پښتانه په افغانستان کې اکثريت قوم دى، خو امتيازات او پاملرنه ورته د اکثريت قوم څه چې د اقلیت هم نه ده له ګڼو محرومیتونو سره مخ وو او اوس هم دی.
په دې کې شک نشته چې ښايي په دې برخه کې تر ډېره خپله پښتانه ملامت وي، خو لامل يې تر دې لوى دى او هغه دا چې حکومتونو پرې ځانونه واک ته رسولي او بيا يې دا قوم هېر کړى او په لوى لاس يې جګړې او نورې بدبختۍ پرې تپلې دي.
دا ستونزه د هېواد د نورو برخو په پرتله د هېواد په شمالي ولايتونو کې زياته ده او د هغو ولايتونو په ځانګړي ډول د کندوز او بغلان له پښتنو سره د سيمه ييزو چارواکو،خپل سرو وسله والو او مخالیفینو ټولوله خوا ناوړه چلند کېږي.
په ټوله کې بغلان او بیا په ځانګړي ډول ددې ولايت ډنډغوري سيمه يوه کرنيزه او سمسوره سيمه ده چې اکثره اوسېدونکي يې له نورو ولايتونو نه ورغلي او مېشت پښتانه دي،خو هغوى دومره بې وسه او ځپل شوي چې خپل سرو وسله والو او ځينو مغرضو ځايي چارواکو ترې د خپلو شتو او کروندو واک هم اخيستى دى او حتی سر، مال او عزت يې خوندي نه دى.
د ډنډغوري ځايي اوسېدونکي وايي چې يو کال يې هم له خپلو کروندو نه پوره حاصل نه دى اخيستى، ځکه چې کله په دوبي کې د حاصل اخيستلو وخت راشي، نو مصنوعي وسله وال مخالفين او سيمه ييز خپل سري وسله وال او زور واکي يې د ملخو په څېر په کروندو ورماتېږي، جګړه جوړوي او د دوى د کال خواري خپل جيب ته کوي.
د دوى چيغې تر ننه چا وانه ورېدې، مدنې ټولنو او تش په نامه د بشري حقونو ادارو يې غږ پورته نه کړ، پښتانه ځان ساتي (محافظه کار) سياستوال او چارواکي خو پر ځاى پرېږده.
د هېواد فعال او منلى سياسي شخصيت او د سرحدونو او قبايلو چارو اوسني وزير محمدګلاب منګل دې وضعيت او خپل ملي مسووليت ته په پام سره داسې يو کار وکړ چې هم د ځايي خلکو او هم د افغان حکومت په ګټه و او په ټوله کې په دې ولايت کې د سولې او امن لپاره يو غوره اقدام و.
څو میاشتې وړاندې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د بغلان ډنډغوري سیمې ته لاړ او هلته یې د سیمی د اوسیدونکو او دولتي چارواکو ترمنځ د داسې یوه تفاهم لپاره لاره هواره کړه چې پر بنسټ به يې په سیمه کې ور سره امنیت ډاډمن شي.
په هغه هوکړه لیک کې راغلي وو چې دولتي ځواکونه به په سیمه کې عملیات نه کوي او وسلوال مخالفین به له دې سیمې وځي. خپله ښاغلي منګل په هرات کې رسنیو ته ویلي چې دا هوکړه لیک په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لامل شوی و او څومره چې ځايي خلکو ويلي، رښتيا هم هلته د منګل صيب په هڅو سوله راغله.
خو ځینو پښتنو ضد چارواکو، د شمالي وکيلانو او تبعيض پاروونکي تلويزيون(طلوع نيوز) ددې پر ځاى چې د ګلاب منګل ددې ښه کار ستاينه کړې واى، دهغه تخريب او ځپلو ته يې مخه کړه چې له نېکه مرغه ښاغلي منګل پر خپل منطق او استدلال نه يواځې دهغوى ځواب ووایه، بلکې له خپل کار يې په نره دفاع هم وکړه.
دا چې وروسته څه وشول، څه نه؟ هغه بېله خبره ده، خو ښاغلي منګل د يوه ملي مشر او مسوول په توګه خپل مسووليت تر سره کړ، پښتنو ته يې وښوده چې د هغوى هويت او ګټې د ملي ګټو مهمه برخه بولي او د تر لاسه کولو لپاره يې د څوکۍ او مقام پروا هم نه لري.
ددې پر ځاى چې مدني ټولنو او پښتنو مشرانو په رېښتني ډول خپل مسووليت او قومي تعهد پر ځاى کړى وای، په شمال کې يې د ځپلو او محرومو پښتنو د حق تر لاسه کولو او غږ اوچتولو لپاره دا يوه بهانه ګڼلى واى، ښاغلی منګل يې په مډالونو نمانځلى او تر شا يې دردېدلي واى، د پښتون قوم او منګل ضد مغرضه ډلو او عناصرو سره ودرېدل او خپله کمزوري او غلامي يې ثابته کړه.
نن که د ډنډ غوري فرياد غلى کېږي، که د شمال پرته د هېواد په نورو برخو کې د پښتون قوم حقونه پر لوى لاس تر پښو لاندې کېږي، نو لامل به يې پر څوکۍ اوپيسو مين تش په نامه پښتانه مشران او سياستوال وي، خو د ګلاب منګل په څېر مشران به د خپلو زړورو اتلانو په توګه ستايي او د تاريخ په تله کې به يې مقام او موقف تر بل هر مشر اوچت وي.
په اوسني حکومت کې د نورو قومونو شامل مشران او مخور، د خپل قوم د حقونو او امتيازاتو تر لاسه کولو لپاره نه يواځې چې شپه ورځ په پټه او ښکاره منډې ترړې وهې، بلکې پر حکومت يې هم تل فشار راوړى، خپل سپک يې په درانه کړي او درانه يې اسمان ته خېژولي، ډېر ځله يې لږکيو ته د اکثريت حقونه اخيستې، خو کاش چې د ګلاب منګل په څېر څو نورو مشرانو هم د تاريخ دا حساسيت درک کړى او د هغه تر څنګ درېدلي واى.
که د ګلاب منګل او قومي مشرانو تر منځ د هغه هوکړه ليک پر سوله اييز ارزښت او درنښت ته هغه مهال درناوى شوى وى، د شمال ځينو متعصبو مشرانو او پارلماني غړو د منګل صيب موخه در کړې واى، نن به کابل په تيارو کې نه و ډوب، نن به هلته د برېښنا پايې نه چپه کېدې او برېښنا شرکت به هره شپه په لسګونه زره لېټره تېل پر جنراتوري برېښنا نه لګول.