د سلواغې ۲۶مه؛ هغه ورځ، چې افغان ولس د شوري اتحاد لښکرې له خپلې خاورې وشړلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66074
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-14

نن د سلواغې ٢٦مه د افغانستان په معاصر تاريخ کې يوه نه هېرېدونکې ورځ ده، افغان ولس د خپل فطري خوی له مخې د پخواني شوروي اتحاد لښکرې په همدې ورځ له خپلې خاورې وشړلې. د شوروي اتحاد سرو لښکرو د ١٣٥٨ کال د مرغومې په شپږمه پر افغانستان تېرى وکړ او نږدې يوه لسيزه د افغان ولس له بې ساري مقاومت وروسته، له ماتې سره مخامخ شول، پوره لس کاله وروسته د افغانانو سرښندونو رنګ راوړ. دغې جګړې زرګونه افغانان شهیدان، زرګونه معیوب، زرګونه مېندې بورې زرګونه مېرمنې کونډې او زرګونه ماشومان یتمان کړل، د پخواني شوروي اتحاد راتګ افغانستان ته د بد مرغیو د راتګ ورځ وه، او وتل یې د افغان ولس لپاره ویاړ او د تاریخ لپاره یې زرینې کرښې دي، د همغې جګړو لړۍ وه چې نن هم د افغانستان اقتصاد، سیاست او زېربناوې له ستونزو سره مخ دي.