ځایي سرچینې وایي، په سنګين، موسى کلا، نادعلي، مارجې او خانشين ولسوالیو کې دا مهال افغان ځواکونه له وسله والو سره په ګرمه جګړه بوخت دي او دواړو لورو ته د تلفاتو د اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.په هلمند کې د هوا له ګرمېدو سره جګړه هم ګرمه شوې او دلته افغان ځواکونه عملاً په پنځو ولسوالیو کې دا مهال له وسله والو سره په جګړه بوخت دي.په سنګين، موسى کلا، نادعلي، مارجه او خانشين ولسواليو کې دواړو لوریو ته د تلفاتو د اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي، ډېری کروندې ویجاړې شوې او د دغو جګړو له وجې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.د هلمند ولایتي شورا غړي له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي چې د وضعیت د کنټرول لپاره ژر تر ژره افغان ځواکونو ته لازم تجهیزات ورسوي.