د ارزګان په دهراود ولسوالي کي د ماين چاودني يو پوليس وواژه او څلور نور يې ټپيآن کړل .
چاودنه نن غرمه مهال دوولس بجې د دې ولسوالۍ د (فوځي شېلې ) په سيمه کي د پوليسو پر رنجر موټر وسوه .
د دهراود ولسوال امين الله خالقي وايې چې په چاودنه کي يو پوليس وژل سوی او څلور نور ټپيان سوي دي .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .