوزی چي دا سیمه یې په یوه وخت کي د روسي تزاریانو او ایراني قاجار د ظلم او یرغل نه وساتل، دوښمنانو ته یې اجازه ور نه کړل چي دا سیمه د ګران افغانستان له وجود نه بېله او تر خپل واک لاندي یې راولي،دهیواد او سیمي دا دواړه تکړه اتلان او د دوی په څېر سلګونه نورمخور چي ددې خاوري د ساتني په موخه یې سرښندني او قربانۍ ورکړي باید خدمتونه یې هېر نشي ځکه د همدې اتلانو د برکته نن موږ د افغانستان په نامه خپلواکه هیواد لرو او د آزادی له نعمته برخمن یو.
راځم اصلي ټکي ته،هغه دا چي د هرات ولایت سرشمېرني اداره او عام وګړي دا مني چي دلته اویا سلنه پښتانه میشت دي چي یاد ولایت یې په اقتصادي ډګر کي د نورو ولایاتو په پرتله ډېر ځلولی،هر کال دولت ته په میلیونو افغانیو مالیه ورکوي د افغان فولاد په نامه د ګاډر، سریې جوړولو فابریکه او د افغان زعفران په نامه د هیواد په کچه د زعفرانو د تولید لویه فابریکه یې د بیلګو په توګه راوړلی شوو،خو ددې ټولو سره سره د پښتنو او پښتو ژبي سره د میرې چلن روان دی په ملي تلویزون کي یواځي خبرونه او یوه خپرونه د (زړه وینا)په نامه په پښتو ژبه خپریږي چي دا په زغرده د اساسي قانون نه سرغړاوی دی،د اتفاق اسلام په نامه دولتي ورځپاڼه چي سل کاله کیږي دلته چاپ او خپریږي خو په دې څه باندي سل کاله کي به سل توري پښتو نه وي پکښي لیکل شوي[ غیر د طالبانو د دورې څخه]،همدا ډول په ښوونځیو کي پښتو د بهرنۍ ژبي په څېر د درېم ټولګۍ نه وروسته زده کوونکو ته د یوه مضمون په توګه لوستل کیږي چي دا زموږ د ملي ژبي سره ستر خیانت دی،په ښوونځیو کي د پښتو ژبي د لوست په موخه داسي کسان ټاکل کیږي چي خپله یې هم پښتو په بشپړه توګه نه وي زده،د ریاست له لوري په واټونو د نوم ایښودني بهیر دومره کم رنګه دی چي پښتانه مشران یې په قصدي ډول له پامه غورځولي،یواځي د احمدشاه بابا په نامه یې یوه کوڅه نومولې،هغه یې هم داسي لیکلې(خیابان احمدشا بابا)،د غازي یارمحمد خان الکوزي ارمګاه په داسي ناوړه حالت کي قرار لري چي هیڅ د لیدلو نه ده،ځمکه یې غصب شوې، تاریخي لیکدړي یې هم د منځه تللو په حالت کي دي.د سپیني ادې تاریخي څلور لارې په سپینه اډه اوښتې ددې اتلي د مقبرې ځمکه هم د زورواکو لخوا غصب شوې که د حقیقت په سترګو ورته ځېر شو نو دلته ځینی کړۍ د افغان او پښتانه ضد کړنو په تر سره کولو غواړي د ایراني فرهنګ لپاره لار هواره کړي چي دا په ښکاره د هیواد سره خیانت او په افغانیت ملنډي وهل دي.
بل خوا که وګورو نو ددې سیمي پښتانه فرهنګیان هم خپله دنده په سمه توګه پر مخ نه وړي،تش په نوم دولس ادبي ټولني او بې شمېره قومي شوراګاني فعالیت لري خو د کار او خدمت هیڅ څرک یې نه تر سترګو کیږي،ډېر ځلي د کابل نه راغلي فرهنګي پلاوي هم یواځي په تشو وعدو ځانونه خلاص کړي نه یې ددې سیمي د فرهنګیانو سره د کتابونو مرسته کړې او نه یې رغنده مشورې راسره شریکي کړي.پښتانه فرهنګیان او په ټوله کي پښتانه د جهاني صاحب په ټاکل کېدلو ډېر خوشاله و،خو هغه هیلي مو هم کم رنګي ښکاري،د پښتنو او پښتو ژبي په دې زوریدلي او وروسته پاتي حالت هیچا اندیښنه نه ده ښودلې،تاریخ به دا هر څه خپلو یاد داشتونو ته وسپاري او د راتلونکي نسل مخي ته به یې کښیږدي.
یوه یادونه دلته اړینه ګڼم هغه دا چي د سپیني ادې ادبې او کلتوري ټولني لخوا د هریرود په نامه د مهالنۍ مجلې خپرول او د یادي ټولني د لیکوالو کتابونه چي په لوېدیځ زون کي یې ثاني نه لیدل کیږي باید د یاده ونه ایستل شي.