خلک: د جهاد په نوم ټيکه داري دې نوره بنده شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66076
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-15

د بلخ ولايت اوسېدونکي او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت ځينې استازي وايي چې واقعي مجاهدين له پامه غورځول شوي او اوس یو شمېر کسانو د جهاد په نوم تجارت کوي.هغوی دغه څرګندونې پرون په مزارشريف ښار کې له افغانستانه د سره پوځ د وتلو د ۲۶مې کالېزې په وياړ په جوړه شوې غونډه کې وکړې.په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عباس ابراهيم زاده په خپلو خبرو کې وويل چې جهاد د افغانستان خلکو وکړ؛ خو ګټې يې نورو یووړې.نوموړي نيوکه وکړه چې د جهاد له برياليتوب وروسته يو شمېر اشخاصو بهرنيو مداخلو ته لاره هواره کړه او له دې لارې يې پر افغان جهاد تجارت پیل کړ.