په کندهار کي د ولايت مقام له لوري د دولتي ادارو تنظيم او ارزيابۍ د خلکو شکايتونه کم کړي دي .
د دولتي مامورينو بې کفايتي ، په پراخه کچه اداري فساد ، کاري ځنډ ، دندو ته پر وخت نه حاضريدل او د مراجعينو سره ناسم چلند هغه ستونزي دي چي هر وخت خلک سر ورڅخه ټکوي ، خو په کندهار کي د تيرو څو مياشتو راهيسي د مرستيآل والي په مشري د اداري چارو د ارزيابۍ کميټه جوړه سوې ده ، چي په اونۍ کي يو ځل په ناڅاپي ډول يوې دولتي ادارې ته ورځي .
د دې کميټې مشر او مرستيال والي عبدالعلي شمسي وايې ، چي دې چاري تر ډيره د خلکو شکايتونه کم کړي او اوس هم د دوی د کنټرول چاري دوام لري .
د بشري قوې کمبود هغه ستونزه ده چي له امله يې ادارې او مراجعين په ستونزو کي دي ، مرستيال والي وايې چي د خالي بستونو د ډکيدو دپاره هم د ازموينو لړۍ روانه ده او تر دې مهاله د بيلابيلو ادارو دوه سوه بستونه ډک سوي دي
نن يکشنبه ټاکللي کميټه د اوبو لګولو رياست ته ورغلل او د دې رياست چاري کمزوري او بې نظمه وبللې .
د منظمو پلانونو نشتون ، ککړ چاپيريال ، د رييس ناخبري ، د مامورينو پر وخت نه حاضري او د پروژو په اړه د معلوماتو نه درلودل د دې رياست هغه ستونزي وي چي مرستيال والي په غوسه کړ ، شمسي رييس ته ګوت څنډنه وکړه چي که چاري اصلاح نه او کارونه منظم نه کړي د ولايت مقام د جدي برخورد به سره به مخ سي .
که څه هم ولايتي اداره د چارو د سميدو تودې ژمني کوي خو بيا هم خلک د عمل په ډګر کي د عملي کار غوښتونکي دي ، دلته ډير شکايتونه تر ډيره د عدلي او قضايي ارګانونو څخه دي .
د کندهار خلک غواړي چي د دولت په هره برخه کي اصلاحات راسي .