امريکا : خندنۍ موسکا،خونړۍ امسا!؟(څلورمه برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6605
پروفيسوركابلي والا - هندوستان
دخبریدو نیټه : 2006-04-14

پروفيسر کابلي والا - هندوستان

امريكا :

خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟

لمړۍ برخه ،  دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،

 چيرته لندن، چيرته هلمند دى ....؟

--------------------------------

+   انګريزانو ته يوه مشوره ...                      

+  كه په ميوند كې...                                  

+  د ديورند كلي اوس هم له انګريزانوسره ده ...  

+  كه انګريزان ديورندكرښه مني ، افغانان ددوى سوله ييز نيت ته په شك سره ګوري ...

-----------------------------------

وايي كله چې كه كوم روسى دشرابو له څښلو وروسته په شرابو ناروغه شي، اوياڅه روغتيايي ستونزه ورته پيداشي او چاته دخپلې ناروغئ څرګندونه كوي ، نودمقابل سړي ځواب ورته دا وي چې :  يوځل يي بياوڅښه !

داسې فكركيږي چې انګريزانوته هم دنړې په اوسنې سياست كې له مودو مودو وروسته ديوځل  بياخبره په فكركې ورتيره شوي ، چې افغانستان بيا وريادشو، اوبيايي هغې خواته چې هلته تراوسه پورې ددوى دتاريخي ماتې ميوندي نارې سورې له خپل برمه نه دي سړې شوې ورمخه كړه . اوس پوښتنه داده چې انګريزان په دغه سيمه كې څه غواړي ؟ دوى ولي دځان له پاره يوبل ځاى غوره نه كړ چې ځان يې هلمندته وواهه اودادى هلته يې نژدې پنځه زره پوځيان نورهم پلي كړل .آياددوى له پاره د ايران اوياهم پاكستان راتلونكي خطرناكه بريښي ؟ اياله دوى سره به داپوښتنه نه وي چې ګواكي  امريكا، انګلستان اواسرائيل غواړې په ګډه ددغو هيواد اتومي څارنه ترسره كړي ؟ اياددوى دغه نوې دنده به دامريكا له نوى پلان سره چې اوس يې له هند سره نوى داتومي معاملي په نامه پيل كړې له دغه ټكي سره اړيكي ونه لري؟  داډول پوښتنې ښايي چې نورې هم له يوشميركسانوسره داوسنيونړيوالو حالاتو له مخې راپورته شي. خوله دې سره سره داټكى هم شته چې امريكايانو خو كه پركندهار يرغل وكړ، دځان له پاره يې يو لامل دا جوړاوه چې ګواكي طالب واكي يې تش په نامه رانسكوره كړه اوځانونه يې هلته  اوياهم دهيواد په جنوب كې دځانګړوموخوچې هرڅوك اوان اوسنۍ ميدياهم نه شي كولاى اوياهم نه غواړي  ځان پرې پوه كړي كلك كړل او په همدغې جوړې كړې ډرامې سره يې نژدې څلوركاله دپښتنو په وژنو، زنداني كولو اوبمبارولو اوګوانتاناموته په استولو استولوباندې زړه ښه يخ كړ. ترڅو چې پايله يې داشوه چې په خپلې ناتوانۍ سره يې ځان ددې له پاره تياركړ، چې بايد له سيمې څخه ځان په يوه خواكړي اودغه ناكام ماموريت  دانګريزانو اوكاناډايانو غاړې ته ور واچوي ، كاناډايي ځواكونه دغه هيواد ته دسوله ساتونكو په توګه ورسيدل ، خوداچې امريكايانو څه ورته كرلي ،  دهغو بوج به د دوى پراوږو ورلويږي ، دوى دمرستې په نيت دغه هيواد ته تللي اوپه زيات ګمان دوى  پرته له دې چې دافغانستان له خلكوسره مرسته وكړي بل كوم ښكيلاكي هدف اوموخه نه لري  ددې خبرې يولامل داهم دى چې دكاناډا يوې سروې  په دې وروستيو وختو كې وښوده چې ددغه هيواد  خلك په سلوكې تر (۶۵) زيات افغانستان ته دخپلو پوځيانو داستولو مخالف دي  . خوله دې سره سره به هم دوى ترامريكايي فشار لاندې راځي اودهغوكړو قرباني كيږي به كوم چې امريكا دلته ترسره كړي دي . امريكا په كندهار اوشاوخوا ولايتونوكې دبياجوړونې په ترڅ كې څه شى ترسره كړل ؟ هيڅ ، يوازې مافيايي فعاليتونه يې په دغه سيمه كې را وهڅول او له جګړه ماروسره يې نورهم دافغانستان په ورانولوكې يوځاى برخه واخيسته . زه باورلرم چې كه كاناډايي سوله ساتو ته دامريكايانو په نمايي واك اوځواك څوك وركړي اودامريكايانو په حساب كې يې رانه ولي دوى كولاى شي چې دكندهار په بياجوړونه كې په خورا ميړانې سره خپله انساني دنده ترسره كړي .خودريغه چې داكارترامريكايي  بدغونتوب وروسته نه واى ترسره شوى .

راځو بيرته انګريزانو ته ، په دې نژدې وختو كې په لندن كې ددغه هيواد مقامات دافغانستان په اړه دلندن دكنفرانس كوربانه وو. تردغه كنفرانس يوڅه مخكې يوشميرياران لندن ته دبزګرو اونورو په استازيتوب راغلي وواو په دې اړه يې خبرې كولې چې ګواكي له انګريزانوڅخه دمرستې تمه لري چې دوى ته بايد دكوكناروكرلو اجازه وركړي او دغه سوداګري  بايد قانوني بڼه غوره كړي . يوشميرڅارونكي دغه معامله ډيره ساده نه انګيري ، په دې مانا چې انګريزان خوهم دچاخبره دهمدغې نړۍ خلك دي اودهمدغې پانګوالي نړۍ دگټوپه رمز وراز باندي ښه پوهيږي ، ځكه دوى په دغه سوداګرۍ كې  خامخاخپله څه گټه ويني چې دبيلابيلو خبري رسنيو له لارې چې دوى يې په نړيواله سويه سمبالوونكي دي داخپروي اوددغې موضوع په اړه  يې پراخ تبليغات ترلاس لاندې نيولي هم دي . اوس پوښتنه داده چې دوى په رښتياهم دخپلو خلكو له پاره دكارموندلو اوبوختياوو په لټه كې دي اوكه غواړي چې په دغه سيمه كې له دغومافيايي گټوڅخه  دوى هم برخمن شي. غالبآ چې يوڅه خو به وي ، خوداسې چې ډيربه اسانه هم نه وي .

زه دآسيا دتاريخ د تجربې له مخې ددغې موضوع په اړه دومره ويلاى شم، چې د دوو تيروپيړيوپه ترڅ كې يرغلګرانګريزان دخپلو استعماري ګټو په خاطر ددغه شان معاملو خورا بد اوتورتاريخ لري ، دوى په اسياكې دهند دنيمې وچې دنيولو په ترڅ كې له كټ مټ لاروچاروڅخه كارواخيست ،دوى په جنوبي اسياكې دترياكود تاريخي جګړې بنسټ ايښودونكي اوكارپوهان وو اوپه هغې كې  ېې خپله خونړۍ دنده په خورا بدنامئ سره ترسره كړه اوان چې په په نيمه وچه اوصوبه سرحد كې يې له ډيرپخواڅخه دغه ميراث په خپل سرپريښود چې تراوسه پورې ددوى دناسمې ادارې اوناوليوغرضونوله مخې  دغه سيمه له دغو ستونزو سره لاس اوګريوان ده . ترياك كرل ، اودهغو سوداګرۍ دهند دشرقي كمپنۍ ميراث دى چې تراوسه پورې ګرده ايشياله دغې ناوړې انساني غميزې نه خوندي كيږي . مانا داچې دمخدراتوسوداګري اوپه هغو باند ې ديوشميرملتونواوسياستونو روږدي كول دهنددختيزې كمپنۍ دسياسي پاليسئ دتحقق يوه برخه وه.

اوس كه چيرې دغه تاريخچه په دغه اړه ديوې شيبې له پاره  سړې خپلې مخي ته اچوي ، داسې فكركيږي چې دغه پوښتنه په دغه اړه كه پوره ځواب نه شي نويوڅه خو پرې ويلى شي ، په دې چې دغه تريخ اوپه دغو زهرولړلى تاريخ دهراسيايي وګړې په مخ كې پروت دى . اوس كه يوځل بيا انګريزان فكركوي اوياوايي چې ګواكې اوس هم دهنددشرقي كمپنۍ دوران دى اوغواړي په هم هغه شان له نوموړې موضوع سره خپل چلندته دوام وركړي ، دابه لږ ناوخته وي اوهم به داكار په هغه شان ناشونى وي په دې چې دښكيلاك نوم اوس دآسيا دهروګړي په ذهن باندې ديوې تورې  پردې اوتورې دورې په توګه له ورايه انځور دى .

هو، ديوې بلې دندې له پاره هم كيداى شي ، دانګريزانو شته والى په دغه سيمه كې اړين وارزوو اوهغه داچې نن سبا دنړۍ دخبري رسنيو ذمه واري هم دانګريزدنده ده، دغه سيمه د دريومهمو سيمو (افغانستان ، ايران، اوپاكستان ) سره په پوله كې خپل ځانګړى اهميت لرلاى شي ، كومې شبكي چې همدا اوس انګريزي خبرې رسنيوپه دغه سيمه كې غزولي دي ، دهغو خوندي ساتنه اودايمې وده وركونه په خپله پرته له يوه پوځي ځواك څخه شونى نه ده. له دغې سيمې څخه په تمامه مانا ديادوشويو شبكو پراختيااوپه دغه سيمه كې ديوه پراخ لمنې څارځاى يامانوترينګ شته والى  دانګريزانو داطلاعاتي وسايلو له پاره په خپل ذات كې له چين څخه تر مركزي اسيااودروسيې ترپولوپورې دپاملرنې وړاړتياارزيداى شي. دوى دتيرو شلوكالو په اوږدو كې په خبرې اواطلاعاتي برخه كې دپاملرنې وړكارونه ترسره كړي دي. انګريزان په هرډول چې وي په دغه سيمه كې په هرنامه چې وي دځان له پاره په يولړ پانګو اچونو باندې اوس كاركوي ، په دې وروستيو كې يې دخليج په شاوخواكې له امريكايانو سره دنوې سوداګرئ معامله هم په خپل ذات كې ددې لامل شوه چې په امريكايي سياست پوهانوكې يې دبوش پرضد حساسيتونه راوپارول . داپه خپله هغه مساله  ده چې سيمه ييز اهميت لري اوكيداى شي داهم په افغا نستان كې دنشه يي توكونوله قانوني كيدنې  اوياهم دمخنيوي له معاملې سره په يوډول تړاو ولري .دنشه يي توكونو دقانوني كيدو خبره ولې دبل اروپايي اوامريكايي هيواد له خوا نه طرحه كيږي ؟ ولي امريكا په دغه ترڅ كې دمخكښ په توګه چې په سيمه كې دوژنو اوبرباديو تجربه هم لري په غاړه نه اخلي ؟

زه په دغه باره كې يوازې يولامل وينم اوهغه داچې انګريزان اوس هم فكركوي چې دوى  په دغه ترڅ كې كولاى شي  دخپلو پخوانيوپاليسيو دتجربوپه رڼاكي يوځل بيا دزاړه استعماري سياست تګلاره په سيمه ييزو قامي اوقبايلي جوړښتونوباندې راوڅرخوي ، دوى فكركوي چې يوشميرقامي كړۍ ، پخواني تش په نامه دمجاهدينوسړي وژونكي قوماندانان هغوى چې جهاد يې د نشه يي توكونو په مافيايي گټوباندي وسپاره دځان ملګري كړي ، په دغه حالت كې به دوى وكولاى شي چې په خلاصومټو سره لاس په كارشي . خوزه فكركوم چې په دغه برخه كې هم انګريزان تيروتي اوداپروژه يې هم په دې چې نه هغه داستعماري شپو ذهنيت شته اونه هم دومره پياوړې ځواك په واك كې لري چې هغه به عملي كړاى شي ، دوى بايد په دې پوه شي چې دوى په خپل دغه ماموريت كې هم له ستونزى پرته بله بريا نه شي ترلاسه كولاى نوځكه يې ان له همدا اوسه ناكامه دربولئ .

 په كوم مهال چې انګريزانو په دغه سيمه كې دغه كړه وړه ترسره كول په هغه مهال انګريزپه خپله يونړيوال ځواك و، اوله بلې خوايې دآسياپه يوه خورا مهمه برخه (دهندپه نيمه وچه) كې پياوړى مركزي حكومت چلاوه اوهرڅه ددوى په واك كې وو خواوس دهغه وختونه په خوب وينې اوس ترهرڅه دمخه دوې بايد ددې له پاره په فكركې شي ، چې دغه ځوان انګريزان  يوځل بيا دنولسمې پيړۍ داتيايمې لسيزې دپيل په شپوورځو وروانه ړوى اودميوند دتاريخي ماتې په دغه سيمه كې چې نن سبا پرې په هماغه نشه ميشته شوي هماغه خاطره تكرارنه كړي .  

 

 

انګريزانوته يوه تاريخي مشوره :

دتاريخي حقايقوله مخې ، دايوټكى دافغانستان ان واړه ماشوم ته هم روښانه دى ، چې انګريزيعنې څوك ؟ روسان يعنې څوك اوپه پاى كې اوس په دغه اړه هم پوه شول چې امريكا يعني څوك ؟ مقصد دادى چې دافغانستان  خلكودغه درى واړه ځواكونه اودهغوى موخې اوهدفونه په تمامه درك كړې اوپه دې باندې اوس په ډيره اسانۍ سره پوهيږي چې دوى زموږ دملت ، هيواد اواعتقادي ارزښتونوپه وړاندې له بده نيته بل څه موږته نه دې  راپريښي ،ددوى پخواني او اوسني كړه وړه داڅرګندوى چې ګواكي دوى دنژدې يوې پيړۍ په اوږدو كې داسې طرحې اوپلانونه درلودل چې په خپل وارسره يې كومې جفاوي چې له وسه پوره شوې هغه زموږ اوداسيايي ولسونوپه وړاندې ترسره كړي دي ،  خواوس چې دنوې دپيلوماسۍ دنياده اوپه هغې كې ترهرڅه دمخه چې (څه غواړې ، څه به راكړئ ) معامله له شكه پرته دپاملرنې اويادونې وړده . تريوه پيړۍ هم زياته موده شوه چې انګريزانو دخپلو سياسي اهدافوپه خاطر افغانستان پرته له هرډول انساني ، حقوقي او اخلاقي نورمونوپه دوو برخو وويشه ، داسې چې تراوسه هم چا نه اهميت وركړاونه به يې په راتلونكې كې وركړي. دغه بيلتون زموږ ملت ته سره له دې چې په عملي اوفزيكي لحاظ كوم اهميت نه لري ، خويوپراخ رواني اوسياسي كړكيچ يې دافغان ملت له پاره په دغه اوهغه غاړه كې رامنځ ته كړى دى . انګريزانو د ديورند كرښه په دغه سيمه وتپله اوله يوې پيړى هم زياته موده پرې تيره شوه ، دپاكستان په نامه چې كومه غميزه په نيمه وچه باندې وتپل شوه ، په دغه ترڅ كې دنيمې وچې مسلمانواوهندوانو دواړو ته خورادرانه مادې اومعنوي زيانونه ورسيدل.ځكه نودپاكستان دشته والي مشروعيت نن هم په انساني اوحقوقي لحآظ دپوښتنې وړدى .؟ ماناداچې ددغه هيواد شته والى هم دافغانستان اوهم دهنددخلكوله پاره له  يوې سياسي، جغرافيايي ، اوتاريخي ستونزې پرته بل څه نه دى .

همداده چې هم هنداوهم افغانستان په دغه ټكي سره يوخوله دي چې ديورند كرښه اودكشميربيلتون  يونامنلي اوغيرحقوقي  سياسي بيلتون دى چې بايد په حقوقي اواخلاقي لحاظ په دغو دواړوسيموكې دغه بيلتون چې انګريزيې مسوول ونه پاكستان اوهندوستان له منځه يووړل شي. يوټكى موبايد په پام كې وي، چې كه هند له پاكستان سره دكشميرپه اړه خبرې كوي ، په دغه اړه بايد دافغانستان منځګړېتوب هم له ياده ونه وځي په دې چې كشميردنولسمې پيړۍ ترلومړيو پورې دافغانستان ديوه ولايت بڼه درلوده. (يومهال په هند كي په يوه پوهنتونې كنفرانس كې يوچاله ما دافغانستان دريځ  دكشميرپه اړه وپوښتيده ، په هغه مهال رباني صاحب له زړه كه له ډاره حميدګل ته دخپل سلاكار په توګه وړانديز كړى و ، ما په هغه كنفرانس كې همدغه ټكي ووايه چې دافغانستان حال خو اوس داسې دى ، خوكه له مازمانظرڅوك پوښتي ، په كشميرباندې ددعوى حق خوترپاكستان نه په تارنخي لحاظ دافغانستان ډيردى ) .  

هرڅه چې وو، دايوازې ديوه ټولواكمن عبدالرحمان اوانګريزانو ځانګړې اوخصوصي معامله وه ،

چې په هغه زمانه كې ترسره شوه.   كه انګريزان اوس هم ديورند كرښه مني ،نوپه دې كې شك نشته چې  افغانان ددوى سوله ييزونيتوته په شك سره ونه ګوري ...

 په تيره بيا اوس چې نړى دومره سره تړل شوې چې انګريزې پوځونه پرته داكثريت افغانانو له ارادې اوغوښتنې هلمند ته راځي اودلته خپل ماموريت (روا اوناروا) ترسره كوي ، په همدې شان بايد دغه ټكي هم په پام كې ونيسې چې  دافغانستان خلك هم  بايد داحق ولري چې ستاسې په شته والي كې له تاسې اونورو نړيوالو څخه داغوښتنه وكړي چې دوى دخپل برخليك ټاكلواوخپلې تاريخي خپلواكۍ ته اړتيالري ، چې بايد له دوى سره مرسته وشي ، كه رښتياهم انګريزان اوامريكايان په سيمه كې دځآن له پاره په رښتنې توګه دراتګ اوپاتيدو مصنوعي دلايل اولاملونه په ګوته كوي ، نوتردې خوداښه ده چې د واقعبينې په رڼاكې يوګام ، خوانساني ګام  هم پورته كړي چې هغه دافغاناتو دخاوري اوتاريخي تماميت بيرته دوى ته ورسپارل دي . په ۱۹۵۹ كال كې دهند، پاكستان ، انګلستان اوافغانستان له خوا دپښتونخوا اوپښتونستان په اړه خبرې نژدې په يوې پايلې باندې پاى ته رسيدلې وې ، په دې چې هند، هم ديورند نه مانه ، پاكستان هم په دغه اړه قانع كوونكي دلايل نه درلودل ، دهندوستان استازې  ددغوخبروپه راپوركې وايي چې : (( كه انګريزې استازې له موږ (افغانستان اوهند ) سره موافقه كړى واى اوپه خپلو استعماري وياړونويې ټينگارنه واى كړى ، موږ په دغه اړه دې پايلي ته رسيدلي وو چې ديورند كرښه مو په سوله ييزه توګه ردكړې واى اوددغو خلكوبرخليك په خپله  دوى ته سپارل شوى واى خوانګريزاستازى دې ته حاضرنه شوچې دښكيلاك دغه شوم ميراث له منځه يووړل شي ... )) .

 (دهنددملي آرشيف ديوه سند په حواله) .

ماناداچې ددغه اصل كلي تراوسه هم دانګريزانو په لاس كې ده . اوس هم كه انګريزان ديوه واقعبين هيواد  په توګه په خپلو هغو استعماري اوښكيلاكي زور زياتېو باندې وياړاوټيڼګار ونه كړي ، دوى داوسنې نړېوال دموكراتيك نظم په نامه كولاى شي په دغه ترڅ كې يوه تاريخي اومهمه دنده دافغانستان دخلكو په وړاندې داسې ترسره كړي چې دهغې له مخې به هم افغانان اوهم نړۍ انګريزانو ته دچا خبره شاباسى وركړي. ددغه ټكي په پام كې نيولوسره  به نورددې له پاره اړتيانه وي  چې انګريزان بايد دافغانانو په وړاندې يوازې دستونزو د رامنځ ته كولو په ترڅ كې ګام اوچت كړي ، دوى ته ددې پرځاى چې دترياكو په ناسوركې هم ځان  ښكيل كړي اوهم دغه هيواد ، دا ډيره غوره اوتاريخي خبره ده چې له دغو خلكو سره  په لومړي ګام كې د ديورند دنامنلې كرښې په لري كيدو اوغيرقانوني كيدو كې نړيواله مرسته وكړي. په دې چې كه انګريزې پوځونو په  رښتياهم دكوكناروپه پلمي انسان ته دخدمت ملاراتړلې وي نوترهرڅه دمخه به ښه داوي چې ددغې سيمې انسان (افغانانو _پښتنو ) ته هم داحق وركړئ چې له تاسې څخه دخيل هغه حق چې پرون موپه خورا ناځوانۍ  سره ترې اخيستې و نن دبيرته اخيستو پوښتنه وكړي ، ددغه حق چې دنژدې يوې پيړۍ  په ترڅ كې دافغاني سياستوالو لكه  (سردار ايوب خان ، نواب عمراخان ، پاچاخان ، خان صمدخان، غازي امان الله خان ، محمدګل خان مومند، هډي صاحب ، فقيرايپي ، ميوندوال ،ارواښاد ولي خان ، ارواښاد محمدداود ، سردار محمدنعيم خان، غلام محمدخان فرهاد ، علي احمد خان پوپل ، عبدالمجيدخان زابلي ،  حفيظ الله امين ، ډاكترنجب الله ) ليكوالو او ټولينيزو څيرو لكه (عبدالااكبرخان اكبر،عبدالمالك فدا ، ميرغلام محمد غبار،نورمحمد تره كى ، علامه حبيبي ،علامه رشاد،پوهاند رشتين ، محمودي ، انګار، پوهاند مجروح ، الفت ، بينوا ، خادم ، روهي ، لايق ،اجمل خټك اوپه سلګونورو له هيلوارمانو سره تراوسه  هم ديووالي اوبري داغږ اوچت پاتې دى .

 پورتنيوافغاني نومياليو په سياسي ، فرهنګي اوتاريخي لحاظ په خپل وار ددغې داعيې له پاره ګامونه پورته كړي اويوشميرخويې  لاقربانيان هم بللاى شولكه ارواښادګهيځ ،ارواښاد سردارمحمد داودخان ، ارواښاد حفيظ الله امين او ارواښاد ډاكټرنجيب الله. (ددغوكسانو په اړه ددوى عملي اونظرياتي اسناد اوكړه وړه په خپله روښانه شاهدان دي )

     په جغرافيايي لحاظ هم سره له دې چې داخبره ښايي يوشميرڅيړونكوته دبيلابيلو لاملونو له مخې ناشونې ښكاره شي، خودهغو بيلګو له مخې چې په تيروڅوكالوكې موږ په نړۍ كې وليدې ، دآسياپه دغه څنډه كې داهم يوه داسې بيلګه كيداى شي لكه جرمنې اودپخواني شوروي بي سروپايه واكمني ....

 زه فكركوم چې دا به په خپله دافغانستان اوانګريزدنويونسلونو له پاره په نوې نړۍ كې د انساني خواخوږۍ په ترڅ كې يونوې اوانساني ګام وي . ځكه نوزما وړانديز دادى چې انګريزچارواكي په افغانستان كې دنورونړيوالوځواكونو په پرتله  ديوه درانه ماموريت له ننګينې سره مخامخ دي  ، په دې  مانا چې له يوخوا بايد نړيواله تش په نامه ژمنه پلمه كړي اوله بلې خوا بايد له افغانانو سره په خپلې يوې تاريخي غميزې هم بايد كتنه وكړي. اوكه داونه كړي ،نوداڅرګنده ده چې دوى افغانستان ته په تيره بيادبښتنوزړه هلمند ته ددې له پاره راغلي چې دلته هم  دعراق وروستۍ ستونزې اومذهبي شخړې  ديوه پلان له مخې چې دهغه په سركې به هم دوى اوددوى زړه توره ياديږي دعمل ډګرته راوړاندي شي.

 افغانان بايد هوښييار وي ، نن وي اوكه سبا، ورته ستونزې دزاړه ښكيلاك په نوې جامه كې پرايران اوله هغه ځايه په افغانستان راتلونكې دي . اوس ترهرڅه ښه وخت دادى چې كه انګريزان خپلي ورځي دتش په نامه (نوي كور، نوې ژوند )اونشه يي توكونو په ډرامه نه تيروي بايد زموږ له وړانديزسره دعمل ډګرته راوړاندي شي اوپه دغه ترڅ كې لكه چې اشاره ورته وشوه بايد له افغانستان سره په رښتنې توګه دنوې ژوند اونوي كور(له ديورند پرته افغانستان ) په لور ګام اوچت كړي اويادې دغه لوبه چې يوه ناكامه لوبه ده په انګريزنوي نسل باندې لكه دميوند په شان  په افغانستان كې نه عملي كوي ، په دې چې په دغه لوبه كې ددواړو لوريوزيان دى  .

زه دګاندي اوپاچاخان دمكتب ديوپيروپه توګه اويوه تاريخي حقيقت له مخې دا تاسې ته وايم چې كه انګريزان په دغه برخه كې صادقانه ګام اوچت نه كړي نو دغه تاريخي ټكي ته بايد ځيروي چې انګريزان كله افغانستان ته راغلي نوكله هم  له افغانستانه په خلاصومټو نه دي وتلي ، ښاغلى بليراونور انګريزان بايد په خپل نوي نسل  باندې هغه څه بيا تكرارنه كړې كوم چې د ۱۸۸۰ كال په سختوشپوكې انګريزانو دميوند په تاريخي ډګر كې وليدل .

په افغانستان كې هرډول ګوډاګي نظام راتلونكي نه لري  په دې چې پردغوخلكو باندې تاريخ ، عقيده ، اوپښتو واكمن دي ، ځكه نو بايد ددوى دتاريخ ، عقيدې ، خپلواكۍ اوپښتوپه وړاندې بې توپيره پاتې نه شي . ښاغلي بلير څوكاله مخكي ددې له پاره تيارنه شو، چې دجاپانيانوهغه زياتي چې له انګريزانوسره يې په دويمه نړيواله جګړه كې ترسره كړې وه له ياده وباسي اويايې دهغې له امله وبښي . افغانانوته هم بايد داسې حق وركړشي ، په دې چې ښاغلى بليردځان په باره كې دغه شان فكركوي، همداسې بايد لږپه خپلو كړو وړو باندې په تيره هغه څه چې دتاريخې افغانستان په ټوټه كيدو سره ترسره شوي نوې كتنه وكړي اودهغو دتلافۍ په  ترڅ كې ديوې تاريخي اوانساني زړورتيا په لور داوسني نړيوال نظم په رڼاكى دپښتنودخپلواكۍ په لور يوتاريخي ګام پورته كړئ .

اوكه په دغه ترڅ كې  بياهم ځان نا ګار واچوئ نوپه دې پوه شئ چې دلته لاهم  دميوند زړه  له تودوخي نه دى لويدلي هغه سندرې چې يوه پيړۍ دمخه به خلكو ويلي :

چپرته لندن چيرته چترال دى ...؟

كه په ميوند كې شهيد نه شوې ...؟

هو،خواوس يوازې يوه بدلون ته اړتياده ، يوه ساده بدلون ته چې وويل شي :

جيرته لندن چيرته هلمند دى ....

انتخاب پرتاسو !