د سعودي عربستان یوه چارواکي ویلي، د ترکیې جنوبي انجرلیک هوايي اډې ته یې د ''اسلامي دولت'' ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره جنګي الوتکې استولې دي. د سعودي عربستان د دفاع وزارت سلاکار جګړن احمد العسیري د سعودي عربستان ''العربیة'' تلوېزیوني چینل ته د تېرې شنبې په ورځ ناوخته وویل، هېواد یې د ''اسلامي دولت'' ډلې پروړاندې مبارزې ته جدي دی، په همدې پلمه یې ترکیې ته جنګي الوتکې او پیلوټان استولي دي. تر اوسه سعودي عربستان له خپلې خاورې نه په سوریه کې هوايي بریدونه سمبالول. سعودي په وروستیو اونیو کې د دغې ډلې پر وړاندې خپل هوايي بریدونه پیل کړي دي.